Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Март
2022
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

Новости за 09.03.2022

د اروپا او اسټرالیا فوټبال لیګونو کې ۲ افغان لوبغاړي افغانستان سره یو ځایېږي

Pa.azadiradio.com 

د اروپا او اسټرالیا په لیګونو کې دوه لوبېدونکي افغان لوبغاړي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سره يو ځای کېږي.   د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز معشوف نن ازادي راډيو ته وویل چې دا دوه لوبغاړي یې رابللي چې د افغانستان په ملي لوبډله کې ولوبېږي.   د ښاغلي معشوف په خبره رحمت الله اکبري او سلیمان زرمتی چې په اوس وخت کې د اسټرالیا او سويډن د فوټبال په لومړي لاس لیګونو کې لوبېږي، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي انوش دستګیر له خوا بلنه ورکړل شوې چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې جامه واغوندي. Читать дальше...

د نورستان خلک طالبانو ته : د پارون ۵۰ بستریز روغتون نا تمامه چارې بشپړې کړئ

Pa.azadiradio.com 

د نورستان اوسېدونکي وايي،په پارون کې د تېر حکومت پر مهال د  یو پنځوس بستریز روغتون د ودانۍ چارې پیل شوې وې چې نزدې پنځوس سلنه کارونه يي ترسره شوي،خو د نامعلومو ستونزو له امله يي چارې پر ټپه ولاړې دي. دوی وایي، د تعمیر نشتون ناروغان او روغتیا پالان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د پارون قومي شورا مرستیال مولوي عبدالله ازادۍ راډیو ته وویل د مجهز روغتون نشتون په وجه يي ډیری وخت ناروغان ډاکټر ته له رسېدو وړاندې په لاره کې ساه ورکوي چې تازه بېلګه يي درې ورځې وړاندې د یوې ماشومې مړېنه ده. هغه وویل:"... Читать дальше...

د افغان ښځو اعتراضونه ولې چپ شول؟

Pa.azadiradio.com 

موده وشوه چې د کابل په لارو کوڅو کې ښځو لاریونونه نه دي کړي. دا اعتراضونه چې د طالبانو د واکمنېدو وروسته او د ښځو پر کار او زده کړو د محدودیت وضع کېدو وروسته پیل شوي وو، اوس یوازي تر ټولنیزو روسنیو محدود شوي دي. داسي ښکاري چې د دې نسبي خاموشۍ اصلي لامل د لاریون کوونکو ښځو توقیفونه او ورکېدل ګڼل کیږي. خو د طالبانو ویاندویانو د اعتراض کوونکو ښځو نیول کېدل رد کړي دي. نور حال په دې راپور کې.



په غزني کې ګازي بخارۍ د یوې کورنۍ ۳ تنه وژلي 

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې ګازي بخارۍ د یوې کورنۍ ۳ تنه وژلي.  په غزني کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ځای کې د ګازي بخارۍ ګازو د یوې کورنۍ درې تنه نیولي او وژلي دي.  د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سید اسحاق صالح د چهار شنبې په ورځ  ازادۍ راډیو ته وویل، په مړو شویو کسانو کې پلار زوی او اینګور شامل دي.  نوموړی وايي، دغه پېښه تېره شپه د غزني ولایت مرکز د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په زلزله سیمه کې رامنځ ته شوې ده.  نوموړی زیاتوي:" له بده مرغه تېره د چهار شنبې په شپه د غزمي څلورمې... Читать дальше...

اروپایي ټولنې د مسکو په ځینو چارواکو او شتمنو تازه بندیزونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې پر اوکراین د روسیې د جګړې په خاطر پر مسکو د نورو بندیزونو لګولو په اړه موافقه وکړه چې په کې هغه ډیر شتمن کسان او چارواکي په نښه شوي دي چې ولسمشر ولادمیر پوتین ته نږدې دي.   فرانسه چې په اوس وخت کې د اروپایي ټولنې دوره یي مشري په غاړه لري، ولسمشرۍ یې نن په ټویټرپاڼه کې په څو ټویټونو کې وویل چې دغه نوي بندیزونه چې د دې ټولنې له خوا پر روسیې درېیم ځلي بندیزونه دي، د روسیې مشران او اولیګارشان یا شتمن او د هغوی د کورنیو غړي د اوکراین په جګړه کې د لاس لرلو په خاطر په نښه کوي. د دغو نویو... Читать дальше...

میدان وردګو کې په ۴۱۰ بې وزله کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

Pa.azadiradio.com 

ميدان وردګ ولايت کې د المان مرستې موسسې له خوا په ۴۱۰ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې. د دغو د مرستو د وېشلو پر مهال د افغان ماشومانو لپاره د المان مرستو د موسسې مسؤل محمد عالم شهاب وويل په یادو مرستو کې وړه، غوړي، وریجي، چای، بوره او لوبیا شامل دي.  اړمن مرستو ته خوښ دي او وايي د توکو د بیو د لوړالي او د کار د نشتوالي له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې په دې سره به يې د ژوند لومړنۍ اړتياوې تر يوه حده پوره شي.  ورته مهال بيا دلته ځينې کسان شکايت لري او وايي تر اوسه ورسره... Читать дальше...

د اوکراین جګړې؛ فعالان له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان هېر نه کړي

Pa.azadiradio.com 

نیږدې دوه اوونۍ په اوکراین د روسیې له یرغل تیریږي. د دې یرغل له پیل تردې دمه، زرګونه اوکراینیان، د جګړې له کبله اروپايي هېوادونو ته کډه شوي دي او ورسره د اوکراین موضوع په نړۍ کې تر ټولو ګرمه موضوع شو. له نړیوالو غبرګونونو نیولې، تر نړیوالو مرستو، اوس دغه پاملرنې، د افغانستان د مدني ټولنې غړي اندېښمن کړي. د ښځو چارو فعاله او د افغان ښځو د وړتیاوو د پرمختګ مرکز رییسه محبوبه سراج وایي، چې اوکراین کې د جګړې له پیل وروسته، افغانستان ته د امریکا او د نړۍ د نورو هېوادونو د پاملرنې کچه راټیټه شوې ده. Читать дальше...

د هند د مرسته شوېو غنمو ۳مه محموله به افغانستان ته ولېږدول شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن د هند د مرسته شوېو غنمو درېیمه محموله د واګې بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شي. هندي رسنیو راپور ورکړی چې د بشري مرستو په لړ کې د دې هېواد د مرسته شوېو غنمو درېیمه محموله چې ۲ زره ټنه کېږي، نن د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږي. د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مستعین عمري وايي، تردې مخکې هم د هند دوه محمولې غنم افغانستان ته رسېدلي وو. نوموړی د هند مرسته شوي غنم له بې وزلو سره د مرستې برخه کې ګټور بولي. مولوي عمري نن ازادي راډيو ته وویل، د هند مرسته شوي... Читать дальше...



ټرانزیټي هوکړه؛ افغانستان او پاکستان د یو بل له خاورې ګټه اخیستلی شي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او پاکستان یوې ګډې هوکړې ته رسېدلي چې دواړه هېوادونه کولی شي په ازادانه ډول د ټرانزیټ لپاره د یو بل له خاورې استفادې وکړي. د پاکستان د صدراعظم مشاور عبدالرزاق داوود په خپل یوه تازه ټوېټ کې ویلي دي چې د دې هوکړې پر بنسټ د مارچ میاشتې له ۲۱مې نېټې څخه د پاکستان بار وړونکي موټر د افغانستان خاورې ته او د افغانستان د پاکستان خاورې ته تګ راتګ کولی شي. ښاغلي داوود زیاته کړې چې د افغانستان اړخ ته بار وړونکي موټر کولی شي له کرښې د اوښتلو اجازه لیک په کابل کې د پاکستان له سفارت او په کندهار کې د دې هېواد له قونسلګرۍ ترلاسه کړي. Читать дальше...

خلک: طالبانو د غور د پوهنې ریاست۲۰ امرین او مرستیالان له دندو ګوښه کړي

Pa.azadiradio.com 

یوکس چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، خو د غور ولایت په یوه ولسوالۍ کې د پوهنې له امریته د لېرې کېدو په اړه وایي. د دغه کس په خبره د ولسوالیو د پوهنې ۱۲ تنه امرین، د غور ولایت د پوهنې ریاست یو شمېر څارونکي او مدیران له دندو ګوښه کړل شوي او پرځای یې د طالیانو حکومت نږدې کسان ګمارل شوي دي. دا کس چې تر لېسانس کچې لوړې زده کړې لري او د غور ولایت د پوهنې برخه کې شل کلنه کاري تجربه لري وایي، طالبانو ته د ۲۴ نږدې کسانو د ګمارنو لېست د منظورۍ لپاره ریاست الوزرا ته استول شوی چې دې ډله کې یوازې... Читать дальше...

طالبان: څو چې د بدیل معیشت پروګرام پلی نه‌شي د کوکنارو د کښت مخه نه نیسو

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ولایت اوسېدونکی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وايي، له مجبوریته یې کوکنار کرلي: "چاره مو څه ده، مجبور یوو چې کوکنار وکرو. کارونه مو ډېر خراب دي، ډېر ستړي یوو." ښکاري چې د طالبانو حکومت هم د کروندګرو دې وضعیت مجبور کړی چې د کوکنارو له کښت کوونکو سره نرمه غاړه یوسي. تازه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، له هغو کروندګرو سره نرم چلند یا ګوزاره کوي چې کوکنار یې کرلي. طالبان د دې کار لامل، د کروندګرو خراب اقتصادي وضعیت، بي‌وزلي او ترڅنګ یې د یوې بدیلې لارې نه درلودل په ګوته کوي. Читать дальше...

۲کورنۍ: طالبانو د حسیب‌الله رحماني او ضیاالحق فاضل په نوم مدافع وکیلان نیولي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د دوو مدافع وکیلانو کورنۍ وايي، طالبانو د حسیب‌الله رحماني او ضیاالحق فاضل په نوم دوه مدافع وکیلان د دوشنبې په ورځ په غیرقانوني او د ټولو اصولو خلاف زنداني کړي دي. د دې کورنیو غړي وايي، دا دوه مدافع وکیلان اوس‌مهال په درېیمه امنیتي حوزه کې بندیان دي. دوی ازادي راډیو ته په رالېږلو پیغامونو کې ویلي، طالبانو د تمیم شنسب په غوښتنه دا کار کړی او پر دې  وکیلانو یې تور لګولی چې ګنې د هغه له کوره یې پیسې وړي. د دې کورنیو یو غړي د خپل نوم نه‌ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "داسې مهال چې... Читать дальше...

له امریکا وروسته بریتانیا هم له روسیې د تیلو واردات پای ته ورسوي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې امریکا د روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز ولګاوه، بریتانیا هم اعلان وکړ چې د روان کال تر پایه به له روسیې د تیلو واردات پای ته ورسوي، خو اروپایي ټولنه چې ډېره د روسیې پر انرژۍ متکي ده، پلان لري چې له روسیې د ګازو واردات دوه په  درېیمه برخه کم کړي.  د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن پرون د روسیې د تیلو پر وارداتو د بندیز  لګولو د اعلان پر مهال وویل چې د تیلو د وارداتو بندیز د روسیې ولسمشر ولادیمیر پویتن ته د اوکراین د جګړې په خاطر سخته ضربه ده.  بایډن امریکایانو ته خبرداری... Читать дальше...

د لوړې د مراسمو ۲کاله پوره شول؛ افغانستان کې جمهوري نظام ولې سقوط وکړ؟

Pa.azadiradio.com 

پوره دوه کاله وړاندې محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د نظام پیاوړي کول، د امنیت ټینګښت، د سولې تامین، ټول شموله حکومت رامنځته کول، اداري فساد سره مبارزه او د ښځو د حقونو تامین، د لوړې مراسم کې د محمد اشرف غني له مهمو ژمنو څخه وو. که څه هم د افغانستان د مخکیني نظام د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی و، خو د هغه سیال، عبدالله عبدالله په محمد اشرف غني تور پورې کړ چې يه ټاکنو کې یې درغلي کړې او دی د دې ټاکنو ګټونکی دی. هغه ستونزه چې بیا... Читать дальше...

کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ  خپل اعتراضي پرلت ځنډولی

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې خپل اعتراضي پرلت د يوې بلې مياشتې لپاره ځنډولی دی. د غورځنګ مشر منظور احمد پشتين تېره شپه پرلتوالو ته د وينا پرمهال وویل، د سند له حکومت سره یې هغه موافقه لاسليک کړې چې له مخې يې د PTM د مخکښ غړي علي وزیر د خوشې کولو او د غورځنګ د نورو غوښتنو پوره کولو لپاره د سند حکومت ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی. دی وايي: "زموږ د ټولو غوښتنو په اړه وکيلانو د سند له حکومت سره خبرې وکړې چې دغه دغه کارونه دې وشي. هغو له موږ سره تقريباً هر څه ومنل، خو شرط یې دا و چې د لوظنامې مواد به نه ښکاره کېږي چې بيا څوک لاس راته ونه نيسي.

د روسیې مرکزي بانک خلکو ته: له خپلو حسابونو لس زره ډالر نه شي ایستلی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې مرکزي بانک پرون خلکو ته اعلان وکړ چې د خپلو بهرنیو پیسو له حسابونو له لس زره ډالر نه شي ایستلی. دې بانک له هغو بندیزونو سره چې لویدیځ پر اوکراین د برید له کبله پر روسیې لګولي د مقابلې لپاره پرون یو لړ نور اقدامات هم اعلان کړل او په یوه بیان کې یې وویل چې د بهرنیو پیسو له حسابونو یوازې انډول ډالر ورکول کېږي.

امریکا: روسیې او بېلاروس ته دې د لوبو د کوربه توب اجازه نه ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

امریکا او متحدانو یې غوښتنه کړې ده چې پر اوکراین له حملې وروسته دې روسیې او بېلاروس ته د هېڅ راز نړیوالو سپورټي لوبو د کوربه توب اجازه نه ورکول کېږي.  دا غوښتنه په هغه اعلامیه کې شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون خپره کړه. دې هېوادونو همدا راز غوښتنه کړې چې نړیوال سپورتي فدراسیونونه دې د روسیې او بېلاروس د حکومتونو اړوندو شرکتونو لپاره د لوبو د مالي ملاتړ فرصتونه محدود کړي. دا اعلامیه د متحدو ایالاتونو، بریتانیا، ایټالیا، جاپان، جنوبي کوریا، اسټرالیا، کاناډا او بلجیم په ګډون د ۳۷ هېوادونو چارواکو لاسلیک کړې ده.

ارزګان کې د کرونا وېروس د درملنې ۲۰ بستریز روغتون پرانېستل شو

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې په موخه ۲۰ بستریز روغتون پرانېستل شو.  د دغه ولایت د عامې روغتیا ریيس ډاکټر محمد الله روحاني د یاد روغتون د پرانېستې پر مهال وویل، دې روغتون کې به د کرونا تشخیصه لابراتوار هم فعال کړي. دی وايي: "دا چې نړۍ د کووېډ-۱۹ د نوې بڼې 'اومېکرون' له ګواښ سره مخ ده، نو اړ شو چې د کرونا پر ویروس د اخته ناروغانو د درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیزو، ددې روغتون ټول پرسونل پوره دي."  نوموړی وايي، دغه ولایت کې یې په درېیو ورځو کې د کرونا... Читать дальше...

په غزني کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ۳ ماشومان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت مرکز اړوند په قره باغي سیمه کې د هاوان د يوې ناچاودې مرمې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی. د اطلاعاتو او کلتور سرپرست حبیب الله مجاهد ازادي راډیو ته د سې شنبې په ورځ وویل: "دغه پېښه وړمه شپه رامنځته شوې، د غزني مرکز څلورمې حوزې اړوند په قرباغي سیمه کې ماشومانو په یوناچاودې مرمۍ لوبې کولې چې چاودلې او درې ماشومان یې وژلي، یو بل یې ټپي کړی هم دی." ښاغلی مجاهد د دغه ماشومانو عمرونه د لسو کالو شااوخوا یادوي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Елена Волкова

НА ДЕТСКОМ ФЕСТИВАЛЕ ИСКУССТВ «НЕБО» СОСТОИТСЯ 5 ПРЕМЬЕР И ПОКАЖУТ НОВИНКИ ОТ ВЕДУЩИХ МОСКОВСКИХ ТЕАТРОВ





Rss.plus
БГАТОиБ

Грандиозный концерт закроет сезон в Бурятском театре оперы и балета




В рамках проекта «Лето в Москве» 1 и 2 июня продут соревнования по сап-поло

Москвичам рассказали о благоустройстве территории около культурного центра «Полярный»

​​​​​​​Европарламент хочет от России ценности Чаушеску

В столице сообщили о росте аудитории приложения "Моя Москва"




چین کې ځینې بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه راټولېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د روانې مارچ میاشتې په پای کې په چین کې د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون د دې غونډې په تړاو په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې د چین له غونډې به ښې نتیجې ترلاسه شي.

افغان کرکټ بورډ: تر نړیوال جامه به ډېر لوبغاړي لوبډله کې شامل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ ژمنه کوي چې تر راتلونکي نړیوال جام پورې به ډېر ځوان لوبغاړي په لوبډله کې شامل کړي. د کرکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان په یوه ویډیو پیغام کې وویل: "په دې هڅه کې یوو چې تر ۲۰۲۳ پورې یوه پنځه ویشت کسیزه یا دیرش کسیزه ډله جوړه کړو. په همدې ډلې کار وکړو او مخته ولاړ شو." ټاکل شوې ده چې په دوه زره درویشتم کال کې د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام په هند کې ترسره شي.

چارواکي: د سالنګونو لویه لار به د واورې د ورښت تر درېدو بنده وي

Pa.azadiradio.com 

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وایي، دا لویه لار به تر هغو بنده وي او موټرو ته به د تیریدو راتیرېدو اجازه نه وي چې د واورې ورښت نه وي دریدلی او سخت توپان نه وي غلی شوی. د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې رییس عبدالله عبید وایي، د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره به د سالنګ لویه لار له دواړو لوریو تر هغو بنده وي چې هوا ښه شوې نه وي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې په بیان کې چې تېره شپه خپور شو، راغلې دي چې هڅې روانې دي چې د چهارشنبې د ورځې په ترڅ کې لاره پرانیستل شي. د ازادي راډیو د خبریال... Читать дальше...

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې د طالبانو د یوې پرېکړې هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې د طالبانو له لوري د دې پرېکړې هرکلی کړی دی چې د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیزي. د دې بنسټ د ماشومانو د خوندیتوب د برخې مشر اتینا رایبورن پرون سې شنبه (د کب ۱۷مه) په یوه بیان کې وویل، په راتلونکو ورځو کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ خبر ډېر ښه خبر دی. د طالبانو د پوهنې وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د وري په میاشت کې به نجونې هم ښوونځيو ته ولاړې شي. د ماشومانو د ژغورنې د کمېټې په وینا د اوس لپاره شااوخوا اته میلیونه ماشومانې او ماشومان دې ته اړتیا لري چې ملاتړ یې وشي چې ښوونځيو ولاړ شي.

یونېسکو: اوکراین کې دې کلتوري میراثونه خوندي شي

Pa.azadiradio.com 

یونېسکو په اوکراین کې د کلتوري میراثونو د ساتنې غوښتنه وکړه. د یونېسکو عمومي مشره ادري ازولي په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ وویل: "موږ باید په اوکراین کې د فرهنګي میراثونو د خوندي کولو غم وخورو." له دوو اونیو راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، یونېسکو د سټلایټ په مرسته د اوکراین د فرهنګي میراثونو څارنه کوي چې د جګړې په ترڅ کې ویجاړ نه شي.

امریکايي ولسمشر بایډن د روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز ولګاوه.ولسمشر جوبایډن وویل، د تیلو د وارداتو بندیز د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پویتن ته د اوکراین د جګړې په خاطر سخته ضربه ده. په سپینه ماڼۍ کې پرون ولسمشر بایډن امریکایانو ته خبرداری ورکړ او څرګنده یې کړه چې له ازادۍ څخه دفاع خپل قیمت لري. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي څو ځله له لویدیځه غوښتي دي چې له روسیې څخه د انرژۍ پر وارداتو بندیز ولګوي. ولسمشر بایډن وویل چې د پوتین د جګړې په خاطر به بیې لوړې شي، خو ده ژمنه وکړه چې پر... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Андрей Макаревич

Андрей Макаревич лишился бизнес-партнера




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте


Елена Рыбакина

Елене Рыбакиной поставили неожиданный «диагноз»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России