Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Март
2022
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

Новости за 31.03.2022

طالبانو کابل کې د افغانستان د درې رنګه لوی بیرغ پر ځای خپل بیرغ يورته کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کابل د وزیر محمد اکبر خان پر غونډۍ د افغانستان د درې رنګه لوی بیرغ پر ځای خپل سپین بیرغ يورته کړ. په دغه غونډۍ د افغانستان درې رنګه رپول شوی بیرغ تېر حکومت ته هندوستان ډالۍ کړی و. د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپل سپین بیرغ ورپاوه، هغه کړنه چې د ګن شمېر هېوادوالو له غبرګون سره مخ شوه. د طالبانو دغې کړنې ته افغانان په غبرګون کې وايي، د افغانستان درې رنګه بیرغ په هېڅ یوې ډلې او ګوند پورې اړه نه‌لري او طالبان باید له ملي بیرغ سره داسې چاند ونه‌کړي. Читать дальше...

کابل ته له امریکا راغلې ښځې: افغان نجونې او هلکان دې زده‌کړو ته مساوي لاسرسی ولري

Pa.azadiradio.com 

یوه ډله امریکايي مېرمنې چې له یوې اوونۍ راهیسې په افغانستان کې دي، د نجونو د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کوي. دوی چې د بېلابېلو غیر دولتي بنسټونو غړې دي، زده‌کړو ته د ټولو نجونو پرېښودل، له افغانستان سره د بشري مرستو د ډېرېدو او د افغانستان بانک د کنګل شویو مالي شتمنیو لپاره له طالبانو او امریکایانو سره په خبرو بوختې دي. یادو مېرمنو افغانستان ته د سفر پر مهال له ځینو سازمانونو او روغتیایي کلینیکونو هم لیدنه کړې او له یو شمېر کورنیو او د طالبانو حکومت له سیمه‌ییزو چارواکو سره‌یې لیدلي. سونیتا ویسوانات... Читать дальше...

د بريتانيا دفاع وزارت: د کیف څنډو کې د درنې جګړې احتمال شته

Pa.azadiradio.com 

د بريتانيا د دفاع وزارت نن (د مارچ په ٣١مه) اعلان وکړ چې روسي ځواکونه د يو شمېر محدودو قطعاتو له شاتګ سره سره د کيف په ختيځ او لوېديځ کې دېره دي.  دغه وزارت وویل، احتمال شته چې په راتلونکو ورځو کې د کیف په څنډو کې درنه جګړه وشي.  د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم تېره شپه په یوه وېډیويي وینا کې وویل چې د اوکراین په جنوب ختیځ کې د روسي ځواکونو یوه غونډه وه او د نویو بریدونو لپاره تیاری نیسي. زلنسکي زیاته کړه چې دی د روسیې پر هغو ژمنو باور نه‌لري چې ګواکې خپل پوځي فعالیتونه کموي. په عین حال... Читать дальше...



د روسیې بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو حکومت لومړني ډیپلومات ته مو رسماً اعتبار ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لومړني ډیپلومات ګومارنې ته رسماً اعتبار ورکړی. روسیه دغه اقدام سره له دې کړی چې طالبان تر اوسه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني. لاوروف چې نن‌یې په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې خبرې کولې دغه‌راز وویل چې د طالبانو د حکومت دغه ډیپلومات ته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په تېره فبرورۍ میاشت کې رسماً اعتبار ورکړی او له هغې راهیسې هغه هلته فعال دی. لاوروف دغه‌راز له نړیوالې... Читать дальше...

د روژې میاشتې په رارسېدو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوي

Pa.azadiradio.com 

د روژې میاشتې په رارسېدو سره د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې د تېرو ورځو په پرتله د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې بیې کنټرول او د احتکار مخه ونیسي. د کابل ښار د اتمې ناحیې د خوراکي توکو د پلور یو بازار ته راغلي یو شمېر خلک وايي چې روژې ته د تیاري په خاطر په سودا پسې راوتلي دي، خو له دې ډلې حسیب‌الله شکایت لري چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. دی زیاتوي: "د روژې میاشت یوه مبارکه میاشت ده، په نورو هېوادونو کې چې کله روژه راځي د توکو بیې راټيټېږي، خو په... Читать дальше...

طالبان: نړیوال دې د افغانستان خلکو لاسنیوی او خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي

Pa.azadiradio.com 

طالبان وایي نړیوال دې د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي او خپلو بشري مرستو ته دې دوام ورکړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې نړیوال دې له اړمنو افغانانو سره بشري مرستې د سیاسي مسایلو نه‌قرباني کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ویاند ینس لیارکي ویلي چې راټولېدونکې مرستې به په هېڅ ډول د طالبانو د حکومت په واک کې نه‌ورکول کېږي او د مرستندویه مؤسسو له لارې به په مستقیم ډول تر عامو اړمنو افغانانو رسېږي. ټاکل شوې نن په سویس کې ملګري ملتونه د بریتانیا،... Читать дальше...

د پاکستاني طالبانو تحریک: روژه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو خلاف عملیات پیلوو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي پرون (چهارشنبې) اعلان وکړ چې د روژې په میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو خلاف عملیات پیلوي. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستاني طالبانو دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د پاکستان د پوځ په وینا، لږترلږه ۶ سرتېري یې د وسله‌والو مخالفانو په برید کې وژل شوي دي. د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پوځ او د هغه د همکارانو د ځپلو په هدف به د دوی پسرلني عملیات د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ پیل شي. د راتلونکې اوونۍ یکشنبه یا دوشنبه به د روژې لومړي ورځ وي. Читать дальше...

ننګرهار کې د چرګانو لږترلږه ۴۰ سلنه فارمونه سقوط شوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د اومو موادو د بیو د لوړېدو او له پاکستان څخه د چرګانو د وارداتو له کبله اکثره فارمونه بند شوي او شااوخوا یو نیم زر کسان وزګاره شوي دي. په ننګرهار کې د چرګانو د فارمونو اتحادیه وايي چې د اقتصادي بحران او د موادو د بیو د لوړېدو له کبله د دغه ولایت لږترلږه ۴۰ سلنه فارمونه سقوط شوي دي. د ننګرهار د چرګانو د فارمونو اکثره خاوندان وايي چې فارمونه‌یې بند کړي او کارګر یې رخصت کړي دي. خو د دغه ولایت د چرګانو د فارمونو د اتحادیې رئيس حسیب‌الله تره‌کي ازادي راډیو ته وویل چې په سلو کې ۴۰ فارمونه تړل شوي دي. Читать дальше...

د بشري حقونو څار سازمان د طالب چارواکو پر بهرنیو سفرونو د بندیز غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان یا هیومن رایټس واچ له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته د نجونو د نه‌پرېښودو په غبرګون کې غوښتنه وکړه چې د طالب چارواکو پر بهرنیو سفرونو دې بندیز ولګول شي. دې سازمان پرون (چهارشنبې) په یوه اعلامیه کې همداراز ویلي چې له طالب مشرانو سره دې له داسې غونډو ډډه وشي چې هغوی ته اعتبار ورکوي. د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ طالبانو له مخکېنیو ژمنو سره سره له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنه‌کړه چې زده‌کړو ته دوام ورکړي. طالبانو د خپلې دې پرېکړې د دفاع لپاره کوم دلیل نه‌دی ویلی.... Читать дальше...

د چین غونډه؛ ولسمشر پېنګ: افغانستان له ګډوډۍ نه نظم ته د انتقال حساس پړاو کې دی

Pa.azadiradio.com 

د چین ولسمشر وایي، د یوه سوله‌ییز، باثباته، پرمختللي او سوکاله افغانستان چې د ټولو افغانانو هیله ده، ملاتړ کوي او د ټولو هېوادونو په ګته دی. شي جین پېنګ وایي، افغانستان له ګډوډۍ څخه نظم ته د انتقال په یوه حساس پړاو کې دی. شي جین پېنګ دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې نن به هم چین د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه وي. نوموړي دغه څرګندونې په یوه لیکلي بیان کې نن په چین کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې کړې دي. په دغه غونډه کې چې د چین په جنوب ختیځ انهوی ولایت کې جوړه... Читать дальше...

جنوا کې د افغانستان لپاره د مرستو د راټولولو لپاره نړیواله غونډه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن د سویس په جنوا کې د افغانستان د مرستو نړیوال کنفرانس په انلاین بڼه پیل شي.  دا کنفرانس چې ملګري ملتونه، جرمني، بریتانیا او قطر یې کوربه‌توب کوي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوترش له لوري پرانیستل کېږي. ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستو په ننني کنفرانس کې د ۴ میلیارده او ۴۰۰ ملیونه ډالره مرستې غوښتنه کړې ده. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا له یوه هېواد سره د بشري چارو په خاطر د ملګرو ملتونو له لوري تر ټولو لویه غوښتنه ده، خو د ملګرو ملتونو ویاند ینس لیرک وايي چې تر اوسه پورې یوازې د ۱۳ سلنې مرستې ژمنه شوې ده. Читать дальше...

له افغانستان سره د بشردوستانه ژمنو پر کنفرانس د ګارډین ورځپاڼې لیکنه

Pa.azadiradio.com 

ګارډین له بریتانیا خپرېدونکې ورځپاڼې ګارډین "له افغانستان سره د بشردوستانه ژمنو" پر ننني کنفرانس یوه لیکنه کړې ده. دا کنفرانس په جنوا کې ترسره کېږي او د حکومتونو مشران له افغانستان سره پر مالي او بشري مرستو خبرې په‌کې کوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش دا مجازي یا انلاین کنفرانس داسې مهال پرانیزي چې د افغانستان حاکمانو د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تر دوهم اعلان پورې ځنډولي دي.  ملګري ملتونه له جرمني، بریتانیا او قطر سره په ګډه د دې کنفرانس کوربه‌توب کوي او داسې مهال جوړېږي... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: фонд музея "Царицыно" собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алсу

Mash: на виллу певицы Алсу в Крыму за 800 миллионов рублей нашелся покупатель




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


Уимблдон

Надаль пропустит Уимблдон из-за желания сыграть на Олимпиаде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России