Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Февраль
2022

Новости за 06.02.2022

د سالنګ لویه لار یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شړه

Pa.azadiradio.com 

د درنو واورو اورېدو له کبله د سالنګ لویه لار یو وار بیا د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.   د دغې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مشر، عبدالله عبید نن ازادۍ راډیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل، د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره لار د یکشنبې د سهار ۹ بجې د ټولو موټرو پرمخ وتړل شوه. عبدالله عبید وایي:" دا مهال دغه لویه لار د ټولو وسایطو پرمخ تړل شوې ده. اټکل دا دی چې دغه وضعیت به دوام کوي. د لارې د پرانیستلو امکان دا مهال نه شته. هغه هېوادوال چې د سالنګ په دواړو غاړو کې راګیر پاتې دي، له دوی هیله کوو، چې په... Читать дальше...

روسیه کې د کرونا ویروس بې‌ساری لوړ شمېر ثبت شو

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د کرونا ویروس بې ساری لوړ شمېر ثبت شوی چې په ۲۴ ساعتونو کې یولک او ۸۰ زره او ۷۱ دي.   مثبتې پېښې په داسې حال کې زیاتې شوي چې تېره میاشت د کرونا ویروس اومېکرون بڼه د روسیې ټولو برخو ته خپره شوه.   په روسیه کې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره ګمارل شوې ډلې دغه ارقام نن یکشنبه خپاره کړې چې د پرون پرتله ۲۸۰۰ زیاتوالی په کې راغلی.  که څه هم د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی، خو په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مړینو شمېر یو څه کم شوی دی.   د مړینو شمېر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶۱ و، حال دا چې تر دې یوه ورځ مخکې دغه شمېر ۷۹۶ ثبت شوی دی. Читать дальше...

د روسیې د خبرداري په اړه د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د مشر غبرګون

Pa.azadiradio.com 

د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو مشر جیمي فلای ویلي، ازادي راډیو په هېڅ صورت کریملین ته اجازه نه ورکوي چې د دې راډیو د پالیسۍ لپاره پرېکړه وکړي.  ښاغلي فلای دا غبرګون وروسته تر دې څرګند کړ چې د روسیې د رسنیزو چارو د تنظیم دولتي ادارې (روسکوم ندزور) ګواښ وکړ چې د ازادۍ راډيو ۸ وېب پاڼې به بندې کړي.  د دغې ادارې نېوکه د ازادۍ راډيو د وېب پاڼو په هغو راپورونو ده چې روسیه کې د اداري فساد په اړه شوي دي.  دوی ویلي، که د ازادې اروپا راډیو په روسیه کې د اداري فساد د څېړنو په اړه خپل راپورونه له وېب پاڼو لیرې نه کړي، وېب پاڼې به یې بندې کړي. Читать дальше...



په کابل کې د یو شمېر بلوڅ استوګنو د بندي کولو ادعا؛ طالبان یې په اړه چوپ دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو شمېر بلوڅ استوګن ادعا کوي چې طالبانو یې پر کورونو چاپې وهلي او تر پنځلس زیات کسان یې له ځان سره بیولي دي. شاه بي بي وایي درې زامن یې طالبانو له ځان سره بیولي دي. دا مېرمن وایي د پاکستان د استخباراتو د ظلمونو له امله اړ شوي چې افغانستان ته پناه راوړي، خو په خبره یې اوس طالبان یې د پاکستان په خوښه ارام ژوند ته نه پرېږدي. شاه بي بي وایي:" پاکستان پر موږ ظلمونه وکړل، زموږ مشران او کوچني ماشومان یې ووژل نو موږ د خپل امنیت لپاره دلته پناه راوړې او په کډوالۍ کې ژوند کوو، اوس دلته طالبانو... Читать дальше...

د ۲۰۲۲ د افغانستان د اتلانو لیګ کلبونو ته رسمي جوازونه ورکړل شول

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۲کال د افغانستان د اتلانو لیګ کلبونو ته رسمي جوازونه ورکړل شول.  د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې نن د یو لړ مراسمو په لړ کې د فوټبال ۱۲ کلبونو ته د افغانستان د اتلانو په لیګ کې د ګډون رسمي جوازونه ورکړل شول.   د سرپل خدیم، د کابل استقلال، د هرات سرخ پوشان، د فراه ابو مسلم، د هلمند عصمت لغماني، د پروان جبل السراج، د تخار موج ساحل، د خوست اتلانو کلوب، د کندهار عینو مېنې، د لغمان ځوانان، د فاریاب خراسان او د کندز جوانان واحد د فوټبال هغه لوبډلې دي چې نن یې په رسمي... Читать дальше...

د یوه جوګي ادعا: د کابل ۴ ناحیې ځینې مسؤلان د وکیل په توګه د فعالیت اجازه نه راکوي

Pa.azadiradio.com 

محمد صابر مظفری چې ځان په کابل کې د جوګي قوم استازی معرفي کوي، هغه اسناد یي له ازادی راډیو سره شریک کړي چې ښیي، کابل ښاروالې هغه د ۱۳۹۸ کال په عقرب میاشت کې د یوه مکتوب له مخې د کابل څلورمی ناحیی د چمن سیمې د وکیل په توګه معرفي کړی، خو د ښاغلي مظفري په باور د کابل څلورمې ناحیې ځینې مسؤلان د جوګي قوم په وړاندې د تعصب له امله ده ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. ښاغلی مظفري وایي چې یوازي د کرونا له امله د کرنتین په مهال د وچې ډوډۍ د وېشلو په وخت کې هغه ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه او بس. ده ازادي راډیو... Читать дальше...

د سرپل طالب چارواکي: ۴ کسان د ښځو د عکس او ویډیو اخیستو په تور نیول شوي 

Pa.azadiradio.com 

په سرپل ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، څلور کسان د ښځو د عکس او ویډیو اخیستو په تور نیول شوي دي.   د سرپل لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال،  شېر احمد مرصاد نن یکشنبې ازادۍ راډیو ته وویل، دغه څلور کسان چې د یوه رستورانت کارکوونکي دي، د کشفي او امنیتي ارګانونو له خوا د ښځو او نجونو د عکسونو او فلمونو اخیستو له کبله نیول شوي دي.   ښاغلی مرصاد وايي نیول شویو کسانو چې د رستورانت مشر هم په کې شامل دی، په پټه یې د خپل رستورانت له ښځینه برخې د مراجعینو په پټه عکسونه اخیستل او ویډیوګانې ثبتولې.... Читать дальше...

عمران خان: پاکستان او چین دې د افغانستان سولې او ثبات کې همکاري وکړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې پاکستان او چین باید په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختیا لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.   د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، عمران خان پرون له خپل چینايي سیال، لي که­چیانګ سره د چین په پلازمېنه پېکینګ کې وکتل.   عمران خان پرون د ازبکستان له ولسمشر، شوکت میرضیایف سره هم په پېکینګ کې د المپیک د ژمنیو لوبو د پرانیستې مراسمو په څنډه کې کتلي وو.  تر اوسه یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ګڼو سازمانونو او هېوادونو ویلي، پر دې غور کوي چې له افغانستان سره بشري مرستې دوام وکړي.



یو اېن اېچ سي ار: په افغانستان کې ۲۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنرۍ (UNHCR) وايي، په افغانستان کې ۲۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.   دغه سازمان نن په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، دا مهال چې په افغانستان کې سخت ژمی دی، ګڼې کورنۍ د ځانونو تودولو لپاره له کثافاتو ټول شوي پلاستیکونه او نور توکي سوځوي.  د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ویلي، دوی تر ټولو اړو کسانو ته خپلې مرستې رسوي.

ملګري ملتونو: شمالي کوریا د اټومي او بالیستیک توغندیو جوړولو ته دوام ورکړی 

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو متخصصانو په یوه راپور کې ویلي چې شمالي کوریا د اټومي او بالیستیک توغندیو جوړولو ته دوام ورکړی دی.   دوی په خبره، شمالي کوریا د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پر خلاف، خپل د اټومي موادو د تولید ظرفیت هم زیات کړی دی.   د ملګرو ملتونو متخصصانو د خپل یوه مهم راپور په لنډیز کې چې اسوشېټېډ پرېس اژانس وايي د شنبې ناوخته یې ترلاسه کړی ویلي، په جنورۍ میاشت کې د شمالي کوریا له خوا د نویو، لنډ واټنه او احتمالاً منځ واټنه میزایلو د ازمویلو بهېر «د پام وړ چټک» روان و چې هم د بالیستیک توغندیو له... Читать дальше...

په مراکش کې د وړوکي ماشوم د ژغورلو هڅې پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د رایان اورام په نوم ماشوم چې د پنځو کلونو دی، د پنځو ورځو لپاره د چیف­چاوین سیمې د اغران کلي په څاه کې پاتې و. دغه ماشوم تېره سې شنبه څاه ته ولوېد چې د مراکش په ټول شمال کې د ژغورنې د پراخو هڅو سبب شو.   د ژغورنې د هڅو پر مهال هم په ساحه کې په سلګونو کسان راغونډ شوي وو او د مراکش تر څنګ د نړۍ په نورو برخو کې هم په ټولنیزو شبکو کې هم د رایان وژغورئ په نوم هشتګ ډېر لاس په لاس کېده. دوی د ماشوم خوندیتوب ته اندېښمن وو.   اوس په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو تصاویرو کې د پېښې په ساحه کې د دغه ماشوم مړی لېدل کېږي، چې تازه له څاه اېستل شوی دی.

په بدخشان کې د شري یا سرخکانو لوړ شمېر؛ په تېرو دوه میاشتو کې ۷۰ ماشومان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان ولایت کې له شري یا سرخان سره لاس او ګریوان ماشومان.   بدخشان کې د طالبانو حکومت د سیمه ییزو چارواکو په خبره له تېرو ۲ میاشتو راپدېخوا د شري ناروغۍ له امله ۷۴ ماشومان په کوف اب ، دروازها او کوهستان راغ ها ولسوالیو کې مړه شوي دي.  په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د خپرونو او رسنیو مسؤل، معزالدین احمدي ازادی راډیو ته وویل:" شري په بدخشان کې د څه د پاسه ۷۰ماشومانو ژوند یې اخیستی، دغه ناروغۍ تر ډېره په کوف اب،دروازها او کوهستان راغ ها ولسوالیو کې خپره شوې ده او په ډېر سرعت سره دوام لري.موږ... Читать дальше...

د لتا منګېشکر له مړینې وروسته د هند حکومت دوه ورځنی عمومي ویر اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

د لتا منګېشتر له مړینې وروسته د هند حکومت دوه ورځنی عمومي ویر اعلان کړی دی. هند د موسیقۍ نوموتې سندرغاړې لتا منګېشکې په 'کووېډ-۱۹' اخته کېدو له امله نن سهار د ممبۍ په یوه روغتون کې د ۹۲ کلنو په عمر ساه ورکړه. لتا خپله لومړنۍ سندره په ۱۹۴۹ یعني نږدې ۷۳ کاله مخکې ثبت کړه او د څلورو نسلونو لپاره یې سندرې وویلې.  نوموړي د بالیوډ په ډګر کې له سپین او تور فلمونو نیولې تر رنګه فلمونو پورې مشهورې سندرې خلکو ته وړاندې کړې او ۳۰ زره سندرې یې خپلو مینه والو ته پرېښودې. لتا منګېشکر په ۱۹۲۹ کال کې د هند... Читать дальше...

تېل پلورونکي: د افغانیو د بیې لوړېدړ د تېلو او ګازو په بیو کم تاثیر کړی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د تېلو پلورونکي وايي، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیې پورته کېدو د تېلو او ګازو په بیو ډېر کم تاثیر کړی دی.   د حاجي سید په نوم په کابل کې د تېلو د ټانک یوه درلودونکي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت له لوړېدلو سره نن یو لیتر پترول ۷۳ افغانۍ، ډیزل ۷۳ افغانۍ او ګاز ۸۲ افغانۍ پلورل کېږي.   نوموړی وايي، که څه هم تېل پلورونکي تېل په ډالرو اخلي، خو د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت را ټېټېدلو د نفتي موادو په بیو ښه تاثیر درلود.   د حاجي سید په وینا له... Читать дальше...

د ملکي هوایي چلند اداره: د افغانستان په فضا کې د ورځې نږدې ۸۰ الوتنې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د ورځې له ۷۰ تر ۸۰ عبوري الوتنې د افغانستان په فضا کې کېږي.   د دې ادارې ویاند امام الدین احمدي نن ازادي راډيو ته وویل، هره الوتنه چې د افغانستان په فضا کې کېږي، ۷۲۰ ډالر حق العبور دې هېواد ته ورکوي چې له دې درکه هر کال افغانستان ۶۵ ملیونه ډالره عاید راټولوي.   ښاغلی احمدي وايي، د دې ترڅنګ د ورځې له ۱۵ تر ۲۵ الوتنې د کابل له هوايي ډګره هم کېږي چې په دې ۲ یا ۳ یې داخلي الوتنې وي.   نوموړی وايي، ډېرې بهرنۍ الوتنې چین، پاکستان، ترکیې، دوبۍ او قطر هېوادونو ته کېږي. Читать дальше...

د ننګرهار او کندهار پوهنتنونو ځینې محصلانې: د خپل راتلونکې لپاره د ناهیلۍ احساس لرو

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار او کندهار پوهنتنونو یو شمېر نجونې محصلانې چې په تېرو څو ورځو کې پوهنتون ته ورغلې وايي، پوهنتونونو کې وضع شویو محدودیتونو راتلونکې ته ناهیلې کړي. نېږدې پنځه ورځې کېږي چې په شپږو ګرمسیرو ولایتونو کې تازه تحصیلي کال او پوهنتونونه پیل شوي دي. د هلکانو سربېره ظاهراً نجونې محصلانې هم د نورو کلنو په څېر پوهنتون د تلو اجازه لري خو په ډېر توپیر. خدیجه عزیزي چې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د درېیم کال محصله ده وايي، د هلکانو او نجونو ټولګي او د د زده کړو وخت سره بېل شوی دی خو استادان بیا ټول نارینه دي. Читать дальше...

سیګار: طالبان ښوونیز نصاب بدلوي، هنر، مدني زده‌کړې او کلتور د تدریس سره مخالفت دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي اداره "سیګار" وايي، د طالبانو حکومت پتیلې چې په ښوونیز نصاب کې بدلون راولي. سیګار د دې ادعا د اثبات لپاره د طالبانو د ښوونې او روزنې کمېسیون هغه ارزونه را اخیستي چې ټول نصاب یې ارزولی او خپل وړاندیزونه یې په یوه راپور کې وړاندې کړي دي. سیګار لیکي، دې کمېسیون په ښوونځیو کې د یو شمېر کتابونو لکه هنرونه، مدني زده‌کړې او کلتور د تدریس سره مخالفت ښودلی. د سیګار له قوله په دې کتابونو کې د ټاکنو، اساسي قانون، ډیموکراسۍ، بشري حقونو، موسیقۍ او یو... Читать дальше...

د روسیې ګواښ؛ د ازادې اروپا راډیو/ازادۍ راډیو ۸ وېب پاڼې بندوو

Pa.azadiradio.com 

روسېې ګواښ کړی چې د ازادې اروپا راډیو/ازادۍ راډیو اته وېب پاڼې بندوي.  دغه وېب پاڼې د روسیې، اوکراین او مرکزي اسیا لپاره خپرونې لري.  د روسیې د رسنیزو چارو د تنظیم دولتي ادارې ویلي، که د ازادې اروپا راډیو په روسیه کې د اداري فساد د څېړنو په اړه خپل راپورونه له وېب پاڼو لیرې نه کړي، وېب پاڼې به یې بندې کړي.  د فساد دا څېړنې د کریملین د سرسخته منتقد الکسي ناوالني د موسسې له خوا کېږي، خپله ناوالني اوس زنداني دی.

د ګاز او نفتو دولتي شرکت: د خلکو تر دروازو ګاز په ارزانه بیه رسوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ګاز او نفتو دولتي شرکت ویلي چې له دې وروسته به د کابل د اوسېدونکو د دروازو شاته مایع ګاز په ارزانه بیه ور رسوي.  د یاد شرکت د دغې پرېکړې خبر پرون ماښام د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړ.  کریمي ویلي، د کابل د ۲۲ ناحیو اوسېدونکي به د یوه ځانګړي مهال وېش له مخې له دولتي شرکت نه یوه کیلو ګاز په ۷۰ افغانیو اخلي.  دوی وایي چې دغه اقدام د سون توکو د لوړو بیو د راکمولو په هدف کوي.  افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د یو کیلو مایع ګازو بیه شااوخوا سلو افغانیو ته پورته شوې ده.


Музыкальные новости
Певица

Певица Валерия и Иосиф Пригожин улетели из России в Турцию





Rss.plus
#123ru.net

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.




Секрет долгожителей Азии раскрыт: гастроэнтеролог Садыков рассказал о пользе красного риса

В Москве значительно увеличат число операций по удалению атеросклеротических бляшек

Более 250 детей поучаствовали в масс-старте на беговелах и самокатах в Раменском

Более 30 куб метров мусора собрали общественники в Богородском округе




طالبان: د هوایي ځواک ۵ پيلوټان بېرته افغانستان ته ستانه شوي 

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وایي، د هوایي ځواکونو پخواني پنځه پيلوټان له بهره بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.  دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغو پیلوټانو انځورونه هم خپاره کړي چې د طالبانو د دفاع له سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد سره ولاړ دي.  په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دغه پیلوټان له کوم هېواده بېرته افغانستان ته ستانه شوي، خو زیاته شوې چې د مسؤلینو په هڅونه دا کار شوی دی.  د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، هڅې روانې دي چې د ملي دفاع وزارت ټول کدرونه او  مسلکي  پرسونل چې له هېواده وتلي، بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د جوبایډن له پریکړې سره سم اروپا ته د امریکایي پوځیانو د رسېدلو لړۍ پيل شوه

Pa.azadiradio.com 

پولنډي رسنیو ویلي چې پرون شنبه د امریکا یوه ډله پوځیان دغه هېواد ته رسیدلي دي.  دا چاره داسې مهال ترسره کېږي چې د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې د لسګونه زره پوځیانو ځای پر ځای کېدو لوېدیځ قدرتونه اندېښمن کړي او داسې وېره لري چې ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي.  امریکایي پوځیان د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې پولنډ ته رسیدلي دي.  بایډن څو ورځې وړاندې جرمني او پولنډ ته د دوه زره سرتیرو استول تصویب کړل.  بایډن دغه راز لارښوونه وکړه چې د امریکا زر تنه سرتېري چې په جرمني کې مېشت دي، باید رومانیا ته ولاړ شي. Читать дальше...

له نړیوالو د مرستو غوښتنه؛ د 'کووېډ-۱۹، ۳۷ مرکزونو له ډلې د ۳۲ فعالیت درېدلی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د هغو ۳۷ روغتیایي مرکزونو له ډلې ۳۲ هغه له فعالیته غورځیدلي چې نړیوال بانک یې تر ۲۰۲۴کال پورې د تمویل مسؤلیت منلی و.  دا روغتونونه د افغانستان د تېر دولت په وخت کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې لپاره جوړ شوي وو.  د عامې روغتیا وزارت د خدماتو د وړاندې کولو معین ډاکټر عبدالباري عمر وایي، دا مهال یوازې کابل کې افغان جاپان او ننګرهار، هرات، کندهار او هلمند کې د کرونا د درملنې مرکزونه فعاله دي.  ښاغلي عمر ازادۍ راډیو ته وویل، که مالي مرستې ور ونه رسیږي، دغه روغتیایي مرکزونه هم ممکن وتړل شي. Читать дальше...

د ترکیې د سرې میاشتې ټولنه: افغانستان ته ۱۲ نیم سوه ټنه مرسته لېږو 

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د سرې میاشتې مشر کریم کنیک چې د سرې میاشتې نړیوال فدراسیون مرستیال هم دی، د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان په سفر بوخت دی. کنیک پرون شنبه کابل کې بېلابېل لېده کاته درلودل او خبریالانو ته یې وویل چې ټولنه به یې ژر افغانستان ته د لس ملیونه ډالرو په ارزښت بشري مرسته واستوي. طالبانو پرون ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ترکیې د سرې میاشتې دغه پلاوي د رئیس الوزرا له مرستی عبدالسلام حنفي سره هم کتلي او ډاډ یې ورکړی چې تر یوې میاشتې به یې ۱۲ نیم سوه ټنه بشري مرسته افغانستان ته رارسیږي. ... Читать дальше...

د ډالرو پر وړاندي د افغانۍ لوړېدل؛ طالبان: د لومړنیو توکو بیې کنټرولوو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وایي، افغانستان ته د ډالرو په لېږد کې زیاتوالی او پر بانکي سیستم د بندیزونو کموالی هغه لاملونه دي چې له مخې یې د ډالرو په وړاندې د افغانۍ بیه ختلې ده.  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم کره ارقام په ګوته نه کړل، خو ازادۍ راډیو ته یې وویل چې هره اوونۍ زیات شمېر ډالر افغانستان ته رسیږي.  ښاغلی مجاهد وایي، له دې سره سره لا هم افغانستان کې د ډالرو کموالی محسوس دی، خو په خبره یې نږدې راتلونکې کې ممکن دا تشه ډکه شي.  د ډالرو د بیو له لوړوالي سره افغانستان کې د توکو بیې وختلې،... Читать дальше...

ټربیون: د طالبانو د واکمنۍ ۶ میاشتې اوړي، خو لاهم وضعیت غیر یقیني دی

Pa.azadiradio.com 

ټربیون هندۍ ورځپاڼې ټربیون په خپله پرونۍ ګڼه کې د ملګرو ملتونو پر هغه راپور لیکنه خپره کړې چې په افغانستان روان بشري وضعیت په کې ناوړه بلل شوی دی.   د لیکنې په پیل کې راغلي، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نږدې شپږ میاشتې اوړي، خو لا هم وضعیت غیریقیني دی.   لیکوال د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې ورځې راپور ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي، که څه هم طالبان هڅه کوي خپل حکومت سرپرست حکومت وښيي، خو تر اوسه یې حکومتوالي هغسې نه ده چې په ټوله معنی قومي، سیاسي او جغرافیوي رنګارنګي په کې ولیدل شي. Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: фонд музея "Царицыно" собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алсу

Mash: на виллу певицы Алсу в Крыму за 800 миллионов рублей нашелся покупатель




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Ролан Гаррос

Арина Соболенко повторила уникальное достижение Азаренко на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России