غزني کې لسګونو کسانو د ولسي خلکو پر وژل کېدو اعتراض وکړ
د افغانستان د جنوبي ولایت غزني لسګونو اوسېدونکو په خواجه عمري ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د ولسي خلکو پر وژل کېدو اعتراضي لاریون وکړ. د غزني والي هم ولسي مرګ ژوبله تائیدوي، خوايي په دغه برید کې د دولت پنځه مخالفان وژل شوي دي.