احمد مسعود: د سولې خبرو پایله نهدرلوده له طالبانو سره د جګړې د دوام اعلان کوو
د طالبانو د رژیم پر ضد د جوړې شوې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، طالبانو سرهیې د سولې خبرو پایله نهدرلوده او له همدې امله د جګړې د دوام اعلان کوي. ښاغلي مسعود د نوروز په مناسبت خپل وېډیويي پیغام کې چې تېره شپه خپور شو وویل، طالبان نهغواړي هغه مېکانیزم او حللار ومني چې د افغانستان ستونزه په بنسټیزه توګه پای ته رسوي. احمد مسعود خبرداری ورکړ، تر هغې چې طالبان یو ټولمنلی او داسې حکومت چې د خلکو د رایو پر بنسټ منځته راغلی وي ونهمني، دوی بهیې پر ضد خپلې مبارزې او مقاومت ته دوام ورکړي. Читать дальше...