Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2019

Новости за 26.09.2019

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو وګورئ

Pa.azadiradio.com 

ملګروملتونو وسله والوطالبانو ته ګواښ کړی چې انتخاباتو ته دې خنډ نه پېښوي. د سعودي ولیعهدمحمدبن سلمان ویلي د جمال خاشقجي د وژنې مسوولیت ده ته متوجه دی. ځوانه فعاله ګریتا تنبرګ د ملګروملتونو له اسمبلې وروسته له نیویارکه سویډن ته روانه شوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د انتخاباتو لپاره به کلک امنیت ونیسي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې وايي چې د دې انتخاباتو کلک امنیت به ونیسي. له دې مخکې طالبانو ګواښ کړی و چې د انتخاباتو بهیر به ګډوډ کړي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل، دا ځل جدي تدابیر نیول شوي او طالبان نه شي کولی چې د انتخاباتو بهیر ګډوډ کړي. ښاغلي رحیمي وویل، طالبان او نورې ترورېستي ډلې ونه توانېدلې چې د هېڅ یوه کاندید کمپاین ته امنیتي ستونزې جوړې کړي، خو د شویو حملو په اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې ټولې دا حملې د کاندیدانو د کمپاین له غونډو بهر شوي دي.

چارواکي: د انتخاباتو د امنیتي تدابیرو لپاره د تورخم لاره بنده شوه

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي وايي، د انتخاباتو په درشل کې د امنیتي تدابیرو په لړ کې یې د تورخم لاره د مسافرو او د باروړونکو موټرو په مخ بنده کړې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل: د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه له نن څخه هېڅ ډول باروړونکي موټر تګ راتګ نه شي کولی، له سبا یعنې د انتخاباتو له ورځې یوه ورځ مخکې مسافرین هم تګ راتګ نه شي کولی، لاره به بنده وي. د ننګرهار د والي ویاند دا یادونه هم وکړه چې یوازې په استثنايي حالاتو کې به ناروغانو ته پر تورخم د اوښتو اجازه ورکړل شي. Читать дальше...



چارواکي: د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې ۷ افغان سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب امنیتي چارواکي په پښتون کوټ ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې د اوو افغان سرتېرو د ودژل کېدو خبر ورکوي. سیمه ییز چارواکي وايي چې دا سرتېري تېره شپه د پښتون کوټ د دهن دره سیمې د اوبو په بند کې د طالبانو په حمله کې ووژل شول. د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې په دې جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان هم مړه او ټپیان شوي دي. دی وایي: د مرستندویو ځواکونو له رسېدو سره سم موږ د دښمن حمله په شا وتمبوله، په جګړه کې له لسو زیات طالبان مړه او ټپیان شول، اووه تنه سرتېري د هېواد د دفاع په خاطر شهیدان شول. Читать дальше...

افغان مېرمنې او رأیه

Pa.azadiradio.com 

افغانستان هغه هېواد دی چې یو شمېر ښځې یې ان د رأیې اچونې په برخه کې خپلواکې نه دي. خو یو شمېر یې بیا د خپل برخلیک ټاکلو لپاره رأیې ورکولو ته لېوالې دي. ټاکل شوې چې د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي. لیمې هادي په دې اړه راپور برابر کړی.

رأیې ورکولو ته د اتلس کلنو ځوانانو خوشبیني

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر اتلس کلن ځوانان د لومړي ځل لپاره رأیې ورکولو ته خوشبین دي. خوا دا چې دوی ولې رأیه ورکوي او څرنګه احساس لري، په دې راپور کې چې شفیع کریمي برابر کړی،لیدلی شئ.



د غزني والي: په غزني کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي خبر ورکوي چې د غزني په ولایت کې یې په پوځي او هوايي عملیاتو کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټر له منځه وړي او ۲۴ تنه وسله وال طالبان یې وژلي دي. د غزني والي وحیدالله کلیمزي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د یو مفتي عصت په ګډون ۲۴ تنه وسله وال وژلي دي. والي زیاته کړه: د هوايي ځواکونو په بریدونو کې په ده یک ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو څخه ډک هاموی ټانک او ترڅنګ یې په اندړو ولسوالۍ... Читать дальше...

چارواکي: په ارزګان کې د عملیاتو پرمهال ۱۶ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې تېره شپه یې د عملیاتو پرمهال ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژلي دي. د دغه ولایت امینه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله وال تېره شپه د مرکز ترینکوټ اوړند د جګې هدیرې په سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وژل شوي دي. نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پرمهال افغان او بهرنیو ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي: په لوګر کې هوایي برید ۷ وسله وال طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه ناټو هوايي ځواکونو د لوګر ولايت بره کي برک ولسوالۍ د پندي په سيمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد کړی چې په پایله کې یې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي. په لوګر کې د څلورمې پلى لوا رسنيز دفتر ازادي راډیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې د وسله والو یوه عراده سراچه موټر او موټرسایکل هم له منځه وړل شوي.  تر اوسه وسله والو طالبانو ددې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال له بريد وړاندې وژل شوي دي. د کندهار ولایت د رسنیو له مرکزه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يادو وسله والو تېره شپه غوښتل چې په ميوند ولسوالۍ کې پر يو شمېر امنیتي تاسيساتو بريد وکړي چې د هوايي ځواکونو هدف ګرځېدلي دي. سرچينه کاږي چې د هوایي ځواکونو په بريد کې د وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي. طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مسؤلین: سږکال به له بامیانو ۳۷۰ زره ټنه کچالو صادر شي

Pa.azadiradio.com 

له بامیانو به سږکال ۳۷۰ زره ټنه کچالو نورو ولایتونو او هېوادونو ته صادر شي. د دغو کچالو اقتصادي ارزښت ۵ ميلیارده افغانۍ اټکل شوی دی. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدلوهاب محمدي وايي، په دې ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله د کچالو په محصولاتو کې د تېرکال په پرتله ۲۰ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی. د ښاغلي محمدي په خبره، په تېرو کلونو کې به د بامیانو کچالو د افغانستان یو شمېر ولایتونو او ګاونډي هېواد پاکستان ته صادرېدل، خو سږکال ټاکل شوې چې اذربایجان ته هم صادر شي.

مسؤلین: په هلمند کې د نباتي افتونو د مخنیوي یو مرکز جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د نباتي افتونو د مخنیوي د تشخیص او وقایې د لابراتوار مرکز جوړېږي. د دغه ولایت د کرنې ریاست د برنامو مسؤل رفیع الله قلم نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت بزګران د نباتي ناروغیو له ستونزو سره مخ وو. د نوموړي په وینا، دغه مرکز به په نوي او عصري وسایلو سمبال شي چې په فعالیت سره به یې د دغه ولایت د بزګرانو ستونزې راکمې شي او د کرنیزو محصولاتو له ډېر والي سره به مرسته وکړي.

طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان ته د فعالیت د پیلولو اجازه ورکړې

Pa.azadiradio.com 

وسله والو طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ته بېرته په هغو سیمو کې چې د دوی ترکنټرول لاندې دي، د فعالیت د پیلولو اجازه ورکړې ده. طالبانو پرون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې رامنځته شویو ستونزو او د طالبانو او د روغتیا د سازمان د پلاوو ترمنځ د پرله پسې غونډو او خبرو په نتیجه کې یې بېرته د دې سازمان بشري او روغتیایي فعالیتونو ته اجازه ورکړې ده. طالبانو د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د دغه روغتیایي نړیوال سازمان او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې فعالیتونه په خپلو کنټرول لاندې سیمو کې منعه کړي وو. Читать дальше...

"که هر کاندید د چوپتیا اصل په پام کې ونه نیسي، نغدي جریمه کېږي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو انتخاباتي مبارزه تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېده او نن او سبا د چوپتیا دوره ده. د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي محمد قاسم الیاسي پرون ازادي راډیو ته وویل چې که هر کاندید د چوپتیا اصل مراعات نه کړي، له پنځو زرو تر یو لک افغانیو نغدي جریمه کېدای شي. د دغې دورې له پیلېد سره د ولسمشرۍ ټول کاندیدان مکلف دي چې خپل عکسونه او نور کمپایني بیلبورډونه له ښارونو لېرې کړي او د رأیې ورکولو د مرکزونو په سل مترۍ کې هم باید د هېڅ یوه کاندید عکس ونه لیدل شي. ټاکل شوې بل سبا د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.

ټرمپ: ایراني چارواکي او د هغوی کورنۍ دې امریکا ته له ننوتو منع شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر تهران د فشارونو د زیاتوالي په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې یو شمېر جګپوړي ایراني چارواکي او د هغوی د کورنۍ غړي متحدو ایالتونو ته له ننوتو منع کړي، که هغوی د کډوالو په توګه یا له هغې پرته غواړي متحدو ایالتونو ته ولاړ شي. د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه خپره شوې، د ولسمشر ټرمپ له قوله ویل شوي چې ویلې یې دي، د دغو کسانو له محدودیت پرته کډوال یا غیر کډوال که د متحدو ایالتونو خاورې ته داخلېږي، هغه به د متحدو ایالتونو د ګټو په ضرر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Желдорреммаш

Руководители подразделений электромашинного дивизиона Желдорреммаш прошли обучение в рамках развития производственной системы TOS





Rss.plus
Алексей Сёмин

УЗИ и КТ при диагностике урологических заболеваний: что выбрать




Посол Ноздрев: Россия открыта к построению с Японией добрососедских отношений

Беспощадное выступление еврейского политика: «С вами не соперничают, вас давно уже убивают!»

Татарстан попал в топ регионов, где больше всего выплатили водителям по КАСКО

С 12 по 16 июня в центре Москвы будет работать музей под открытым небом




لاوروف: افغانستان د ګواښونو د مخنیوي لپاره بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د سپټمبر په ۲۵مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې ویلي چې افغانستان د ګواښونو د مخنیوي لپاره بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري. سرګي لاوروف ویلي چې په غیر صورت کې به د افغانستان شمالي سیمې یو وار بیا د نړیوالو ترورېستي سازمانونو د خېز په زینه بدلې شي.  لاوروف ویلي چې د ګډ امنیتي تړون سازمان او د شانګهای د همکاریو سازمان هغو ګواښونو ته متوجې دي چې د افغانستان له لوري پېښېدای شي.  دا خبر د روسیې خبري‌ اژانس تاس خپور کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر... Читать дальше...

یو مسترد شوی افغان د محکمې د پرېکړې پر اساس بېرته جرمني ته ستون شوی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني پولیسو پرون د سپټمبر په ۲۵مه وویل چې یو افغان ګډوال د محکمې د پرېکړې پر اساس بېرته جرمني ته ستون شوی دی.  د مسترد شوي افغان هویت نه دی څرګند شوی.  د افغانستان دا پناه غوښتونکی د جرمني پولیسو د روان کال د مې په میاشت کې د جرمني او اتریش پر ګډه پوله نیولی و او یونان ته یې استولی و.  د اروپايي اتحادیې د قوانینو پر اساس، هغه کډوال چې لومړی د یونان خاورې ته رسېږي او هلته يې معلومات ثبتېږي، له هره بله اروپايي هېواده باید په ۴۸ ساعتونو کې بېرته یونان ته مسترد شي.  د جرمني د خبري اژانس په... Читать дальше...

ځينې فعالان: په ټاکنو کې دې د ښځو د عکس اخیستلو اجبار لېرې شي

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو غوښتنه کړې چې د ټاکنو په ورځ دې له رأیې ورکوونکو ښځو د عکس اخیستلو اجبار لېرې کړي. د روېټرز خبري اژانس پرون د سپتمبر په ۲۵مه په یوه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ اتلسو ادارو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون ته جلا جلا لیکونه استولي او غوښتنه یې کړې چې د ښځو په مرکزونو کې دې د عکس اخیستلو ضرورت لغوه کړي. د افغانستان د حکومت د پرېکړې پر اساس، دا وار په انتخاباتي مرکزونو کې پرمختللي ماشینونه د رأيې ورکوونکو بایومټریک معلومات ثبتوي. Читать дальше...

په افغانستان کې د امریکا سفیر په کندهار کې وروستۍ چاودنه وغندله

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس په کندهار کې وروستۍ چاودنه چې د یوه ژورنالېست په ګډون ملکي وګړي په کې ووژل شول، غندلې ده.  جان بس په هلمند کې وروستۍ حمله هم په کلکو ټکو غندلې او پر ټوېټر یې لیکلي چې د خبریالانو او ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو تلفات او د ملکي خلکو پر وړاندې تشدد هېڅ ډول توجیه نه لري. په کندهار کې د سې شنبې په ماښام چاودنه وشوه چې د چاودنې له امله د هېواد راډیو خبریال عبدالحمید هوتکي او څلور نور ملکي وګړي ووژل شول.  د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې... Читать дальше...

ټرمپ له ریلینسکي د جوبایډن په اړه څېړنه غوښتې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اوکراین له ولسمشره غوښتنه کړې چې د هغه د سیاسي رقیب جوبایډن په اړه څېړنې وکړي.  دا د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس هغو غړو ته چې د جمهور رئیس استیضاح غواړي، د بحث اساسي مسئله ده. په نیویارک کې پرون د سپټمبر په ۲۵مه د جمهور رئیسانو ټرمپ او زيلينسکي تر کتنې څو ساعته مخکې د هغوی د یوې ټيليفوني مکالمې یاداښت یا نوټ خپور شو.  د خپاره شوي یاداښت په حواله، جمهور رئيس ټرمپ د جولای په ۲۵مه ولادیمیر زيلينسکی ته په ټيليفوني خبرو کې ویلي چې که د اوکرائین... Читать дальше...



Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Соцфонд выдал проактивно 3,2 млн сертификатов на материнский капитал


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

«Мгновенна нашей жизни повесть…» – музыкальный вечер к юбилею Булата Окуджавы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На Играх стран БРИКС выступят выпускники амурских спортшкол

Спортсменки из Пскова привезли два «серебра» с соревнований по джампинг-фитнесу в Москве

Московские школьники завоевали медали на Азиатской физической олимпиаде


Александр Зверев

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин открыл приемное отделение Морозовской детской городской больницы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России