Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Март
2022
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

Новости за 29.03.2022

" له اوکراین سره مرسته وکړئ، افغانستان مه هېروئ"

Pa.azadiradio.com 

د ناروي د مهاجرت شورا ویلي، اوس چې لوېدیز هېوادونه د اوکراین سره مرستې ته ورځغلي، باید د افغانستان په شمول نوره نړۍ کې کړکیچونه له یاده ونه باسي. د ناروي د مهاجرت د شورا منشي یان ایګلنډ، د فرانسې خبري اژانس سره مرکه کې له نړیوالو غوښتي، د اوکرایني کډوالو سره د مرستې ترڅنګ دې افغان او سوریايي کډوال هم په پام کې وساتي. د ښاغلي ایګلنډ د خبرو یوه برخه دلته کتلی شئ.

د طالبانو له لوري د ښوونځیو د تړلو پرېکړې په اړه د اروپايي ټولنې خبرداری

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه خبرداری ورکوي که طالبان د ښوونځیو د تړلو له پرېکړې لاس په سر نه‌شي، له نړۍ سره به‌یې د باور جوړونې په اړیکو بد اغېز وکړي. اروپايي ټولنې او نړیوالو شریکانو یې په یوه اعلامیه کې لیکلي، د طالبانو دا پرېکړه چې له یو ملیون زیاتې نجونې یې له زده‌کړو محرومې کړي، د زده‌کړو په برخه کې د ماشومانو د بنسټیز حق څخه ښکاره سرغړونه ده. په اعلامیه کې زیاته شوې: "دا د زده‌کړو له هغو حقونو او هغو نړیوالو سندونو ښکاره سرغړونه ده چې ټول ماشومان‌یې لري او افغانستان‌یې غړیتوب لري." په دې اعلامیه کې... Читать дальше...

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د چین جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

چین وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ به په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په دې هېواد کې جوړېږي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین نن په یوه خبري کنفرانس کې دا خبر ورکړ. دې غونډې ته چې د چین په تونزي ښار کې په پام کې ده د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران بلل شوي او مشري به‌یې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وکړي.



د روسیې او اوکراین هیئتونو مخامخ خبرې پیل کړې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او اوکراین هیئتونه په تېرو څه باندې دوو اوونیو کې په لومړي ځل د مخامخ خبرو لپاره په ترکیه کې دي. د اوکراین ولسمشر ویلي چې اوکراین تیار دی، خپله بې‌طرفي اعلان او د اوکراین په ختیځ کې د سولې د ټینګښت لپاره پر روغه جوړه غور وکړي. د روسیې او اوکراین هیئتونه د ترکیې په استانبول کې دي او خپلې مخامخ خبرې یې پیل کړې. دا په څه باندې دوو اوونیو کې لومړی وار دی چې دواړه لوري بیا خبرو ته سره کېني چې هدف‌یې په اوکراین کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو سلا کېدل ښوول شوي دي. تر دې مخکې... Читать дальше...

ځیني دولتي کارکوونکي: د ږیرې او پګړۍ نه‌لرلو له کبله وزارتونو ته د تګ اجازه نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په مشرۍ دافغانستان بانک او کانونو او پټرولیم وزارت یو شمېر کارکوونکي ادعا کوي چې د یاد وزارت محتسبینو ورته ویلي چې باید خپل صورت او سیرت په شریعت برابر کړي، هغه څه چې د دوی په وینا لومړیتوب نه‌دی. دوی وايي، نن په دوهمه ورځ هم د یاد وزارت محتسبینو دوی ته خپلو وزارتونو ته د ننوتلو اجازه نه‌ده ورکړې. دوی ادعا کوي چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو ورته ګواښ کړی چې که ږیرې پرېنږدي او پګړۍ په سر نه‌کړي ښايي له دندو وشړل شي. د افغانستان بانک یوه کارکوونکي چې نه‌يې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله‌يې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

د خوړو پروګرام: ټولو ۳۴ ولایتونو کې پر اړو کسانو د خوراکي مرستو وېش روان دی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي، په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پر اړو کسانو د دوی له‌خوا د خوراکي مرستو وېش روان دی. دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي چې یوازې د جوزجان ولایت په لیرې پرتو سیمو کې روانه میاشت پر دوه لکه او ۶۰ زره کسانو خوراکي مواد وېشل شوي دي. پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو خبرداری ورکړی دی.

افغانستان کې د بیان ازادۍ ضد د طالبانو د محدودیتونو دوام نړیوال غبرګونونه راوپارول

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بیان ازادۍ ضد د طالبانو پرېکړو او محدودیتونو دوام ته د نړیوالو غبرګونونه په ډېرېدو دي. تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه غندلې چې په افغانستان کې یې د درې نړیوالو رسنیو د تصویري خپرونو خپرېدل بند کړي دي. طالبانو د تېرې شنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکا غږ، بي‌بي‌سي او دوېچه‌وېله تصویري خپرونې چې د ځینو خصوصي رسنیو له‌خوا خپرېدې، بندې کړې. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې خپلواکو معلوماتو ته د افغانانو د لاسرسي محدودول د اندېښنې وړ وبلل. Читать дальше...

میدان وردګو کې پر یوه کور د ډبرې ښویېدو له کبله درې تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالۍ کې پر یوه کور د ډبرې ښویېدو له کبله درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د دغه ولایت د عامې روغتیا مشر ډاکتر زرک ځيرک ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېره شپه په چنګي کلي کې شوې ده. ده وویل، وژل شویو کې دوه ماشومان او یوه مېرمنه شامل دي.



بایډن وایي واک کې د پوتین د نه‌پاتې کېدو په اړه له خپلې خبرې بخښنه نه‌غواړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د هغې خبرې په اړه بخښنه نه‌غواړي چې ویلې یې و، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین واک کې نه‌شي پاته کېدای. بایډن د مارچ په ۲۶مه د پولنډ مرکز وارسا کې دا خبره کړې وه او هغه مهال داسې تعبیر شوه چې ګواکې دی د روسیې په رژیم کې بدلون غواړي. پرون د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف د بایډن دا خبرې "په یقیني ډول د خطر زنګ" وباله، خو بایډن وایي، هېڅوک دا باور نه‌کوي چې ده دې ویلي وي، پوتین له واکه لیرې کوي.  بایډن له اوکراینه کډه شویو کسانو سره تر کتنې وروسته ویلي "وروستی کار چې... Читать дальше...

اوکرایني چارواکي: د اسیر کړای شوي روسي پوځیانو د شکنجې په اړه راپورونه څېړو

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وایي، د هغو ناتأیید شویو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې ویل شوي د دوی سرتېرو اسیر کړای شوي روسي پوځیان شکنجه کړي دي. د اوکراین د ولسمشر یوه سلاکار اولیکسي اریستوویچ (Oleksiy Arestovych) ویلي، دوی دا ډول پېښې جدي ګڼي او په خبره‌یې که ثابته شي، جنګي جنایت ګڼل کېږي.  نوموړي دا خبره وروسته تر دې وکړه چې ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې یوې وېډیو وښوده چې اوکرایني سرتېري هغه روسي پوځیان شکنجه کوي چې اوکراین کې یې نیولي دي. په دغې وېډیو کې لږ تر لږه درې روسي پوځیان لیدل کېږي چې له نیول کېدو وروسته په پښو په مرمۍ لګېدلي دي.

طالبان: قطر او اوندونیزیا له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، قطر او اوندونیزیا له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنې وکړې. دې وزارت په هغه اعلامیه کې چې پرون دوشنبه‌یې خپره کړې ویلي چې دغه نوې ژمنې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي او د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې لُلوة الخاطر له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په درې اړخیزه غونډه کې کړي. د اعلامیې له مخې په دې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې وشوې. د اعلامیې له مخې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ژمنه وکړه چې هېواد به‌یې... Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

Pa.azadiradio.com 

په بشري او د بېړنیو مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او همغږه کوونکي مارټین ګریفیتس په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله. ښاغلي ګریفیټس پرون په څو ټویټونو کې وویل چې افغانستان ته‌یې سفر پرون په کابل کې د ماشومانو لپاره د اندراګاندي له روغتون څخه په کتنې پیل کړ او د څو ماشومانو له رنځه ډک حالت پرې دومره اغېز کړی چې په الفاظو یې نه‌شي بیانولی. نوموړی وایي، دوه نوي زېږېدلي ماشومان چې په یوه شیشه‌یي مخصوص صندوق کې پراته و، له سختې خوارځواکۍ کړېدل. Читать дальше...

د اوکراین ولسمشر: راتلونکو خبرو کې به د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا لومړیتوب ولري

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د سړېدو نښې نه‌تر سترګو کېږي، د اوکراین ولسمشر وايي له مسکو سره په راتلونکو خبرو کې به د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا د دوی لپاره لومړیتوب ولري. ولاديمير زلنسکي د مارچ په ۲۷مه ناوخته ملت ته په وینا کې وویل چې په دغو خبرو کې به ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د اوکراین لپاره لومړیتوب ولري. ټاکل شوې چې د دواړو لورو ترمنځ بل پړاو خبرې روانه اوونۍ په ترکیه کې ترسره شي. د ترکیې د ولسمشر د دفتر یوه چارواکي وویل چې رجب طیب اردوغان وړمه ورځ د روسیې له ولسمشر ولادمیر... Читать дальше...

چین سبا د افغانستان په اړه د یوې دوه ورځنۍ غونډې کوربه‌توب کوي

Pa.azadiradio.com 

چین به سبا چهارشنبه د افغانستان په اړه د یوې دوه ورځنۍ غونډې کوربه وي. دې دوه ورځنۍ غونډې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په ګډون د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي وربلل شوي دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، له دې غونډې یې د جوړېدو هدف دا دی چې نړیوال په دغه حساس وخت کې د افغانانو زیات ملاتړ وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین پرون دوشنبې په پیکېنګ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران... Читать дальше...

د بخښنې سازمان: نړیواله ټولنه دې د ښځو او نجونو د زده‌کړې حقونه سره کرښه وټاکي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو او ثانوي زده‌کړو د بندیز د غځېدو په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټرنشنل هم د طالبانو دغه اقدام وغانده او له طالب چارواکو یې وغوښتل چې نور دې د نجونو د زده‌کړې د مخینوي لپاره زړې پلمې نه‌کاروي. د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټرنشنل وایي، د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو له بیا پرانیستلو د طالبانو شاتګ د دوی پر راتلونکې ډېره اغېزه کوي. امنستي انټرنشنل وایي، یو شمېر نجونو ورته ویلي چې د طالبانو دغه شاتګ د دوی زړونه مات کړي او ډېرې نهیلې شوې دي. Читать дальше...



Москва

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

"Звездач": рэпер Тимати купил мотоцикл за 3,1 млн рублей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардейцы обеспечили безопасность футбольного матча в Москве

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве


Даниил Медведев

Медведев высказался об игре Свёнтек



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Правоохранители задержали жителя Реутова за убийство соседа



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России