کونړ چارواکي: بې پیلوټه الوتکې ۲ داعش وسله وال وژلي
![کونړ چارواکي: بې پیلوټه الوتکې ۲ داعش وسله وال وژلي](https://gdb.rferl.org/83310066-2070-4AB3-817D-0F31D0152352_w800_h450.png)
د کونړ چارواکي وایي، تېره ورځ ناوخته د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکي په برید کې دوه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا برید د وټه پور ولسوالۍ په ګمبیر غرنۍ سیمه کې شوی دی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا د همدې ولایت د ناړۍ، غازي آباد او اسمار ولسوالیو ترمنځ لویه لاره چې له دوو ورځو راهیسې د طالبانو بنده کړې وه، د پرانیستلو هڅې پیل شوي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، طالبانو د غره په ډبرو دغه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه.
د چارواکو په خبره افغان ځواکونو له سړکه ډبرې لېرې کړي او اوس د ځای پرځای شوېو ماینونو په شنډولو کار کوي.
دوی ژمنه کړې چې د نن ورځې په اوږدو کې به دغه لاره چې د نورستان د کامدیش او برګمټال ولسوالۍ هم سره نښلوي پرانېستل شي.