Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Февраль
2022

Новости за 05.02.2022

د کرکټ افغان ملي لوبډله راتلونکې اوونۍ بنګلدېش ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې اوونۍ بنګلدېش ته ځي.    د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک نن شنبه (د سلواغې ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل، افغان لوبډله اوس مهال په قطر کې په تمريناتو بوخته ده.  د ښاغلي هوتک د‌ معلوماتو له مخې ټاکل شوې د افغانستان او کوربه بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې ميلادي مياشتې په ۲۳مه نېټه درې یو ورځنۍ او دوه شل اوورېزه سیالۍ پیل شي.  ښاغلی هوتک وايي، د دواړو هېوادونه ترمنځ به لومړۍ پنځوس اوورېزه لوبه د فبرورۍ په ۲۳مه، دوهمه په ۲۵مه او درېيمه په ۲۸مه نېټه ترسره شي. Читать дальше...

شبرغان کې د کورش سیالۍ؛ لومړی مقام د جوزجان ورزشکارانو وګاټه

Pa.azadiradio.com 

شبرغان کې د کورش سیالۍ وشوې. د طالبانو د بدني روزنې او ورزش رياست په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې يادې سيالۍ تېره ورځ د دوو ولايتونو د ورزشکارانو  ترمنځ ترسره شوې.   د یاد ریاست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د سرپل او جوزجان ولایتونو پهلوانانو ګډون کړی وو چې په پای کې لومړی مقام د جوزجان ولایت ورزشکارانو وګاټه.  یاده دې وي چې د یادو سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول په ګوته شوي دي.

چین کې د ژمني المپېک لوبو کې د کرونا ويروس ۴۵ پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

په چین کې د ژمني المپېک په لوبو کې د کرونا ويروس ۴۵ پېښې ثبت شوي دي.   د راپورونو پر بنسټ، دغو لوبو کې هغه مهال د ۲۶ کسانو د کرونا ټېسټونه مثبت وختل چې د يادو سياليو لپاره بېکېنګ ته رسيدلي وو.  په دې سیالیو کې د ۹۱ هېوادونو لوبغاړي برخه لري.  راپورونه وايي، په دې لوبو کې د افغانستان او تاجکستانه هېڅ یوه لوبغاړي ګډون نه دی کړی، خو د ایران دوه لوبغاړي په دې سیالیو کې برخه لري.  د المپیک دا ژمنې لوبې به د روانې فبرورۍ تر شلمې دوام وکړي.



د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي محکمې پخواني کارکوونکې: له دندو شړل شوي یو

Pa.azadiradio.com 

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې د محکمې یوه کار کوونکې چې څه باندې شل کاله یې په ستره محکمه او لویې څارنوالۍ کې کار کړی وایي، د طالبانو په راتګ سره بې کاره شوې او برخلیک یې نه دی معلوم. دا مېرمن نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، له ډېرو ستونزو او محدودیتونو سره-سره يې لوړې زده کړې وکړې، خو له ټولو تجربو او خدمتونو سره اوس له دندې شړل شوې او جدي اقتصادي ستونزو سره مخ ده. نوموړې زیاتوي: "د سترې محکمې په بېلابېلو دیوانونو کې مې دنده ترسره... Читать дальше...

امریکا پر ایران د بندیزونو یو معافیت را ژوندی کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو د بندیزونو هغه معافیت احیا کوي چې له مخې یې ایران ته اجازه ورکوي چې د اټمي همکاریو پروژو ته بېرته ستون شي.   دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵م کال د اټمي موافقې د بیا برحاله کېدو لپاره د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکرې حساس پړاو ته داخلې شوي دي.   د بندیزونو دغه معافیت د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لغوه شوی و.   واشنګټن له اټمي تړونه په ۲۰۱۸م کال کې ووت او پر تهران یې بېرته اقتصادي بندیزونه ولګول.

پاکستان کې د ګازو د چاودنې په نتیجه کې څلور کان کیندونکي مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د ګازو د چاودنې په نتیجه کې څلور کان کیندونکي مړه شوي دي.   د بلوچستان د کانونو د تفتیش مشر عبدالغني ویلي، چاودنه د بلوچستان له مرکز کوټې بهر په سره غوړګۍ سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې نن سهار د میتان ګازو له کبله شوې ده.   د کان د یوې برخې د نړېدو له کبله د څلورو کان کیندونکو د مړه کېدو تر څنګ شپږ نور ژغورل شوي دي.   ویل شوي، کان کیندونکو هلته په غیرقانوني ډول یو کان راسپړه.   په پاکستان کې دېته ورته پېښې د خوندیتوب د شرایطو نه رعایتولو او د کان کیندونکو د لږ مسلیکتوب له کبله کېږي.

سره میاشت او سور صلیب: که افغانستان سره مرستې ونه شي، کړکېچ یې نړۍ اغېزمنوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د سرې میاشتې عمومي رئیس او د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون مرستیال کریم کونېک کابل ته د خپل درې ورځني سفر پرمهال پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان سره دې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. ښاغلی کونېک چې د ترکیې د بشري مرستو د نېکۍ رېل ګاډي برابرولو او رسېدو مخکې د افغاني سرې میاشتې او طالبانو د دولتي ادارو د چمتوالي د څارلو لپاره کابل ته راغلی. نوموړي د شنبې په ورځ(د سلواغې۱۶مه) یې د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل: "که نړیواله ټولنه په دې اړه بېړه ونه وکړي نو دا ستونزې... Читать дальше...

د کابل پر هوایي ډګر د برید څېړنه بشپړه شوه؛ امریکا: دا 'پېچلی' برید نه و

Pa.azadiradio.com 

صهیب عرب‌زی د کابل د حامد کرزي د هوايي ډګر په ابي‌ګېټ کې د خپل ملګري د وژل کېدو کیسه کوي وايي، لکه د ورور ملګری یې سمسور نومېده او د لغمان ولایت د عزیز خان کڅ اوسېدونکی و.  د ده په خبره، سمسور او ورور یې د اګسټ په ۲۶مه نېټه له هېواده د وتلو په موخه، د کابل د هوايي ډګر لویدیځ لور ته د ابي‌ګېټ دروازې ته تللی و چې هلته د شوي ځانمرګي برید په پایله کې سمسور ووژل شو او ورور یې ټپي شو. دی وايي: "ورور یې راته کیسه کوله چې سمسور له ځان سره پاسپورټ نه درلود، ما ورته پاسپورټ یوړ. کله چې هغه غوښتل له هوايي... Читать дальше...



طالبان د بې پولې خبریالانو راپور ردوي؛ ځینې خبریالان: لاهم خوندي نه یو

Pa.azadiradio.com 

عبدالقیوم ذاهد صمدزی له هغو خبریالانو څخه دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نیول شوی وو. هغه له تېرو نږدې ۱۲ کالو راهیسې په افغانستان کې له بېلابېلو رسنیو سره کار کوي، وروستۍ دنده يې د پاکستان ۹۲ خبري ټلوېزیون سره خبریالي ده. ښاغلی صمدزی وایي، څه موده وړاندې لومړی د پاسپورټ عمومي ریاست پر وړاندې د طالبانو له خوا وهل او ټکول شوی دی، خو له دې وروسته، کله چې د یوې ناستې په خبري پوښښ اخته و، د طالبانو له خوا ونیول شو او یوه نامالوم ځای او یوې سړې خونه کې د نېږدې ۲۴ ساعتونو لپاره بندي شوی و. Читать дальше...

د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله اسټرالیا کې بیا د لوبو ډګر ته ووته 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال د ښځو ټیم چې پر افغانستان د طالبانو له خوا د ولکې له ټینګولو وروسته له افغانستانه وتلی، په اسټرالیا کې بیا د لوبو میدان ته ووت.  دغه ښځې توانېدلي چې د میلبورن ویکټوريا په نوم د اسټرالیا د یوه لیګ په مرسته اسټرالیا ته لاړې شي.   په پام کې ده د افغان ټیم دغه ښځینه فوټبالرانې د اسټرالیا په ویکتوریا کې د پوخ عمره ښځو د فوټبال په مسابقه کې برخه واخلي او د دې لپاره یې د شنبې په ورځ خپل لومړي تمرینونه په مېلبورن کې پیل کړل.  پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د دغو... Читать дальше...

د فلپین په پلازمېنه مانیلا کې د روسیې د سفارت ودانۍ کې لوی اور لګېدلی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او فلپین چارواکي وايي، د فلپین په پلازمېنه مانیلا کې د روسیې د سفارت په ودانۍ کې لوی اور لګېدلی دی.   چارواکي وايي دغه پېښه چې ځاني زیان یې نه دی اړولی د دې سبب شوه چې د سفارت کار کوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي وایستل شي.   د فلپین د اور وژنې ادارې اعلان وکړ چې د دې څو ساعته اورلګېدنې د علت په اړه څېړنې پیل شوي دي.   د فلپین چارواکي وايي، اور پرون ماښام د سفارت د ودانۍ په دویم پوړ کې ولګېد چې سخت مالي زیانونه یې واړول.   په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سفارت ټول کار کوونکي په خوندي ډول ایستل شوي دي. Читать дальше...

د طالبانو حکومت: افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن یو  

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، دوی په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي.   د طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق نن په ټویټر کې لیکلي، رسنۍ هم مکلفیت لري، چې بې­ پرې، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن وي.   تردې مخکې پرون جمعه د بې سرحده خبریالانو ټولنې چې مرکز یې په فرانسه کې دی، په خپل نوي راپور کې وویل، د زمري پر ۲۴مه نېټه د طالبانو له خوا د کابل له سقوط وروسته تر دې دمه لږ تر لږه پنځوس تنه خبریالان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې له خوا یا نیول شوي او یا د لنډ وخت لپاره په توقیف کې پاتې شوي دي. Читать дальше...

روسیې او چین له لویدیځه غوښتي چې د سړې جګړې د مهال تاکتیکونه بند کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه چینايي سیال شي جین پینګ له لویدیځ څخه غوښتنه وکړه، چې د سړې جګړې د مهال تاکتیکونه بند کړي.   دواړه مشرانو د اړیکو د ژورتیا خبر داسې مهال ورکړی چې د مسکو او لویدیځ ترمنځ د اوکراین پر سر کړکېچ زیات شوی دی.   د چین ولسمشر شي جین پنګ او د  هغه روسي سیال ولادمیر پوتین پرون جمعه د چین په پلازمېنه پیکنګ کې د المپیک د ژمنیو لوبو د پرانیستې مراسمو تر پیل مخکې سره وکتل.   د دوی تر کتنې وروسته په ګډه اعلامیه کې د دواړو دولتونو ترمنځ د نامحدودې دوستۍ یادونه شوې چې... Читать дальше...

طالبانو د امریکا د خزانې وزارت له وروستي پرېکړې هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت مرکزي بانک د امریکا د خزانې وزارت له وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ. دغه بانک په خپل تویټر پاڼه لیکلي، د امریکا د خزانې وزارت هغه پرېکړه چې له مخې به یې نړیوالو بانکونه افغانستان ته د بشري مرستو ترڅنګ نور نغدي حوالې هم ترسره کولی شي یو ښه ګام دی. د مرکزي بانک په خبره، دا چاره کولی شي په افغانستان کې له خصوصي او دولتي بانکونو سره د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د لېږد په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي. د طالبانو د مرکزي بانک په وینا، د صادر شوي لارښود پر بنسټ، نړیوالې مرستندویه موسسې... Читать дальше...

سوداګرو او هټیوالو ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سپارښتنې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې تازه خبرپاڼه کې ټولو سوداګرو او هټیوالو ته خبر ورکړی چې د خوراکي او یو شمېر نور اړینو توکو د نرخو په کنټرول کې له خلکو سره همکاري وکړي. دغې خونې په خپلې خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته یې خپره کړې ویلي، تېرو څو ورځو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې پورته شوی او دغه چاره باید په د توکو پر بیو مستقیم اغېز وکړي. د خونې  چارواکو د همدې خبرپانې په حواله له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې چې د خلکو اقتصادي ستونزو او ژمي سړې هوا ته... Читать дальше...

په خوست کې د خصوصي سکټور په چوکاټ کې اکسیجن پلانټ فعال شو

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د اکسیجن پلانټ فعال شو چې په یوه ورځ کې د اکسیجن د ۸۰ بالونو د تولید ظرفیت لري. د خوست ډاکټران او روغتیايي مسوولان دا یو ښه پرمختګ بولي او زیاتوي، په اوس وخت کې چې د سږو د ناروغیو پېښې ډېرې دي، د ناروغانو لپاره د اکسیجن اړتیا هم ډېره شوې ده. په خوست کې ظاهر امبولانس چې یاد اکسیجن پلانټ يې فعال کړی مسوول يې نظر محمد ظاهر ازادي راډيو ته وویل، دا کار يې دلته د ناروغ لرونکو او ناروغانو د اړتیاوو د حلولو په موخه کړی دی: "اوس مو دا پلانټ د خوست د اوسېدونکو لپاره د چین څخه را انتقال کړ، ځکه... Читать дальше...

امریکا کې د کرونا وبا د قربانیانو شمېر تر نهو لکو واوښت

Pa.azadiradio.com 

د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې د امریکا په متحد ایالاتونو کې د کرونا وبا د قربانیانو شمېر د جمعې په ورځ تر نهو لکو واوښت.  د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه بیان کې پر دې خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل، د هېچا ځای بل څوک نه شي نیولی.  د امریکا په متحد ایالاتونو کې چې شااوخوا درې سوه دیرش میلیونه نفوس لري د کرونا وبا د قربانیانو شمېر تر بل هر هېواد لوړ دی.

پاکستان: بلوچستان کې پر پوځ خونړي برید کوونکي له افغانستانه راغلي وو

Pa.azadiradio.com 

پاکستان چې خپله افغانستان کې له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی، ادعا کوي چې افغان خاوره یې پرضد کارېږي. د پاکستاني حکومت د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید جیو نیوز سره خپله نوې مرکه کې ادعا کړې چې بلوچستان کې پر پوځي اډو برید کوونکي له افغان خاورې ور اوښتي وو. دی تور لګوي چې د برید کوونکو کمپونه د افغانستان په ننګرهار، خوست، پکتیا، نورستان او کونړ ولایتونو کې دي. رشید وايي: "له افغانستان را اوړي او بېرته ځي. هغه سیمې چې ماوښودې، پولې ته نږدې دي. دوی پاکستان کې هم وسله‌وال لري، خو کومې دوه لویې حملې چې... Читать дальше...

د طالبانو د واکمنۍ پیل؛ د کابل پرهوایي ډګر د برید څېړنه بشپړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو پوځي چارواکو څرګنده کړه چې د طالبانو د واکمنۍ په پيل کې یې د کابل له هوایي ډګر سره د ځان وژونکي برید په اړه څېړنه بشپړه شوه.  دا برید د اګسټ په شپږ ویشتمه شوی و. د امریکا د پوځي تحقیقاتو نتیجه روښانوي چې دا ځان مرګی برید و، یوه تن ترسره کړی، له ځان سره یې شل پونډه چاودیدونکي مواد چې څه باندې نهه کیلوګرامه کېږي له بېل بېرنګونو سره لېږدول او دا چاودنه یې کړې ده.  د امریکا د مرکزي قومانداني مشر جنرال فرانک مککنزي په واشنګټن کې د امریکا د دفاع په وزارت کې د راپور د وړاندې کولو پرمهال  وویل... Читать дальше...


Музыкальные новости
Желдорреммаш

Уссурийский ЛРЗ расширяет форматы промышленных экскурсий на предприятие





Rss.plus
Яна Рудковская

Рудковская призвала людей чаще проверять своё здоровье в связи со смертью Заворотнюк




Иванов в Госдуму, Никитин – в Мамадыш: что стоит за сменой руководства в районе

«Мособлэнерго» объявил конкурс талантов «Энергия детства» среди детей работников

Набор водителей объявили в «Мострансавто»

В Раменском округе построят школу на 1,1 тыс мест к 2026 году




د شمالي کوریا په اړه د ملګروملتونو له امنیت شورا د امریکا غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د شمالي کوریا د توغندي د نوې ازموینې پرضد لاس په کار شي.   شمالي کوریا تېره اوونۍ یکشنبې د منځني واټن داسې بالسټیک توغندی وازمایه چې د واشنګټن په وینا د متحد ایالاتونو تر خاورې پورې رسیدلی شي.  په ملګرو ملتونو کې د متحد ایالاتونو سفیره لینډا توماس ګرینفیلډ وایي:" موږ به فشارونو ته ادامه ورکړو."  ملګرو ملتونو د پیونګ یانګ له لوري د توغندي وروستۍ ازموینه غندلې ده او ویلي یې دي چې دا د امنیت شورا له پرېکړو سرغړونه ده.

پولنډ غواړي لسګونو زره توپخانې، هاوان او بمونه اوکراین ته ورکړي

Pa.azadiradio.com 

پولنډ غواړي چې روانه اونۍ اوکراین ته وسلې واستوي.  د پولنډ صدراعظم ماتیوش موراویڅکي پرون د پولنډ په جنوب ختیځ کې د تارنو په ښار کې د وسلو له یوې فابریکې څخه د لیدنې پر مهال وویل: "موږ د فشار زیاتېدل ګورو، همدا راز د روسیې له لوري د تیري د زیاتېدو شاهدان یوو. موږ پوهېږو که څوک د ځان دفاع غواړي باید د دفاع لپاره یو څه ولري. په اوکراین کې موږ د ځان د دفاع هوډ لیدلی."  پولنډ غواړي چې په لسګونو زره توپخانې، هاوان او لاسي بمونه اوکراین ته ورکړي.  لویدیځ وایي چې روسیې د اوکراین له پولو سره شاوخوا... Читать дальше...

د سره صلیب کمېټه د افغان اقتصادي سیسټم د سقوط د مخنیوي هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه یا 'ICRC' وايي چې د افغانستان د اقتصادي سیسټم د سقوط د مخنیوي لپاره هڅه کوي. په افغانستان کې د دې کمېټې مشر ایلوی فیلیون پرون پر ټویټر په یو بیان کې ولیکل چې 'ICRC'  هڅه کوي د روغتیا د برخې کار کوونکي د افغانستان خلکو ته د حیاتي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي. ښاغلی فیلیون زیاتوي چې بشري هڅې د عامه خدماتو د سکتور د سقوط تشه نه شي ډکولی، نو ځکه دی وايي چې په افغانستان کې باید تر دې زیات کار وشي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د افغانستان له نیمايي... Читать дальше...

د طالبانو واکمني؛ بې پولې خبریالان:۵۰ خبریالان یا نیول شي یا توقیف شوي

Pa.azadiradio.com 

د بې سرحده خبریالانو ټولنې، په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت او د رسنیو پر وړاندې د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې. دې ټولنې چې مرکز یې په فرانسه کې دی، پرون (د سلواغې په ۱۵مه) په خپل نوي راپور کې وویل، د زمري په ۲۴مه د طالبانو له خوا د کابل تر سقوط وروسته لږ تر لږه پنځوس خبریالان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې له خوا یا نیول شوي او یا د لنډ وخت لپاره په توقیف کې ساتل شوي دي. د بې سرحده خبریالانو ټولنې د راپور په دوام کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو او د امربالمعروف ادارو د ازادو رسنیو له قوانینو سرغړونه کړې ده. Читать дальше...

کرکټ؛ له ۱۹ کلنو کشره افغان لوبډلې پر اسټرالیا لوبه وبایلله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کشرې لوبډلې تېره شپه د دې کټګورۍ په نړیوال جام کې د درېیم مقام د ګټلو په سیالۍ کې له اسټرالیا سره لوبه وبایلله. لوبه افغان لوبغاړو پیل کړه او په پنځوسو اوورونو کې یې اسټرالیا ته د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه. د اسټرالیا لوبډله دې هدف ته ورسېده او لوبه یې وګټله. په پام کې ده چې د هند او انګلستان لوبډلې نن په فاینل لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

چین کې د ژمني المپیک لوبې رسماً پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د چین په پلازمېنه پېکېنګ کې د ژمني المپیک لوبې رسما پیل شوې. یو شمېر لویدیځو هېوادونو د دې المپیک د پرانېستو په مراسمو کې د کرونا د وبا او په چین کې له بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په خاطر ګډون ونه کړ. د چین ولسمشر شي جین پېنګ تېر ماښام د ژمني المپیک لوبې چې د فبروري تر ۲۰مې پورې دوام کوي، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستې، خو په مراسمو کې د امریکا، بریتانیا، کاناډا، جرمني، اسټرالیا، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازي حاضر نه وو، خو تمه ده چې د ژمني المپیک په سږنيو سیالیو کې به د  یو شمېر هېوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 1 июня начнется фестиваль «Лето в Москве. Все на улицу!»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Мариинка

Мариинский театр обзавелся четвертой сценой на 800 мест




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Миомир Кецманович

Кецманович отказался от борьбы в игре с Медведевым на "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Новости фармацевтики в России и в мире



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России