امریکا: موږ په سوریه کې د ثبات ټینګولو پروژو ته ۲۳۰ میلونه ډالر ځانګړي کړي دي.
امریکا وایي چې سوریه کې د ثبات ټینګولو پروژو ته ۲۳۰ میلونه ډالر ځانګړي کړي دي. د امریکا حکومت وايي چې دا پيسې د سوریې په هغو سیموکې چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې، داعش له لاس وتلې دي، د مرستې پروګرامونو ته ورکړي. دمتحدو ایالاتو دبهرنیوچارو وزارت ویاندې، هیدر ناوېرت پرون جمعه وویل چې په سوریه کې د امریکا په مشرۍ، د ائتلاف نورو غړو هم د درې سوه ملیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده. د ناوېرت په وینا، سعودي عربستان د سلو ملیونه ډالرو او متحده عربي اماراتو د پنځوس ملیون ډالرو کمک ږغ کړی دی. Читать дальше...