Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Март
2022
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

Новости за 08.03.2022

د اوکراین او سکاټلنډ ترمنځ د فوټبال سیالې وځنډېده

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین او سکاټلنډ ترمنځ د فوټبال سیالې وځنډېده.  د دیدار په نوم د ورزشي خبرونو د ویب پاڼې د راپور پر بنسټ،په قطر کې د کېدونکي ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو نیمه وروستی پړاو چې تمه وه د مارچ په ۲۴مه وشي، ځنډېدلی دی.  د اوکراین د فوټبال ټولنې پر دې هېواد د روسیې د پوځي یرغل له امله، د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا څخه غوښتي و چې د سکاټلنډ پر وړاندې د اوکراین سیالي یوې بلې نېټې ته ولېږدوي.  اوس‌مهال فیفا د سکاټلند او اوکراین ترمنځ د سیالۍ لپاره د یوې بلې نېټې په لټه کې ده، څو دا لوبه وشي.

د ښځو د نړیوالې ورځې په پار د ځینو نړیوالو ورځپاڼو تبصرې او لیکنې

Pa.azadiradio.com 

ګارډین د  بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د مارچ د اتمې، یا د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو پر تازه ژمنه لیکنه خپره کړې ده.   په مقاله کې د طالبانو د حکومت د یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پروني ټویټ ته اشاره شوې چې ویلي یې دي" د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونو ته ژمن دی."  ښاغلي مجاهد لیکلي، د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی، چې افغان ښځې په کې د خپلو مشروع حقونو غوښتنه وکړي.   د ګارډین د مقالې لیکوال زیاتوي، طالبان د ښځو د حقونو د خوندیتوب ژمنه داسې وخت کوي چې پر افغانستان... Читать дальше...

له کابله د یوې معترضې ښځې د وتلو کیسه

Pa.azadiradio.com 

فرشته موحد د طالبانو د واکمنۍ وروسته له اعتراض کوونکو ښځو یوه وه. دا نیږدې یوه میاشت کیږي چې په افغانستان کې یې په پټه ژوند کاوه. بالاخر له افغانستانه ووته او اوس له خپل مېړه او دوو کوچنیانو سره په یوه ګاونډي هیواد کې اوسي. فرشته موحد په دې راپور کې له کابله د خپلې تيښتې کیسه کوي.



په پاکستان کې د یو سیاسي ګوند له خوا د عمران خان د استعفی یا استضاع غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د حکومت د یوه سیاسي مخالف ګوند په زرګونو پلویانو په خپله مظاهره کې غوښتنه وکړه، یا دې صدراعظم عمران خان استعفی وکړي، یا دې استیضاح شي.    سیاسي مخالفانو تور پورې کړ چې عمران خان نه دی توانېدلی، د پاکستان اقتصاد ښه مدیریت کړي او حکومتولي یې کمزورې ده.   د رویټرز اژانس په حواله، د پاکستان پیپلز ګوند په دغو لاریونونو کې چې اسلام اباد ته نږدې شول، مهم نقش درلود.   د دغه ګوند مشر، بلاول بوټو له عمران خان وغوښتل چې په ۲۴ ساعتونو کې دننه دې استعفی وکړي، یا دې په تازه انتخاباتو کې له دغه ګوند سره مخامخ شي. Читать дальше...

په افغانستان کې '۱۹۷۰' ښځینه خبریالانو او رسنیز کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي  

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې په هغه ناسته کې چې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په پار جوړ شوې وه وویل چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له '۲۳۹۸' ښځینه خبریالانو له ډلې '۱۹۷۰' خبریالان او رسنیز کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.   د دغه انجمن مرستیال، اسماعیل سادات ازادي راډیو ته وویل:" د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنه، د رسنیزو کارکوونکو د راتلونکې په تړاو اندېښنه لري. موږ له اسلامي امارته غواړو هغه محدودیتونه یې چې د رسنیو د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې وضع کړي، لیرې... Читать дальше...

په بادغیس کې یوې ۲۵ کلنې ښځې ځان وژنه کړې 

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس ولایت کې یوې ۲۵ کلنې ښځې ځان وژنه کړې ده.   په بادغیس کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر، غوث الدین افغان رسنیو ته وویل، دغې ښځې د مرکز قلعه نو په چاکران سیمه کې د خپل پلار په کور کې په ډزو ځان وژلی دی.   د هغه په خبره د دې پېښې انګېزه لا معلومه نه ده.   بل خوا د بادغیس د ولایتي روغتون د نرسنګ مدیر، ثنا الله ثابت ازادۍ راډیو ته وویل، دغه مړی د جنايي مدیریت له خوا روغتون ته لېږدول شوی دی.   ویل شوي، دغه ښځه د دوو ماشومانو مور وه.

اسلام اباد پولنډ ته د خپلو اتباعو د د ایستلو په موخه الوتکه ولېږله

Pa.azadiradio.com 

اسلام اباد نن پولنډ ته یوه الوتکه ولېږله څو هغه ۳۰۰ پاکستانیان چې د اوکراین له جګړې پولنډ ته تښتېدلي، پاکستان ته ولېږدوي.   د پاکستان نړیوال هوايي شرکت ویلي، د دغو کسانو اکثریت محصلان دي.    د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، که څه هم پاکستان ویلي جګړه حل لار نه ده او د اوربند غوښتنه یې کړې، خو اسلام اباد پر اوکراین د روسیې حمله نه ده غندلې.   د پاکستان صدراعظم عمران خان د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه څو ساعته وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر اوکراین د حملې امر وکړ، له ولسمشر پوتین سره کتلي وو. Читать дальше...

د بریتانیا استازی: طالبان دې د عمومي عفوې فرمان ته درناوی وکړي

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د بښنې عمومي فرمان صادر کړ، خو بیا هم نیوکې کېږي چې طالبانو د مخکېني حکومت نظامي او ملکي کارکوونکي د غچ یا انتقام اخیستلو له امله نیولي یا یې هم ځورولي دي. تازه په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا دایمي استازي سایمون مانلي د دوشنبې په ورځ ناوخته د دې سازمان د بشري حقونو په شورا کې له طالبانو وغوښتل چې خپل خپاره کړي فرمان ته درناوی وکړي. هغه په خپله بیانیه کې وویل:" د پخوانیو نظامیانو او دولتي چارواکو د غیر قانوني وژنو، نیونو او ورکېدونو په اړه ادعاوې کېږي. Читать дальше...



ننګرهار کې ځوانانو د حیدرماشوم په نوم د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې لسګونو ځوانانو د حیدرماشوم په نوم د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړی.  حیدرهغه زابلی ماشوم دی چې شااوخوا میاشت وړاندې په زابل کې یوې ژورې څاه ته ولوېد او له شااوخوا ۶۰ ساعتونو وروسته مړ راوویستل شو.  د حیدر په نوم د نیالګیو کېنولو د دغه کمپاین پیل چې له هسکې مېنې ولسوالۍ شوی او څو نورو ولسوالیو ته به هم لاره پیدا کړي، تر دې دمه یې شل زره نیالګي کینولي دي.  دغه کمپاین چې د شینوارو اصلاحي ټولنې له خوا چې له ځایي ځوانانو تشکیل شوې یوه ټولنه ده، پیل شوی چې تراوسه یې ۲۰زره بوټي او نیالګي کرلي دي.

د نورستان نورګرام ولسوالۍ اړوند ۲ کلیو ته د پاکو اوبو شبکې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د لویدیځ نورستان نورګرام ولسوالۍ اړوند دوو کلیو ته د څښلو پاکو اوبو شبکې جوړېږي. د اوبو رسولو یاد پایپ سکیم د یونسېف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ موسسې په مالي ملاتړ د شپږ نیم میلیونو افغانیو په لګښت جوړیږي چې ترې نږدې زر کسان ګټه واخلي او سلګونو کسانو ته به کار زمېنه هم برابره شي. د یادو شبکو تړون نورستان د کلیو بیارغاونې او پراختیا ریاست او بګې او تروټ کلیوالي شوراګانو ترمنځ تړونونه لاسلیک شول. د نورګرام ولسوالۍ اړوند د بګي او تروټ کلیو ته په داسې حال کې د پاکو اوبو رسولو شبکې جوړېږي... Читать дальше...

یوناما: افغان مېرمنې د تبعیض په ګډون د ډېرو ناورینونو له بدو پایلو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په افغانستان کې د نجونو او ښځو په روان وضعیت اندېښنه ښيي. دې سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې اعلامیه کې لیکلي، افغان نجونې او ښځې د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض په ګډون د ډېرو ناورینونو له بدو پایلو سره مخ دي. یوناما د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرالاینز له قوله لیکي، هر یو تن په دې وطن کې اوسني ناورین اغېزمن کړی، خو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی. مېرمن لاینز زیاتوي،... Читать дальше...

غور کې طالب چارواکي: پسابند ولسوالۍ کې دوه کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په غور کې د طالبانو چارواکي وايي، په پسابند ولسوالۍ کې دوه کسان وژل شوي دي.   د غور د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي امر، عبدالرحمن بدري ازادي راډیو ته وویل، دغه دوه کسان په شغزک کلي کې تېره شپه داسې مهال وژل شوي چې په خوب ویده وو.   د بدري په وینا، د پېښې عامل د طالبانو له خوا نیول شوی دی.   د پېښې د انګېزې په باب څه نه دي ویل شوي.

طالبان: په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونو ته ژمن یو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونو ته ژمن دی.   د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپل ټویټر کې لیکلي، د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی چې افغان ښځې په کې د خپلو مشروع حقونو غوښتنه وکړي.   نن د مارچ میاشتې اتمه، د ښځو نړیواله ورځ ده چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي.   د بشري حقونو رعایت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو  ته درناوی د لویدیځ له عمده غوښتنو څخه دي چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره مطرح کړي دي. د بشري حقونو بنسټونو په وار- وار... Читать дальше...

روسیه:د ملکیانو د وتلو لپاره د اوکراین ګڼو ښارونو کې بشري دهلېزونه پرانیزو

Pa.azadiradio.com 

روسیې نن سې شنبه وویل چې د اوکراین د پلازمېنې کیف په ګډون یې له ګڼو ښارونو د ملکیانو د وتلو لپاره بشري دهلېزونه پرانیستي دي.   اوکراین په دې اړه شک څرګند کړی، ځکه مسکو تر دې مخکې دا ډول ژمنه کړې وه چې خلکو ته اجازه وه یوازې روسیې او د هغې  نږدې متحد هېواد بېلاروس ته ووځي.    د روسیې دفاع وزارت ویلي، دغه دهلېزونه نن سهار د مسکو پر وخت لس بجې پرانیستل شوي دي.   په اوکراین کې دغه بشري دهلېزونه په چرني هیف، سُمي، خارکیف او ماریوپول ښارونو کې پرانیستل شوي دي.   د انټرفاکس خبري اژانس په حواله،... Читать дальше...

د نړۍ هېوادونو ته استول شوی لیک: د ښځو ملاتړ لپاره د طالبانو پر وړاندې ودریږئ

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په هغه غوښتنلیک کې چې د نړۍ ټولو دولتونو ته استول شوی له ۸۰ زرو زیات د ښځو او بشر حقونو ملاتړ کوونکو په لاسلیک کولو سره له دولتونو غوښتي چې د ښځو ملاتړ لپاره د طالبانو حکومت پر وړاندې ودریږي. د دغه سازمان په خبره دغه غوښتنلیک د ښځو د نړیوالې ورځې په پار برابر شوی او په کې د نړۍ له ټولو دولتونو غوښتل شوي چې په سمدستي توګه د ښځو او نجونو حقونو ته د لومړیتوب ورکولو ترڅنګ څارنه او ملاتړ یې وکړي. اوس د یو شمېر افغان ښځو سترګې د دغه غوښتنلیک یا لیک ځواب ته اوړي. نګینه خلیلي... Читать дальше...

سرچینې: نیمروز کې طالبانو له ایراني پوله ساتو ځواکونو سره نښته کړې

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز کې محلي سرچینې وايي، تېر مازیګر د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د یوه ساعت لپاره وسله واله نښته وشوه.   په زرنج کې د طالبانو یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم له اخیستلو ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.   د سرچینې په وینا، نښته هغه وخت پیل شوه چې افغان کروندګرو د کنګ ولسوالۍ په سیخسر سیمه کې د یوه کانال د کیندلو کار پیل کړ، خو ایراني سرحدي ځواکونه د افغانستان خاورې ته تر اوښتو وروسته یې د دوی د مخنیوي هڅه وکړه. Читать дальше...

ځینو دندو ته ستنې شوې افغان مېرمنې: حقوق مو د پخوا پرتله ډېر راکم شوي

Pa.azadiradio.com 

استاد څانګه لمر، پوهنتون ته په ورځني تګ راتګ او دغه شان په کارځای کې د وضعیت بدلون احساسوي او ازادي راډیو ته وايي چې اوس د تېر پرتله په تم ځای کې ډېره تمه پاتېږي. نوموړې وايي: "مخکې به چې موږ پوهنتون ته تلو د ټرانسپورټ ډېره ستونزه مو نه درلوده، موخه مې دا ده چې مخکې دا محدودیتونه نه وو چې یو ښځه په مخکې سیټ کې نه شي کښیناستلی، ځکه نو ډېری موټرې موږ ته نه درېږي او موږ نه شو کولی په خپل وخت سره درسي ساعت ته ورسېږو، یعنې یو څه ډېر منتظر پاتېږو، څو یو موټر راشي او موږ پورته کړي چې پوهنتون ته ولاړ شو."... Читать дальше...

د سالنګونو لویه لار د درنو واورو او توپانونو له امله وتړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سالنګونو لویه لار د درنو واورو او توپانونو له امله نن سهار د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه. د سالنګونو د حفظ او مراقبت د ادارې رییس عبدالله عبید ازادي راډیو ته تایید کړه چې دغه لار د سهار له ۴ بجو د ټولو ټرافیکو پرمخ تړل شوې او له ټولو مسافرینو او موټر چلونکو غواړي چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو دې پردې لارې له سفر کولو ډډه وکړي. له دې مخکې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وړمه ورځ د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د واورو او بارانونو وړاندوینه کړې وه او له خلکو یې غوښتي و چې د احتمالي برف کوچونو او سیلونو لپاره دې تدابیر ونیسي.

امریکا، فرانسه، جرمني او بریتانیا به پر مسکو نور بندیزونه ولګوي

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د متحدو ایالاتونو، فرانسې، جرمني او بریتانیا مشرانو ژمنه وکړه چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په خاطر به پر مسکو نور بندیزونه ولګوي، خو داسې نه ښکاري چې له روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز به هم په کې شامل وي. د امریکا د کانګرس یو شمېر غړیو فشارونه زیات کړي چې د روسیې پر تیلو دې چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د رژیم یوه مهمه عایداتي سرچینه ګڼل کېږي، بندیز ولګول شي.  د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر بایډن پرون دوشنبې د ویډیو کنفرانس له لارې له خپل فرانسوي ساري ایمانویل مکرون... Читать дальше...


Музыкальные новости
Алсу

Mash: певица Алсу и ее супруг Абрамов поделят при разводе 2 дома и 2 квартиры





Rss.plus
Альфир Бакиров

В Штабе «Единой России» детям рассказали о правилах безопасного отдыха




Владимир Путин — игрок уровня 100. А Дюмин ещё на шаг ближе к Путину

Эксперт назвал выгодные районы в Москве для аренды коммерческой недвижимости

ТУСУР: драйвером кластера микроэлектроники станет центр в ОЭЗ "Томск"

Итоги мини-конференции по продвижению дизайнеров DesignBlogFest 2024




ملګري ملتونه: د افغان ښځو له ګډون پرته ناممکنه ده چې ثبات ټینګ شي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وایي، په ټولنه کې د افغان ښځو له فعال ګډون پرته به ناممکنه وي چې په افغانستان کې یوه تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي.  دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې کړې او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه ټینګ باور لري چې که افغان ښځې، په خپل هېواد کې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي چارو کې فعال ګډون ونه لري ناممکنه به وي چې افغانستان رغونې او یوې تلپاتې سولې او ثبات ته ورسېږي.  یوناما ویلي چې ملګري ملتونه د افغان... Читать дальше...

چارواکي: ارزګان کې پر ۴۶۵ هکټاره ځمکه نوي د انځرو بڼونه جوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې بزګران وايي، دغه ولایت کې د انځرو باغونو جوړولو ښه پایله ورکړې او زیات شمېر وزګارو ځوانانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې. ۳۷ کلن رفیع الله چې د ترینکوټ ښار اړوند ده یک سیمه کې یې په خپل پنځه جریبه ځمکه د انځرو بڼ جوړ کړی وايي، پخوا یې په دې ځمکه کوکنار کرل. دی وايي: "د انځرو باغونه ښه حاصل ورکوي، ترې لاسته راغلې پیسي حلالې دي، د کوکنارو هغې حرامې او ځوانان تباه کوي. د راتلونکي کال لپاره هم نیت لرم چې پر لس جریبه ځمکه د انځرو بڼ جوړ کړم." دا یوازې زین الله نه دی چې له... Читать дальше...

روسیه اوکراین کې د ملکیانو د وتلو لپاره بشري دهلېزونه پرانیزي

Pa.azadiradio.com 

روسیې نن سې شنبه وویل چې د اوکراین د پلازمېنې کیف په ګډون یې له ګڼو ښارونو د ملکیانو د وتلو لپاره بشري دهلېزونه پرانیستي دي.   اوکراین په دې اړه شک څرګند کړی، ځکه مسکو تر دې مخکې دا ډول ژمنه کړې وه چې خلکو ته اجازه وه یوازې روسیې او د هغې  نږدې متحد بېلاروس ته ووځي.    د روسیې دفاع وزارت ویلي، دغه دهلېزونه نن سهار د مسکو پر وخت لس بجې پرانیستل شوي دي.  دغه دهلېزونه په چرني هیف، سمي، خارکیف او ماریوپول ښارونو کې پرانیستل شوي دي.   د انټرفاکس خبري اژانس په حواله، د روسیې دفاع وزارت ویلي، د... Читать дальше...

امنیسټي انټرنېشنل: نړۍ کې د ښځو د حقونو وضعیت ډېر خراب شوی

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل وایي، په تېر یوه کال کې په نړۍ کې د ښځو د حقونو وضعیت ډېر خراب شوی دی. د امنیسټي انټرنېشنل عمومي منشي اګنیس کالامارډ د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې او د ۲۰۲۲ کال د لومړنیو میاشتو پېښو د میلیونونو ښځو او نجونو حقونه او وقار کمزوری کړی دی. اغلې کالامارډ په تېرو ۱۲ میاشتو کې د کرونا وبا ترڅنګ په افغانستان کې د ښځو د حقونو په شاتګ هغه مهمې پېښې بللي چې د ښځو او نجونو پر حقونو یې زښت زیات اغېز کړی دی. ... Читать дальше...

'۸م د مارچ' د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ؛ افغانې ښځې راتلونکې ته نه‌هیلې دي

Pa.azadiradio.com 

پاکیزه ارزو د ښځو د حقونو فعاله او د مېرمن بهیر غړې ده چې له کلنو راهیسې یې د ښځو د بشري او اساسي حقونو د تامین او دغه شان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره مبارزه کړې. اغلې ارزو وایې، په دې موده کې یې د عدالت ټینګښت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې دلودلې. خو د دې په خبره د طالبانو په بیا راتګ او د محدودیتونو په رامنځته کېدو سره، د فعالو مېرمنو غږ د غلې کېدو په حال کې دی. نوموړې زیاتوي:" د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځو لپار کار کول ډېر ستونزمن دی، لومړی دلیل یې دا دی چې طالبانو... Читать дальше...

د کندهار په یوه لوی پخلنځي کې ۵۰ مېرمنې ډوډۍ پخوي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې یوه خصوصي سهامي شرکت لسګونو بې وزله مېرمنو ته کاري فرصتونه پیدا کړي. په کندهار ښار کې په یوه لوی پخلنځي کې لسګونه مېرمنې هره ورځ شااوخوا پنځه زره کورنۍ ډوډۍ پخوي. انځوریز راپور یې دلته وګورئ



Москва

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: фонд музея "Царицыно" собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

В Ростове из-за двух концертов Басты перекроют улицу Левобережную




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


WTA

Повернення Калініної до топ-50 та втрачені позиції Світоліної. Оновлені тенісні рейтинги WTA та ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


ЦСКА

Почта России помогла маленькому жителю Перми встретиться с футболистами ЦСКА



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России