ټرمپ: د امریکا په انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه پلټنې دې ودریږي
په داسې حال کې چې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پخواني انتخاباتي مسوول پال مانافورټ محاکمه دوام لري، ولسمشر ترمپ له لوی څارنواله غوښتي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه پلټنې بندې کړي. ولسمشر ټرمپ پرون په ټویټر ولیکل چې دا ډېر بد وضعیت دی او مخکې له دې چې زموږ هېواد نور رسوا کړي، لوی څارنوال باید دا پلټنې چې ډونلډ ټرمپ د شیشکې ښکار بللی، ودروي. تردې یوه ورځ مخکې امریکايي څارنوالانو وویل، د ټرمپ پخواني انتخاباتي مسوول د هغو میلیونونو ډالرو مالیه... Читать дальше...