Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Февраль
2022

Новости за 23.02.2022

لبنان وایي چې د داعش یو پلان یې خنثی کړی

Pa.azadiradio.com 

لبنان وایي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو پلان یې خنثی کړی دی چې پر شیعه و بریدونه وکړي. د لبنان د کورنیو چارو وزیر بسام مولوي نن خبري غونډې ته په بیروت کې وویل، داعش غوښتل د بیروت په جنوب کې هم مهاله درې ځان وژونکي بریدونه وکړي چې مخه یې ونیول شوه.  د بیروت جنوب د حزب الله شیعه ډلې پیاوړی مرکز دی. دا ډله له ایران سره نژدې اړیکي لري.

امریکا خپل هېواد ته د افغانستان د تاریخي او فرهنګي اثارو په لېږد بندیز لګولی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپل هېواد ته د افغانستان د ځینو مشخصو تاریخي، فرهنګي او هنري اثارو په لېږد بندیز لګولی دی.  د دې وزارت له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، دا محدویتونه یو اړخیز او د افغانستان فرهنګي اثارو د قاچاق، د امریکا بازارونو ته یې د لېږد، د چور تالان  او د ترهګرو او جنایت‌کارو ډلو له لوري د پېر او پلور د مخنیوي په موخه لګول شوي دي. دا بندیزونه او محدودیتونه تېره ورځ د امریکا د متحدو ایالاتو د ګمرکونو د ادارې او سرحدونو د ساتنې له وزارت سره په همغږۍ وضع شوي دي.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي... Читать дальше...

ګوترېش: افغانستان کې د ترهګرو ګواښ په زیاتېدو دی؛ طالبان: دا خبرې پارونکي دي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی.   د طالبانو  د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز سره کتنه کې امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې و، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ګواښ په زیاتېدو دی.  انتونیو ګوترېش روانه میاشت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا منسجم کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او زیاته کړې یې... Читать дальше...



هنرمندې او ممثلې مېرمنې: د کورونو سرپرستانې یو، طالبانو ژوند راسخت کړی

Pa.azadiradio.com 

یوه مېرمنه چې شپاړس کاله هنرمنده پاتې شوې وايي، په خپلو هنري فعالیتونو کې یې د ډېرو افغان مېرمنو د ژوند داستانونه تمثیل کړي دي: "متاسفانه نه کور لرم او نه چندان ژوند. په کرایه کور کې اوسم. همدا اوس د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍکرایه ورکوم." د دې هنرمندې خاوند ۱۱ کاله وړاندې په داسې ناروغۍ اخته شوی چې په ځای پروت دی، بچو ته ډوډۍ دا ګټي، خو شپږ میاشتې کېږي چې دندې ته نه ده ولاړه او نه هم توانیدلې لکه د پخوا په څېر خپلې کورنۍ ته پور یا سپور څه پیدا کړي. دا هنرمنده مېرمن وایي، د درې کسیزې کورنۍ ته خپلو خپلوانو هم مرسته نه ده کړې. Читать дальше...

طالبانو د اقتصادي ودې په‌پار د یوې نوې پالیسي د جوړولو اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت وايي، د نظام له بدلون وروسته د مرسته کوونکو هېوادونو په پالیسیو کې بدلون او د افغانستان د شتمني کنګل کېدلو د افغانستان په اقتصادي ودې منفي اغېز کړی.   خو د دې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل او د اقتصادي ودې لپاره یې هڅې پیل کړي دي.   د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري د چهارشنبې په ورځ(د کب ۴مه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې پالیسي جوړه کړې ده.   نوموړي وویل: "ټولنیز وضعیت... Читать дальше...

طالبانو خپل ۱۵۰۰ ځواکونه بامیان ته استولي؛ محقق: دې کار هلته خلک وېرولي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې تازه د افغانستان په شمال کې د طالبانو او د مخافو ډلو ترمنځ د جګړو د پیل په اړه اندېښنې مطرح شوي دي، تازه د طالبانو حکومت خپل ۱۵۰۰ ځواکونه بامیان ولایت ته استولي دي.   د طالبانو د دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي ازادي راډیو ته وویل، په بامیانو کې د امنیت د ټینګښت لپاره یوه نوې لوا رامنځته کېږي، نو ځکه دغه ځواکونه یاد ولایت ته استول شوي دي. نوموړی وايي: "د مشرانو د مصلحت له مخې او دغه شان د اړتیا له مخې یوه لوا د بامیان لپاره ځانګړې شوه، بامیان د یو ولایت په توګه حق لري چې یوه لوا ولري. Читать дальше...

طالبان: ډېر ژر به په ملي کچه د وزلوبۍ لیګ ۳م پړاو سیالۍ پیل شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مسولین وايي، ډېر ژر به په ملي کچه د وزلوبۍ لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شي.  د دې کمېټې د نشراتو رییس دادمحمد ناوک ازادي راډيو ته وویل، د وزلوبې د لیګ ټول تخنیکي مسایل حل شوي او په نږدې ورځو کې به پیل شي، خو نوموړی يې د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل.  ښاغلي ناوک وویل، دا لیګ به د تېر په څېر په لوړ کیفیت د ۱۶ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ په څلورو ګروپونو کې ترسره شي.  دی وايي، دا د وزلوبې د لیګ درېیم پړاو دی او د ملي ټلوېزیون له لوري به په ژوندۍ بڼه خپرې شي. Читать дальше...

اوکراین له خپلو اتباعو غوښتي دي چې روسیې ته سفر ونه کړي

Pa.azadiradio.com 

اوکراین له خپلو اتباعو غوښتي دي چې روسیې ته سفر ونه کړي او که څوک په روسیه کې وي دستي دې له دغه هېواده ووځي.  د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې نن وویل چې د اوکراین پرضد د روسیې له تیري سره ښایي کونسلي خدمات ګډوډ شي.  د روسیې د دوه زره لسم کال د احصایې له مخې په دغه هېواد کې یو میلیون او نهه لکه اوکراینیان ژوند کوي چې اکثرو یې له روسانو سره ګډې کورنۍ جوړې کړي دي.  لویدیځ وایي چې ښایي روسیه پر ټول اوکراین یرغل وکړي.



سپینه ماڼۍ: د بایډن او د هغه د روسي سیال پوتین احتمالي لیده کاته لغوه شوي

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، د امریکا او روسیې د ولسمشرانو جو بایډن او ولادیمیر پوتین احتمالي لیده کاته د اوس لپاره له اجنډا لېرې شوي دي.  ساکي که څه هم دا ونه ویل چې بایډن او پوتین به بالاخره څه وخت سره وګوري؟ خو زیاته یې کړه تر هغو به بایډن خپل روسي سیال ونه ویني چې روسیې د اوکراین له سیمو خپل پوځیان نه وي ایستلي.  له دې سره که څه هم د اوکراین او روسیې د لانجې سیاسي حل ته هیلې کمې شوي، خو جین ساکي خبریالانو ته وویل:"موږ هېڅکله د ډپلوماسۍ دروازې بشپړې نه تړو."  د دې په خبره ډپلوماټیکې... Читать дальше...

ټاکل شوې د پاکستان صدراعظم د روسیې ولسمشر سره په مسکو کې وګوري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان سبا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې وګوري.  عمران خان نن په دوه ورځني سفر مسکو ته روان دی.  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې صدراعظم عمران خان به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د منزوي کېدو او هلته د افراطیت په ګډون پر لویو سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.  دا په تېرو ۲۳ کلونو کې مسکو ته د پاکستان د یوه صدراعظم لومړی سفر دی.

ترکیه په غزني کې د دیني او عصري زده کړو دارالایتام جوړوي

Pa.azadiradio.com 

ترکيه د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ په مرکز میري کې یو عصري او مجهز دارلایتام جوړوي.  په غزني کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست مولوی حبیب الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "دغه دارلایتام د ترکي د IHH موسسې په مالي لګښټ په عصري او معیاري ډول جوړېږي چې تېره ورځ یې د بنسټ ډبره د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده او د یادې موسسې د راغلي پلاوي په لاسونو  کېښودل شوه او تعمیراتي چارې به یې ژر پیل شي."  دوی وايي، دغه مدرسه کې به په زیات شمېر یتیم او بې سرپرسته ماشومان په معیاري ډول زده کړي ترسره کوي. Читать дальше...

سور صلیب او سره میاشت: نړیوالو! افغانستان کې د کرونا مخنیوي ته بېړني اقدامات وکړئ

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون غوښتنه کړې چې نړیوال باید له افغانستان سره د کرونا د معاینې او واکسین په برخه کې بېړنۍ مرسته وکړي.  دوی په یوه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه خپره شوې ویلي، دا چاره به د کرونا وبا زیاتېدونکې پېښې کمې کړي، هغه وبا چې د دغه فدراسیون په خبره د افغانستان د روغتیا کمزوری سیسټم تر فشار لاندې را وستلی.  په اعلامیه کې د روغتیا نړیوال سازمان په حواله ویل شوي چې افغانستان کې د کرونا معاینات کافي نه دي او کوم چې کېږي هم نژدې نیمایي یې مثبت راوځي.  د سره صلیب او سرې... Читать дальше...

طالبان د کابل امنیه قوماندانۍ ته: د شپې د عملیاتو او پر چا د ډزو اجازه نه لرئ

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغه چې د طالبانو د عملیاتو، تلاشیو او نیونو پرمهال د خلکو د وژنو، شکنجو او ځورونو راپورونه زیات شول، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وزارت د کابل امنیه قوماندانۍ ته په تازه لارښود کې د شپې د عملیاتو او پرخلکو د د ډزو نه کولو امر کړی دی. د کابل امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو د حکومت ویاند خالد ځدران د دغه لارښود په اړه ازادي راډیو ته وویل، دې لارښود کې د تورنو کسانو د نیونو پر مهال د شکنجو، ځورونو او سپکاوي نه کولو هم ویل شوي دي. ځدراڼ زیاته کړه: "د ګزمې او پېرې پر مهال پر هېڅ... Читать дальше...

د کراچۍ پرلت؛ پشتین:که مو غوښتنې ونه منل شي تر اسلام اباده لاریون کوو

Pa.azadiradio.com 

په کراچۍ ښار کې د سند د اسامبلۍ مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير د راخوشې کولو لپاره د دې غورځنګ د پلویانو اعتراضیه پرلت نن په یوولسمه ورځ هم روان دی. د پي ټي اېم مشر منظور پشتين بېګا پرلت ته په وينا کې وويل، که يې غوښتنې ونه منل شوې نو د اسلام اباد پر لور به لانګ مارچ يا اوږد لاريون وکړي خو کره نېټه یې ونه ښوده. پشتین وویل: "د لانګ مارچ پيل به له يوې خبري غونډې کېږي چې په هغه کې به يوازې د علي وزير د خوشې کولو غوښتنه نه وي بلکې له چمن او کوټې واخله بيا تر سوات پورې چې د پښتنو... Читать дальше...

لویدیځو هېوادونو پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتونپالو تر ولکې لاندې سیمو ته د روسي ځواکونو له ننوتلو وروسته لویدیځو هېوادونو پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړي دي او ګواښ یې کړی چې که روسیه ګاونډی اوکراین اشغال کړي نو نور اقدامات به هم وکړي.  متحدوایالاتو، اروپايي ټولنې، کاناډا، بریتانیا، جاپان او اسټرالیا اعلان وکړ چې پر مسکو بندیزونه لګوي.  همدا راز جرمني ویلي دي چې د نارټ سټریم دوه په نوم له روسیې څخه اروپا ته د ګاز د لېږد د نل لیکې پروژه یې ځنډولې ده.  د متحدو ایالاتونو د اټکل له مخې روسیې د اوکراین... Читать дальше...

د ننګرهار مسولین: د نارنجانو له درکه ۱میلیون ۲سوه زره افغانۍ عواید راټول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار د کانال ریاست مسولین وایي، روان لمریز کال یې د نارنجانو د پلور له درکه یو میلیون ۲ سوه زره افغانۍ عواید راټول کړي دي. د کانال رئیس مولوي غلام الرحمن وايي چې په ۱۸۲ جریبه ځمکه کې د نارنجانو ونې لري او هڅه کوي چې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ له درکه عوايد لا زيات شي. د ننګرهار د کانال د مسولینو د معلوماتو پر بنست دغه شان شان سږ ال په کانال پورې اړوند شپږ زره جریبه ځمکه کې د مالټو نوي باغونه هم وکرل شول. د ننګرهار مالټې چې په وروستیو کې یې د افغانستان په کچه شهرت پیدا کړی ډېر مینه وال لري.

کابل ښاروالۍ: عوایدو کې ۴ سوه میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

د کابل د ښاروالۍ مسولین وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې په تېرو ۵ میاشتو کې له دوو میلیارډو افغانیو ډېر عواید راټول کړي دي. د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزي نن ازادي راډيو ته وویل، د عوایدو په دې کچه کې د تېرکال د همدې مودې پرتله ۴ سوه میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی. نوموړی وايي چې دا عواید ډېری يې، د جایدادونو د کرایو او صفایۍ او د جوازونو د وېش له درکه راټول شوي دي. که څه هم ښاغلي بارکزي د تېرکال د عوایدو د اندازې په اړه څه ونه ویل، خو ادعا يې وکړه چې د عوایدو د زیاتوالي... Читать дальше...

امریکا له افغانستانه د ځینې فرهنګي اثارو پر وارداتو بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د یو شمېر فرهنګي اثارو پر وارداتو بندیز ولګاوه. د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون سې شنبه(د کب ۳مه) یې خپور کړ د دې علت دا وباله چې د افغانستان د فرهنګي اثارو د قاچاق، د هغوی د لوټ تالان او د جنایتکارو ډلو او ترهګرو له لوري د دغو اثارو د پېر او پلور مخه ونیول شي. دا بندیز د سې شنبې په ورځ د امریکا د سرحداتو د ساتنې د وزارت او د ګمروکونو د ادارې په همغږۍ ولګول شو. د افغانستان د ملي موزیم اثار د نویمې میلادي... Читать дальше...

د یوناما مشرې ډیبرالاینز د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د یوناما مشرې ډیبرالاینز په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.   یوناما په ټویټر کې څرګندوي چې دا لیدنه کتنه د افغانستان په اړه د امنیت شورا تر راتلونکې غونډې مخکې شوې ده، خو یوناما د دې غونډې نېټه نه ده اعلان کړې. یوناما ویلي دي چې اغلې لاینز له امیرخان متقي سره د بشري مرستو، د اقتصادي پرمختګ مخې ته د پرتو خنډونو او ښوونځیو ته د ټولو نجونو او هلکانو د بیا ورتګ پر تیاریو خبرې کړې دي.


Музыкальные новости
Рихард Вагнер

Вагнера ничем не испортишь: «Летучий голландец» в «Зарядье»





Rss.plus
#123ru.net

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о цифровизации бизнеса




Художника-фронтовика наградили медалью «За заслуги перед Владимирской областью»

"Значимое подспорье": Госдума приняла закон о продлении на семь лет выплат многодетным семьям на погашение ипотеки

Mash: посла Зимбабве в РФ Мутинири госпитализировали с подозрением на инсульт

Первый в этом году «День соседа» прошел в Королеве




د سره صلیب کمېټه: افغانستان کې بشري مرستو ته ۳۰سلنه اړتیا زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي دي چې په افغانستان کې د تېر کال پرتله بشري مرستو ته دېرش په سلو کې اړتیا زیاته شوې ده. سره صلیب پرون په خپل ټویټر کې ولیکل چې د اوس لپاره په افغانستان کې ۲۴اعشاریه څلور میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې دا تر پروسږکال دیرش فیصده زیاتوالی ښیي.

شمالي سالنګ کې د یوه مسافر وړونکي بس د ټکر له امله ۳۰ تنه ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

په شمالي سالنګ کې د یوه مسافر وړونکي بس د ټکر له امله په لسګونو کسان ژوبل شوي دي. د 'چوګګ' په سیمه کې  پرون له ماسپښین وروسته دا بس له یوې ولاړې لارۍ سره ټکرشو چې لږ تر لږه دیرش تنه ټپیان شول.  ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

متقي: طالب حکومت نه غواړي افغانستان د لویو ځواکمنو د سیالۍ ډګر وي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ازبیکستان له یوه پلاوي سره د لېدو پر مهال وویل، د دوی حکومت نه غواړي چې افغانستان د لویو ځواکمنو د سیالۍ ډګر وي. امیرخان متقي زیاته کړه، د دوی پالیسي  اقتصاد محوره ده او غواړي چې افغانستان د اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال په مرکز بدل کړي. د ازبیکستان د صدراعظم له مرستیال سردار عمر زاکوف سره پرون په ارګ کې د طالبانو رییس الوزرا، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نورو چارواکو وکتل.

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ لوبه پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن د کابل په وخت د سهار نهه نیمې بجې د بنګله دېش په چیتاګانګ کې د افغانستان او د کوربه هېواد د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شي. د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مشر فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبډلې د دې لوبو لپاره ښه چمتوالی نیولی دی: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره د پنځوس اوورېزو لوبو لړۍ پیل کړي، د افغانستان کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو لپاره په قطر کې تمریناتي کمپ ترسره کړ او له څو ورځو راهیسې په بنګله دېش کې دې لوبغاړو په تمریناتو کې برخه اخیستې... Читать дальше...

ملګري ملتونه: هیله من یو چې د اوکراین لانجه په خبرو حل شي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه لا هم هیله من دي چې د اوکراین لانجه به د خبرو له لارې حل شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوچارېک پرون سې شنبه (د کب ۳مه) په نیویارک کې وویل، که جګړه وشي ناورین به رامنځته شي. دوجارک زیاته کړه، ټاکل شوې وه د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې له مهالوېش سره سم د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړي چې تراوسه دا مذاکرات نه دي لغوه شوي او هیله ده چې ترسره شي. وروسته تردې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین ختیځ... Читать дальше...

د اوکراین کړکېچ؛ بایډن اروپا ته د نورو امریکایي ځواکونو د لېږلو اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د متحد ایالاتونو ولسمشر په بالتیک کې د ډېرو ځواکونو د دېره کېدو خبر ورکوي چې د ناټو د متحدانو ساتنه وکړي. جوبایډن تېرماښام د دې اعلان ترڅنګ دا خبره هم وکړه چې د روسیې له لوري هر پوځي تحرک ته به امریکا او متحدان یې په ګډه ځواب ورکړي: "د امریکا د متحد ایالاتونو، متحدانو او شریکانو دروازې به د ډپلوماسۍ لپاره پرانېستې وي، په دې شرط چې جدي وي. د روسیې د خبرو له مخې نه، د هڅو له مخې یې قضاوت کوو. ګورو چې روسیه په راتلونکي کې څه کوي؟ هغې ته به په ګډه، ښکاره او ځپونکی ځواب ورکړو." ولسمشر بایډن زیاته... Читать дальше...



Москва

На Мальдивы – без лишних трат


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Трасса Солнцево — Бутово — Варшавское шоссе будет готова в 2026 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Трансляцию концертов оркестра Бутмана в Китае посмотрели более 50 млн человек




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»


Андрей Рублёв

Теннисист Рублев объяснил, почему проиграл сет в первом круге "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Новости 24 часа

Компании Группы "Интеррос" взяли ряд наград премии FINAWARD



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России