Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Март
2022
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

Новости за 04.03.2022

د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شین وارن ومړ

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شین وارن د زړه د حملې له امله ومړ. نوموړي ۵۲ کاله عمر درلود چې نن د تایلنډ په کوساموي ښار کې یې ساه ورکړه.  د کرکټ د مشورې وېب پاڼې کرک اېنفو د راپور پر بنسټ نوموړی په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د اسټرالیا لپاره لومړنۍ ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبه وکړه، وروسته د پنځوس اورېزه لوبو لپاره هم وټاکل شو او ان تر ۲۰۰۷ میلادي کاله يې نړیوال کرکټ وکړو.  شین وارن په خپل وخت کې د اسټرالیا مهم ورو توپ اچونکی بلل کېده چې په ښي لاس يې لیګ بریک ګوګلي توپ اچونه کوله.  نوموړي په ۱۴۵... Читать дальше...

د پکتیا ډنډ پټان کې بمي چاودنې ۳ ولسي وګړي وژلي او ۲۰ یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د مارچ په ۴مه د جمعې لمانځه وروسته د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ د څېړی کڅ د خروټو کلي  د سپین جومات شاته چاودنه شوې چې ۳ ولسي وګړي په کې وژل شوي  او۲۰ تنه نور  ټپیان شوي دي. ځايي اوسیدونکي وايي، د پېښې یو شمېر ټپيان د درملنې لپاره د څمکنیو ولسوالۍ، ځینې هم د پکتیا مرکز ګردېز ولایتي روغتون او یو شمېر نور د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لیږدول شوي دي. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي خالقیار احمدزي ازادي راډیو ته پېښه تائید کړه او ويې ویل چې د چاودنې په اړه د اړوندو کشفي او امنیتي ادارو له خوا پلټنې پیل شوي دي. Читать дальше...

د پېښور یوه جومات کې چاودنې له ۵۰ زیات کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

په پېښور ښار کې په یوه جومات کې چاودنه شوې ده چې په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون ویاند وايي، پېښه کې د وژل شوېو شمېر ۵۶ ته رسېدلی دی او ۱۹۴ کسان ژوبل دي. محمد عاصم د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، په ټپیانو کې د شپږو کسانو روغتیايي حالت خراب دی. تردې مخکې، د روغتون بلې ویاندې ناهید جهانګیر ویلي و، چارواکو په روغتون کې بیړنی حالت اعلان کړی دی. د خېبرپښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف هم تایید کړه چې حمله کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو وېره شته. Читать дальше...



د داعش د خراسان څانګې یو پخوانی مهم غړی'مسلم دوست' طالبانو سره یوځای شو

Pa.azadiradio.com 

د داعش د خراسان څانګې یو پخوانی مهم غړی نن (جمعه د کب په ۱۳مه) د ننګرهار د استخباراتو په ریاست کې په جوړو شوېو مراسمو کې راڅرګند شو او له ځایي طالب چارواکو سره یې خپل بیعت اعلان کړ. د داعش د خراسان څانګې دغه مهم غړی عبدالرحیم مسلم دوست نومېږي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې له ظهور سره سم ورسره یوځای شو خو د نوموړي په خبره، په همغه لومړنیو وختونو کې ترې بېرته جدا شوی و. مسلم دوست نن په همدې اړه په جوړو شوېو مراسمو کې له داعش سره د یوځای کېدو لامل د افغانستان او اسلام څخه دفاع، خو... Читать дальше...

افغانه ژورنالېسته زهرا جویا، د ټایم مجلې د ۲۰۲۲م د ۱۲ښځو نوم‌لړ کې راغلې

Pa.azadiradio.com 

د لندن د ټایم مجلې د پنجشنبې په ورځ، د ۲۰۲۲ کال د ۱۲ هغو ښځو نومونه خپره کړل چې د برابرۍ لپاره یې هڅې کړي دي. زهرا جویا، افغان ژورنالېسته او د "رخشانې" په نوم د یوې رسنۍ موسسه ده چې د ښځو په تړاو فعالیت کوی. د دې نوم هم د دې ۱۲ ښځو په نوملړ کې راغلی. مېرمن جویا چې افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته، لندن ته پناه وړې وایي، د طالبانو د لومړي حاکمیت په دوره کې د دې له امله چې نجونو د زده کړو او ښوونځي ته د تګ اجازه نه درلوده، د هلکانو جامه کې ښوونځي ته تلې او زده کړې یې کړي دي. هغه چې... Читать дальше...

کونړ کې د وژل شوي ځوان کورنۍد پېښې عاملینو ته ' سخته'سزا غواړي

Pa.azadiradio.com 

په ختیځ ولایت کونړ کې د هغه زلمي جنازه د سلګونه کونړیانو په برخې اخیستنې ترسره شوه چې تېره ورځ د خپل ورور د واده له مراسمو وروسته د سیمه ییزو طالبانو په ډزو وژل شوي وو. دی نن دوه بجې د کونړ د مرکز اسعد اباد د دم کلي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. قاري یاسین چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکی و، تېره ورځ د کونړ د شیګل ولسوالۍ ته په لاره د سیمه ییزو طالبانو له لوري په ډزو اول ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه. د کورنۍ غړي يې وايي، تېره ورځ يې د مشر ورور د واده له مراسمو وروسته غوښتل... Читать дальше...

طالبان: د 'نوروز' نمانځنه د شریعت خلاف عمل دی، په اړه یې لا پرېکړه نه‌ده شوې

Pa.azadiradio.com 

۷۵ کلنه نفس جان د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په دوره کې د نوروز د نمانځنې کیسه کوي، نوموړې چې  خپل ټول عمر یې په پلازمېنه کابل کې تېر کړی، دا په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان د تاریخي پېښو او بدلونونو شاهده ده.  نفس جان وایي، که څه هم نوروز د افغانستان له پخوانیو جشنونو څخه دی، خو طالبانو په خپله واکمنۍ دا جشن له سترګو غورځولی دی: "نوی کال به مو نمانځه، شاه شهید او باغ بابر ته به تلو، خواړه مو ځان سره یوړل، د مبارکۍ لپاره به د خپلوانو کره ورتلو، خو چې لومړۍ دوره کې طالبان راغلل اجازه به یې نه ورکوله... Читать дальше...

هرات کې طالب چارواکو له نیول شوېو نشه يي توکو یوازې شراب له منځه وړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې هرات کې دومره ډېر شراب له منځه وړل کېږي چې نور نشه يي مواد په کې نشته. د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر ملاحیات الله روحاني وايي، د دوی ځواکونو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څه د پاسه دوه زره لېټره شراب نیولي دي. روحاني زیاته کړه: "دوو میاشتو کې د نشه يي موادو د کاروبار په تور سل کسان نیول شوي، دغه ډول له ځینو دوکانونو او کارخانو څخه هم دوه نیم زره لېټره شراب را ټول... Читать дальше...



امریکا افغانستان کې نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې پر مرستو له سره غور کوي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې پر نشه يي موادو د نړیوال کنټرول ستراتيژۍ په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ. په دې راپور کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او هيرويينو او ښیښې د جوړولو دوام په اړه اندېښنه ښودل شوې او دا يادونه هم شوې چې اوس هم له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته هغه کېمياوي مواد قاچاقېږي چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځینې اخيستل کېږي. د امريکا متحده ايالاتونو ويلي، د تېر ميلادي کال د اګسټ په مياشت کې په کابل کې د دوی د سفارت له تړلو سره، د امريکا... Читать дальше...

پر اوکراین د روسیې یرغل او ملګروملتونو کې د افغانستان پر مثبتې رایې غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغه چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سرپرست استازی نصیر احمد فایق، پر اوکراین د روسیې د برید په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د دې سازمان پرېکړې ته مثبته رایه ورکړه، دغه پرېکړې ګڼ غبرګونونه راوپارول. په مسکو کې د افعانستان سفیر سید طیب جواد، د دې سفارت په ټویټرپانه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره نیوکه وکړه او ویلي يې دي چې ملګرو ملتونو کې د روسیې محکومیت ته مثبته رایه ورکول، د افغانستان د ګټو خلاف عمل دی. ښاغلي جواد د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ته د ښاغلي فایق له خوا مثبته... Читать дальше...

د ارزګان ځینې اوسیدونکي: د ټول ګډونه حکومت نه جوړول ناوړه پایله لري

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ځینې اوسیدونکي وايي، د طالبانو له لوري د نړیوالو غوښتنې نه منل او د ټولګډونه حکومت نه جوړول به ناوړه پایله ولري.  د دې ولایت یو تن مدني فعال جمع ګل همت ازادي راډيو ته وویل: "له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، نو ورسره د خلکو اقتصاد کمزوری شو ، ګڼو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې، لامل یې دا ګڼم چې طالبانو د ټوپک په زور پر افغانستان ولکه ټینګه کړه  او ټولګډونه حکومت یې نه دی جوړ کړی او د نړیوالو غوښتنې یې نه دي منلي." دی پر طالبانو سپارښتنه کوي چې کومې غوښتنې اسلام سره په ټکر کې نه دي، ژر تر ژر دې له نړۍ سره ومني. Читать дальше...

کابل کې د کور په کور پر تالاشۍ نیوکې؛ طالبان: ډېری وسلې لاسته راغلي

Pa.azadiradio.com 

طالبان په داسې حال کې د کور په کور تلاشیو په بهیر کې د لاسته راوړنو خبره کوي چې په کور دننه او بهر له دې امله پرې نیوکې شوي. د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د دغو تلاشیو د بهیر په اتمه ورځ  (جمعه) ازادي راډیو ته وویل: "په دې لړ کې زموږ امنیتي ځواکونو په زیاته اندازه وسلې لاسته ورغلي، تازه مو څلورمه حوزې سیمې کې یو کور نه ۱۰ امریکایي راکټ لانچر وویستل، پرون مو د دویمې حوزې اړوند سیمې نه له یوه کوره  ۷ ټانګونه وویستل." ښاغلی ځدران وایي، دوی ان د تلاشیو په بهیر کې له ځینو سیمو اختطاف شوي کسان هم ژغورلي دي. Читать дальше...

هند وايي افغانستان ته یې د غنمو دویمه محموله استولې

Pa.azadiradio.com 

د هند د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې افغانستان ته یې د غنمو دویمه محموله استولې ده.  د دغه وزارت ویاند ارېندام باګچي په خپل ټوېټر لیکلي چې دوه زره ټنه غنم د امرتسر له اتاري بندره د جلال اباد په لور واستول شول او ژر به ورسېږي.   باګچي ویلي، دا دوه زره ټنه غنم له افغانانو سره د هند د ۵۰ زره ټنه غنمو د مرستې یوه برخه ده.   د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې هېواد یې له افغانانو سره خاصې اړیکې ته متعهده دی.  تردې مخکې د هند د مرسته شوېو غنمو له ډلې لومړۍ جوپه چې دوه نیم زره... Читать дальше...

افغان فعاله زهرا جویا د ټایم مجلې د کال د غوره ښځو لېست کې راغلې

Pa.azadiradio.com 

افغان فعاله او خبریاله زهرا جویا د ټایم مجلې د کال د غوره ښځو په لېست کې راغلې.  ټایم مجلې پرون د ۲۰۲۲ کال په مخه د دولسو غوره ښځو نومونه او عکسونه خپاره کړي.  زهرا جویا چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بریتانیا ته تللې له رخشانه میډیا سره د کار په خاطر د ټایم مجلې د غوره ښځو په لېست کې راوستې.  هغه د رخشانه میډیا له لارې د افغان مېرمنو په وضعیت باندې راپورونه او ویډیوګانې خپروي. د ټایم مجلې د غوره ښځو په لېست کې د بشري حقونو وتلې مدافع امل کلوني او ځینې نورې ښځې هم شاملې دي.   ټایم مجلې لیکلي... Читать дальше...

د اټمي انرژۍ نړیوال اژانس د زاپروژا بټۍ اور اخېستو ته اندېښمن دی

Pa.azadiradio.com 

د اټمي انرژۍ د نړیوال اژانس رییس رافایل ماریانو ګروسي په خپل ټوېټر لیکلي چې د زاپروژا بټۍ د اور اخېستو په اړه سخت اندېښمن دی.  هغه په خپل ټوېټر لیکلي چې د اټمي انرژۍ نړیوال اژانس د دې بټۍ حال له نږدې څاري او د جګړې په ښکېلو خواو غږ کوي چې اټمي بټیو ته له خطر پېښوونکو کړنو ډډه وکړي.   بېګا اوکرایني چارواکو وویل، روسي ځواکونو د اوکراین په خاوره زاپروژیا اټمي بټۍ هدف ګرځولې ده او دې بټۍ اور اخېستی.   د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د دې بټۍ په تړاو تازه له خپل اوکرایني سیال ولودمیر زلنسکي سره خبرې کړي دي. Читать дальше...

اوکرایني چارواکو ډاډ ورکړی چې د زاپروژیا اټمي بټۍ اوس خوندي شوې

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکو ډاډ ورکړی چې د زاپروژیا اټمي بټۍ اوس خوندي شوې ده.  مخکې راپورونه خپاره شول چې دا بټۍ د روسي ځواکونو تر برید لاندې راغلې او اور یې اخیستی. ګواښ شوی وو که اور مهار نه شي او د دې بټۍ د چاودېدو لامل شي ښايي د چرنوبېل تر چاودنې لس چنده زوروره چاودنه وشي.  د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د دې بټۍ په تړاو تازه له خپل اوکرایني سیال ولودمیر زلنسکي سره خبرې کړي دي.  زاپروژیا د اوکراین لویه اټمي بټۍ ده چې د دغه هېواد له ټول ټال ۱۵ راکتورونه شپږ یې همدلته فعاله دي.

طالبان: نور د عریضو، فیصلو او وثیقو بدل کې له چا پیسې نه اخېستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د حکومت عمومي مشر ملاهبت الله اخُندزاده د محکمو د خدماتو د وړیا کېدو امر کړی دی.  د مجاهد په وینا، نور به د عریضو، فیصلو او وثیقو په بدل کې له چا پیسې نه اخېستل کېږي.   د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو شمېر خلک شکایت کوي چې پخواني قاضیان له دندو لېرې شوي یا یې دندې پرې ایښي او د طالبانو قاضیان په کار نه پوهیږي.

ننګرهار کې د نرګس ګل په نوم مشاعره جوړه شوه

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې پرون د نرګس ګل په نوم مشاعره جوړه شوه.   په دې مشاعره کې د ګڼ شمېر ځايي ادیبانو ترڅنګ طالب چارواکو هم ګډون کړی و.   په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعلاتو او فرهنګ ريیس له لیکوالو او شاعرانو وغوښتل د شعر او ادب په ژبه د حکومت، یووالي او د هېواد د ښېرازۍ لپاره کار وکړي.

خلک: طالبانو کونړ کې پر ورا والو ډزې کړي، یو وژل شوی ۲ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې پر وراوالو ډزې کړي چې له کبله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.  د سیمې اوسېدونکي وايي، طالبانو د دې لپاره په موټرو کې پر سپرو ورا والو ډزې وکړې چې له موټرو څخه د موسیقۍ غږ پورته کېده. په اسعداباد کې د روغتون یوه ډاکټر ازادي راډیو ته وویل، درې ټپیان ور وړل شوي وو چې یوه یې سا ورکړې ده.   طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې هم طالبانو د موسیقۍ په خاطر پر خلکو ډزې کړي دي.


Музыкальные новости
Певец

Певцу Шарлоту продлили арест по делу о реабилитации нацизма до 24 июля





Rss.plus
РЭС

«Россети Новосибирск» продолжает конструктивный диалог с бизнесом по вопросам подключения к электрическим сетям




Строители проводят пусконаладочные работы в новом детском саду в Подольске

В Истре начали ремонтно-восстановительные работ объектов культуры

В Домодедово почистили берег реки Пахра

Названы самые криминальные округа в Москве с начала года




پولنډ کې د افغانستان سفیر: له اوکراینه ۲ زره افغانان پولنډ ته راغلي

Pa.azadiradio.com 

په پولنډ کې د افغانستان سفیر طاهرقادري وايي، تر اوسه پورې له اوکراین څخه نژدې ۲ زره افغانان پولنډ ته ورغلي دي.  ښاغلي قادري ازادي راډیو ته وویل، له اوکراینه د راتلونکو افغانانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.  د ملګروملتونو شمېرنې ښيي چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې له ورځې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تراوسه پورې تر یو میلیون زیات خلک له اوکراینه کډوال شوي دي.

تېره شپه کندز کې زلزله شوې

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه یوه زلزله چې شدت یې د رېښتر په حساب ۴ اعشاریه ۴ و، د افغانستان د شمال کندز ولایت کې احساس شوه.   د هند د زلزله پېژندنې د ملي ادارې د راپور له مخې، د دې زلزلې چې د شپې په یوولس بجې وشوه، مرکز کندز ښار ته نژدې تر مځکې ۲۱۳ کیلومتره لاندې و.   د راپور له مخې، د زلزلې شدت له دې کبله کم و چې مرکز یې ډېر ژور و.

فنلنډ او سوېډن: روسیې راڅخه غوښتي چې امنیتي تضمین ورکړو

Pa.azadiradio.com 

فنلنډ او سوېډن چې د ناټو غړي نه دي وايي چې روسیې ورڅخه غوښتي چې امنیتي تضمین ورکړي. د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پکا هاویستو پرون پنجشنبې پلازمېنه هلسنکي کې خبریالانو ته وویل، روسیې لیک ورلېږلی او په هغه کې یې لیکلي، لوېدیځ د خپل امنیت د پراختیا په لړ کې روسیې ته زیان اړولی دی. د سوېډن د بهرنیو چارو وزیرې ان لیندې هم وویل، ورته لیک یې ترلاسه کړی دی. ټاکل شوې ده چې د سوېډن او فنلنډ د دفاع او بهرنیو چارو وزیران د روسیې لیک ته د ځواب ورکولو په اړه په استکهلم کې غونډه وکړي.

نیویارک ټایمز: طالبان کور په کور ننوځي لکه امریکایانو چې تېرو کلونو کې تلاشۍ کولې

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانانو په کورونو کې د طالبانو د چاپو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. د دې مقالې په سر کې راغلي چې وسله والو کسانو لومړی په کابل کې تلاشۍ پیل کړې او د خلکو په کورنو ننوتل، خو دا وسله وال امریکایان نه وو چې د تېرو کلونو پرمهال يې ورته تلاشۍ کولې، بلکې طالبان وو. مقاله یادونه کوي چې د تلاشیو څپه د تېرې جمعې په ورځ په پلازمېنه کابل کې پیل شوه او وروسته ولایتونو ته وغځېده. وروسته لولو چې دغو تلاشیو افغانان اندېښمن کړل او ځینو خلکو راپور ورکړ چې طالبانو ورسره... Читать дальше...

د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د بشري حقونو د ساتنې لپاره یو اتحاد جوړ کړ

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتابه لپاره یې یو اتحاد رامنځته کړی دی.  دا اتحاد ۱۰ غړي لري او په افغانستان کې د بشري حقونو پر سرغړونو ګډه څارنه یې له هدفونو څخه ده.  د اسیا په جنوب کې د بښنې د نړیوال سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي د دې اتحاد د هدفونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "افغانستان کې د بشري حقونو د ساتنې برخه کې د نهو نړیوالو موسسو له لوري نوی جوړ شوی اتحاد د دې لپاره دی چې دا ۹ ډلې د څېړنو، مستند کولو، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د روانو سرغړونو او همدا... Читать дальше...

امریکا: اسلامي هېوادونه دې طالبان نه پریږدي چې حکومت کې د ښځو ونډه پای ته ورسوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونه غواړي چې اسلامي هېوادونه دې ته وهڅوي چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د دین په نوم ښځې له ټولنیز ژونده محرومې نه کړي.  د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په واشنګټن کې یوه سیمینار ته وویل، دا د یوه ډپلوماټیک نوښت هڅه کوي چې د دې مسالې په اړه د ټولو نفوذ لرونکو هېوادونو ترمنځ یو انډول دریځ رامنځته شي.  اغلې امیري چې د واشنګټن د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز سمینیار ته په انلاین بڼه خبرې کولې وویل، دا تېره اوونۍ سعودي عربستان او... Читать дальше...



Москва

Грубая фальсификация Баку: Уничтожающий собственный народ Азербайджан обвиняет армян


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин посетил фестиваль «Москва — на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Валерия и Иосиф Пригожин улетели из России в Турцию




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей


Виктория Азаренко

Андреева назвала важнейшей в карьере победу над Азаренко на "Ролан Гаррос-2024"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Два бизнесмена, актер, фигурист. Кого любила Анастасия Заворотнюк



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России