Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Февраль
2022

Новости за 26.02.2022

د کییف پر واټونو د روسیې ویجاړ شوي پوځي وسایط

Pa.azadiradio.com 

نن (د فبرورۍ ۲۶) سهار د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوه پیغام کې وویل چې د خپل هیواد په پلازمېنه کییف کې دی او «اوکراینیان به تسلیم نه شي.» زیلینسکي له اوکراین څخه د ده د ایستلو په اړه د امریکا وړاندیز هم رد کړ، ویې ویل «د جګړې میدان دلته دی.» په همدې حال کې د چک او هالنډ په شمول یو شمېر هیوادونو اوکرایني ځواکونو ته د وسلو لېږد پیل کړ. چک جمهوریت اعلان وکړ چې د څه باندې اته نیم ملیون ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات اوکراین ته لېږي. هالنډ هم ویلي چې اوکرایني ځواکونو ته د یو نیم ملیون ډالرو په ارزښت د سټنګر توغندو په شمول پوځي مهمات استوي. Читать дальше...

ننګرهار ته د هند د مرسته شوېو غنمو لومړۍ جوپه را ورسېده

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار ته د هندوستان  له ۵۰ زره ټنو مرسته شوېو غنمو لومړۍ جوپه را ورسېده.  هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره ازادي راډيو ته رسېدلې، په کې ویل شوي چې د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي ته د هندوستان ۵۰ زره ټنه مرسته شوېو غنمو څخه په لومړۍ جوپه کې ۲۵۰۰ ټنه غنم را ورسېدل چې په هېواد کې به پر بې وزله کورنيو ووېشل شي.  خبرپاڼه وایي، دا مرسته په تورخم ښارګوټي کې د پېښو پر وړاندې چمتووالي وزارت مرستيال مولوي شرف الدين ته وسپارل شوه.  مولوي شرف الدين په سیمه کې په دې اړه جوړو شوېو مراسمو کې... Читать дальше...

افغانستان کې وزلوبه؛ د لوګر لوبډلې بلخ ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د وزلوبې لیګ درېیم پړاو د سیالیو په دوام بلخ لوبډلې لوګر ته ۹-۰ ماتې ورکړه. د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، د بلخ چاپندازانو یا پهلوانانو د ښې لوبې په کولو سره لومړۍ بریا خپله کړه. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، محمد امیر پهلوان دوه او علم پهلوان، عبیدالله پهلوان او نجیب الله پهلوان هر یوه د بلخ په ګټه یو یو میدانونه وګټل. د وزلوبې درېیم پړاو لوبې تېره اوونۍ په کابل کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شو، خو تازه د بدني روزنې ریاست مسولینو ویلي، ۴ لوبډلې په سیالیو کې د برخې اخېستو په هدف نه دي حاضري شوي. Читать дальше...



افغانستان بنګله دېش سره درېیمه نړېواله یو ورځنۍ سیالي لري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې روانه اوونۍ د دوشنبې په ورځ افغانستان له بنګله دېش سره خپل درېیمه نړېواله یو ورځنۍ سیالۍ وکړي. افغانستان له دې وړاندې بنګله دېش ته دوه سیالۍ بایللې وې. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله له دې درې یو ورځنیو سیالیو وروسته له بنګله دېش سره دوه شل اوورېزې نړېوالې لوبې هم کوي چې هغه به هم د راتلونکې میلادي میاشتې په اوله او پنځمه ڼېټه وي. افغانستان د بنګله دېش خلاف د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍکې دوهمې لوبې بایللي چې د ورلډ کپ سوپرلیګ په درجه بندۍ کې شاته راغی. افغانستان... Читать дальше...

افغان کرکټر راشد خان: د پاکستان سوپرلیګ سیالیو پایلوبه کې نه لوبېږم

Pa.azadiradio.com 

د افغان کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې نوموړی به بېرته د پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره په پایلوبه کې ولوبېږي. نوموړي په خپل ټویټر نن لیکلي، ده ته ملي لوبې لومړیتوب لري او دی به له خپلې لوبډله سره وي. له دې وړاندې داسې راپورونو ورکړل شوي وو چې راشد خان بېرته 'پي. اېس.اېل' سره یوځای کېږي. ټاکل شوې چې د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ کې لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلې سبا د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه فاینل لوبه وکړي.

د افغانستان په سړو سیمو کې دولتي پوهنتونونه پیل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په سرد سېره یا یخو ولایتونو کې له شپږ میاشتني ځنډ وروسته، د نجونو او هلکانو پرمخ د پوهنتونونو تړلې دروازې پرانېستل شوې. حسیب‌الله احمدزی د کابل پوهنتون د پالیسۍ او عامه اړیکو د پوهنځي د پنځم سمسټر محصل دی. هغه تېر کال دې پوهنتون کې د داعش په برید کې ټپي شو. هغه له یوه کال تېرېدو وروسته چې لا هم بشپړ نه دی رغېدلی او په لاره د تلو پر مهال ستونزه لري، د پوهنتون د بیا پرانیستل کېدو ته خوښ دی. احمدزي زیاته کړه: "لطفاً تحصیلي او ښوونیزو بنسټونه مه سیاسي کوئ. څه ډول چې تېر کال پوهنتون... Читать дальше...

د پښتو ژبې افغان سندرغاړی او کمپوزر استاد ګلزمان مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د پښتو ژبې افغان سندرغاړی او کمپوزر استاد ګلزمان د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو. نوموړي څه دپاسه ۶۰ کاله سندرې وویلې او د نورو هنرمندانو لپاره یې سندرې جوړې کړې. د پښتو ژبې دغه پېژندل شوی سندرغاړی په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د خوست ښار د 'چینې کلا' په کلي کې زېږېدلی او د جمعې په ورځ ناوخته په کابل کې د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. د استاد ګل زمان د ورور میرمنې طاهرې ازادي راډيو سره په خبرو کې د نوموړي د مړینې پخلی وکړ: "هغه له زیات وخت راهیسې ناروغ وو، هغه د همدې ناروغۍ له امله ومړ." خو هغې په ډاګه نه کړه چې... Читать дальше...

طالبان: هڅه کوو اوکراین کې د خپلو وګړو ژوند خوندي او مصؤن ځای ته یې ولېږدوو

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې د افغان کډوالو او محصلانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي، لا کره معلومات او شمېرې نه‌شته چې په اوکراین کې څومره افغانان او محصلان مېشت دي، خو امنیت او خوندیتوب ته یې اندېښنې ډېرې دي. ممتاز رضوان نومېږي او پلازمېنه کیف کې مېشت دی. پرون یې په ټولنیزو رسنیو کې د مرګ اوازه خپره شوه، خو په خپله فیسبوک‌پاڼه یې ویډیو خپره کړه چې ژوندی او ښه دی. هغه تېره شپه د ازادي راډیو خبریال سره په مسنجر د زړه خواله کړې، د ځان د خوندیتوب ډاډ یې ورکړی، خو نن سهار یې بیا ظاهراً د انټرنیټ د نه درلودو له امله ددې راډیو پیغامونه ځواب نه کړل. Читать дальше...



کابل کې د طالبانو له لوري کور په کور تالاشیو د ځینو ښاریانو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

پر ټولنیزو رسنیو په بېلابېلو خپرو شوېو ویډیوګانو او عکسونو کې ښودل کېږی چې د طالبانو له پلټنو وروسته د کورونو وسایل ګډوډ شوي دي. په ویډیوګانو کې ادعاګانې شوي چې طالبانو د کور په کور تالاشیو منظمه روزنه نه ده لیدلې او له خلکو سره یې چلند ډېر ښه نه دی. د کابل ښار یوې اوسېدونکې چې کور ته یې طالبان د تلاشۍ لپاره ورغلي وه، د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته یې وویل چې دا او کورنۍ ډېر ویرېدلي ځکه په خبره یې د طالبانو د تلاشۍ روانه طریقه وېروونکې ده: "طالبان راغلي وه، کور یې ټول تلاشي کړ، ماشومان... Читать дальше...

نورستان میشتې خلک: دلته کمزوری انټرنیټ او ان نشتوالی لوی سرخوږی دی

Pa.azadiradio.com 

د نورستان اوسېدونکي او چارواکي دغلته د انټرنیټ له نشتوالي او کمزورتیا سر ټکوي. د نورستان مرکز پارون اوسېدونکی حمیدالله یې په اړه وايي: "دا څوومه ورځ ده چې غواړم کابل کې ملکرو ته اسناد ولېږم، په بېلابېلو دفترونو وګرځېدم خو اسناد نه شم لېږلی. دلته د افغان بیسیم، افغان ټیلي کام او سلام شبکو د نیټ سرعت کمزوری دی او روشن خو له ډېر وخت راپه دیخوا کار نه کوي. نورستاني ځوانان د نیټ کمزورتيا د بستونو له اعلان او هغو ته د اسنادو جمع کولو څخه بې خبره دي." دلته دولتي مسولین هم یادې ستونزې سره لاس او ګریوان دي. Читать дальше...

د افغانستان یو وتلی سندرغاړی استاد ګل زمان مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یو وتلی سندرغاړی او کمپوز جوړوونکی استاد ګل زمان مړ شوی.  هغه ۸۴ کلن و او له ډېره وخته له ناروغۍ کړېده.  استاد ګل زمان بېلابېلو سندرغاړو ته سلګونه سندرې کمپوز/جوړې کړي دي.   ګڼو افغان سندرغاړو له هغې ډلې فرهاد دریا، نغمې، شفیق مُرید او یو شمېر نورو په خپلو فیسبوکونو باندې د استاد ګل زمان د مړینې خبر خپور کړی او خواشیني یې ښودلې ده.

طالبان:۶میاشتو کې یو میلیون الکترونیکي تذکرې وېشل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې څه باندې یو میلیون الکترونیکي تذکرې وېشلي دي.  د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوه بیان کې دا خبره کړې ده.   د بیان له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې اوه نیم لکه تذکرې یوازې په کابل کې په خلکو وېشل شوي دي.

کابل پوهنتون کې له ۷ میاشتني ځنډ وروسته درسونه پیل شو

Pa.azadiradio.com 

کابل پوهنتون کې له ۷ میاشتو ځنډ وروسته نن شنبه (د کب ۷مه) بیا درسونه پیل کړل. د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د نوېو مقرراتو له مخې نجونې او هلکان په دوو جلا وختونو کې درسونه پر مخ وړي.  نجونې سهار وختي تر غرمې او هلکان له غرمې وروسته درسونو ته ورځي.  د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د پوهنتونو او ښوونځیو درسي بهیر وځنډول شو.   د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې روانه میاشت به هغه درسونه چې وروسته پاتې دي پر مخ یوړل شي او پسرلی به نوی سمستر پیلیږي.

امریکا افغانستان کې د سوداګرۍد پراختیا په هدف نوی جواز صادر کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو خزانې وزارت په افغانستان کې د سوداګرۍ او مالي معاملاتو د پراختیا په هدف نوی جواز صادر کړ.  دغه جواز کې چې د خزانې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول ادارې پرون صادر کړ، د افغانستان له حکومتي ادارو سره راکړه-ورکړه شامله ده.  د متحد ایالاتونو خزانې وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې پرېکړې هدف دا دی چې پر طالبانو د امریکا بندیزونه له افغانانو سره د بشري مرستو د رسولو برخه کې د هلو ځلو مخه ونه نیسي.  په بیان کې راغلي دي چې واشنګټن د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره له... Читать дальше...

روسیې د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ

Pa.azadiradio.com 

روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک د جمعې په ورځ ویټو کړ چې په کې پر اوکراین د دغه هېواد برید غندل شوی و.  وار له مخه داسې اټکل کېده چې دا پرېکړه لیک به تصویب نه شي ځکه چې روسیه د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د ویټو حق لري.  د ملګرو ملتونو یو سل او درې نوي غړي کولی شي چې وروسته بیا هم دا پرېکړه لیک وارزوي.  د امنیت شورا له پنځلس غړیو هېوادونو ۱۱ دې پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه، خو د چین، هند او متحد عربي اماراتو استازیو ممتنع رایه وکاروله.  دا پرېکړه لیک د امریکا د متحد ایالاتونو او البانیا له لورې وړاندې شوی و.

د لویدیځو اژانسونو په استناد د اوکراین د جګړې تازه  تحولات

Pa.azadiradio.com 

روسیي او اوکرایني ځواکونه د پلازمینې کیف په لمنو کې په جګړه دي.اوکرایني چارواکو د پلازمینې له استوګنو غوښتې دي چې د ښار دفاع وکړي.  اوکرایني پوځیان وایي، د کیف په اصلي عمومي لاره روسي ځواکونو پر یوه پوځي مرکز برید وکړ چې حمله یې شاته وتمبول شوه.  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکرایني پوځیانو غږ وکړ چې له چارواکو واک واخلي او د سولې خبرو ته کښیني.  د اوکراین د ولسمشر ویاند په ټولنزو رسنیو کې ویلي دي چې اوکراین او روسیه د خبرو لپاره د ځای او وخت پر ټاکلو غور کوي.  سپینې ماڼۍ ویلي، متحد... Читать дальше...

ولسمشر ولودومیر زلنسکي: اوکراین به تسلیم نه شي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي ویلي، اوکراین به تسلیم نه شي. هغه نن داسې وخت په خپل ټوېټر دا پیغام خپور کړی چې روسي ځواکونو کیف ښار محاصره کړی دی. د اوکراین ولسمشر د کیف له یوې څنډې په ویډیويي پیغام کې زیاته کړې چې په پلازمېنه کې دی او خپلې وسله به په ځمکه کېنه‌ږدي او د خپل هېواد دفاع به وکړي. هغه له پلازمېنې څخه د وتلو لپاره د متحده ایالاتو د مرستې وړاندیزونه هم رد کړي. ویل کېږي چې روسي ځواکونه په ښارونو او پوځي اډو له ډزو او هوايي بریدونو وروسته د کیف پر لور روان دي او ظاهراً هڅه کوي چې پلازمېنه له څو خواوو محاصره کړي. Читать дальше...

د امریکا له‌خوا صادر شوی جواز افغانستان کې سوداګریز فعالیتونه پراخوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت یو جواز صادر کړی چې په افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملاتو ته پراختیا ورکولی شي. د دې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول ادارې دا جواز د جمعې په ورځ خپور کړ او یوه اعلامیه کې یې ولیکل، په دې جواز کې د افغانستان له حکومتي ادارو سره راکړه ورکړه هم شامله ده. د متحده‌ایالاتو د خزانې وزارت د دې جواز موخه، له افغانانو سره مرسته، له خصوصي سکټور، نړیوالو شریکانو او متحدینو او نړیوالو خیریه موسسو سره کار کولو ته ژمنه ښودل شوې ده. په اعلامیه کې زیاته شوې: " دا جواز... Читать дальше...

ارزګان کې د شري ناروغۍ له امله د بشري ناورین وېره؛ خلک: واکسینونه دې پیل شي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې روغتیا پالان وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو د شري ناروغي زیاته شوې ده چې لامل یې ماشومانو ته د شري د واکسینونو د کمپاینونو نه موجودیت، په خلکو کې د عامه پوهاوي نه شتون او ماشومانو ته د مېندو نه پاملرنه په ګوته شوي دي. د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال ازادي راډيو ته وویل، د نور کلونو پرتله سږکال دغه ولایت کې د شري ناروغي څو برابره زیاته شوې ده. دی وايي: "یوازې د ترینکوټ ولایتي روغتون ته د ورځې له ۲۰ څخه نیولی تر ۳۰ پورې په شري ناروغي اخته ماشومان راوړل کېږي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Желдорреммаш

Уссурийский ЛРЗ расширяет форматы промышленных экскурсий на предприятие





Rss.plus
Росгвардия

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)




По «московским ценам» предлагают арендовать квартиры в Тынде в дни юбилея БАМа

В России победитель в «Камень, ножницы, бумага» получит миллион рублей

В запасе есть мощнейший козырь: эксперт предрёк неожиданный шаг Путина

В большой семье. Немец из Астрахани, ставший певцом нанайцев и чукча




ترکیې افغانستان ته نژدې زر ټنه بېړني بشري مرستې واستولې

Pa.azadiradio.com 

ترکیه افغانستان ته د نژدې زر ټنه بېړنیو بشري مرستو د لېږلو خبر ورکوي.  د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې په دې مرستو بار اورګاډی چې ۶۲ واګونونه لري، پرون له انقرې څخه وخوځېد او ټاکل شوې چې له ۴۲۰۰ کیلومتره واټن وروسته به افغانستان ته ورسېږي. د راپورونو له مخې د ترکیې په دې ۹۹۴ ټنه مرستو کې خواړه، جامې، د تودولو وسایل او روغتیايي اړتیاوې شاملې دي.  ترکي چارواکو ویلي، دا مرسته له اړو افغانانو سره د انقرې د بشري مرستو درېیمه جوپه ده.

طالبان: د ترکمنستان چارواکو ته د ټاپي پروژې امنیتي طرح سپارل شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي چې د ترکمنستان چارواکو ته یې د ټاپي پروژې د رغونې امنیتي طرح سپارلې ده.  د کورنیو چارو وزارت ویاند عاقل جان عَزام ازادي راډیو ته وویل، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازو پرون جمعه په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجراییه رییس محمد میرات امانوف سره په کتنه کې د دې طرحې په اړه خبرې وکړې: "له دوی سره د ټاپي پروژې بشپړ امنیتي پلان شریک شو. د ترکمنستان سفیر او اجراییه رییس له امنیتي پلوه ډاډ ورکړ او ویې ویل، د دې پروژې چارې نورې بشپړې شوي او په نژدې... Читать дальше...

کندز او تخار کې د ګوزڼ ضد واکسین په موقتي ډول وځنډول شو

Pa.azadiradio.com 

په کندز او تخار کې د پولیو پر واکسیناتورانو له وژونکو بریدونو وروسته د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په دې دوو ولایتونو کې د دې واکسین د کمپاین په تطبیق کې د موقتي ځنډ خبر ورکوي.  د پنجشنبې په ورځ په کندز او تخار کې په څلورو جلا پېښو کې د ۴ ښځو په ګډون ۸ واکسیناتوران ووژل شول. د عامې روغتیا د وزارت ویاند جاوېد هژیر بېګا رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې دا حملې وغندلې: "د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا عمل په کلکه غندي او د دې لپاره چې د واکسیناتورانو امنیت خوندي وي، په تخار او کندز کې... Читать дальше...

'ICRC': نړیواله ټولنه دې د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوي ته بېړنی اقدام وکړي

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه ICRC وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو شپږ میاشتې وروسته چې په پایله کې یې نړیوالو بندیزونه ولګول او د دې هېواد شتمنۍ یې کنګل کړې، د طالبانو له مشرانو سره د تعامل په برخه کې د ډېری نړیوالو مرستندویانو زړه نازړه دریځ د میلیونونه بې وسې افغانانو مصیبتونه نور هم زیات کړي دي. په یوه مفصل راپور کې چې افغانستان ته د سره صلیب د مشرتابه د پنځه ورځني سفر په پای کې پرون د ICRC پر رسمي وېبپاڼه خپور شو له نړیوالو مرستندویو ټولنو غوښتنه شوې چې د افغانستان د بشپړ سقوط د مخنیوي... Читать дальше...

پر اوکراین د روسیې یرغل؛ زرګونه اوکرایني پوځیان د کیف دفاع ته ور ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د پلازمېنې کیف درې میلیونه اوسېدونکي له درېیو شپو راهیسې هر ساعت د پېښېدونکي خطر د خبرداري اواز اوري. کیف اوس د روسیې د پوځي یرغل دفاع ته ځان چمتو کوي. زرګونه اوکرایني پوځیان چې درانه تجهیزات ورسره دي، بېګا د پلازمېنې دفاع ته ور ورسېدل. د اوکراین د دفاع وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي دي چې د پټرولي بمونو په وسیله د روسيې د پوځ یرغل شنډ کړي. د کیف ځینو برخو او هغو سیمو کې چې مهم وزارتونه او دولتي ودانۍ په کې دي پرون مازیګر او شپه ډزې اورېدل کېدې. په خارکییف او میلیتوپول ښارونو کې هم نښتې او جګړې وشوې. Читать дальше...

ای پي سویچ سټار: ایا له افغانستانه د لوېدیځ وتلو پر اوکراین یرغل ته لار هواره کړه؟

Pa.azadiradio.com 

ای پي سویچ سټار ایا له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو وتلو پر اوکراین یرغل ته لاره هواره کړه؟  دا پوښتنه د بریتانیا ای پي سویچ سټار خپرونې کړې ده. خپرونه لیکي، د بریتانیا د سلطنتي ځواک یو پخوانی قوماندان فکر کوي چې له افغانستانه د لوېدیځو هېوادونو د ځواکونو وتلو ممکن روسیه هڅولې وي چې پر اوکراین یرغل وکړي.   ډګروال ریچارډ کېمپ چې پنځلس کاله پخوا له پوځه تقاعد شوی او اوس په پوځي او امنیتي مسئلو تبصرې کوي وايي، فکر کوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به له افغانستانه د امریکا او ناټو د ځواکونو... Читать дальше...



Москва

Новости фармацевтики в России и в мире


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Музею-заповеднику "Царицыно" – 40 лет



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певец

Певцу Шарлоту продлили арест по делу о реабилитации нацизма до 24 июля




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан


WTA

Пресс-служба WTA мемом отреагировала на тяжёлую победу Свёнтек над Осакой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В большой семье. Немец из Астрахани, ставший певцом нанайцев и чукча



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России