په غزني کې د سرې میاشتې د مرستو د وېش لړۍ دوام لري
په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د وروستۍ جګړې په دوه زره هغه کورنیو د مرستو د وېش لړۍ...
په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د وروستۍ جګړې په دوه زره هغه کورنیو د مرستو د وېش لړۍ...
د بریتانیا د بهرنیو چارو نوي وزیر په خپله لومړنۍ مهمه وینا کې پر اروپايي ټولنې ټینګار کړی دی پر روسیې بندیزونه زیات کړي...
د بریتانیا د بهرنیو چارو نوي وزیر په خپله لومړنۍ مهمه وینا کې پر اروپايي ټولنې ټینګار کړی دی پر روسیې بندیزونه زیات کړي.
خالد هوتک د اسیا په لوبو کې د ووشو سیالیو برنزو مډال تر لاسه کړ او سبا به پایلوبې ته د وتلو په خاطر لوبه کوي. د خالد هوتک لوبه د پنځه شپیته کیلوګرامه په وزن کې د لاووس له لوبغاړي سره وه چې بلآخره بریا د افغان لوبغاړي په برخه شوه. تر دې مخکې خالد هوتک پرون د ووشو په لوبه کې د پاکستان لوبغاړی هم مات کړی و. د خالد هوتک لوبه به سبا د چین یا کوریا له لوبغاړي سره وي چې په ماتولو به یې د افغانستان په تاریخ کې لومړی وار د سرو زرو د مډال لوبه وشي. خالد هوتک د ووشو نننۍ لوبه د اسیا د پنځه څلوېښتو هېوادونو تر منځ وګټله. Читать дальше...
واشنګتن یو ځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پناهځایونه له منځه یوسي. بل لور ته انقرې له واشنګتن څخه د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته شکایت کړی. د یوشمیر نورو مهمو خبرونو ترڅنګ مو د ږیرو له سیالي هم خبروو
1- د کابل د نهې د ورځې بریدونه 2- د هند د کیریلا ریاست سیلاوونو تباه کاري 3- د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د اوبو لوبې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړرتبه چارواکی وایي، د پاکستان له نوي حکومته غواړي چې د افغانستان د امن او ثبات...
د سوات یوه تکړه سندرغاړې مسکان فیاض خپلو مینه والو ته د اختر سندرې زمزمه کړې دي. نور په دې ویډیو کې.
د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي د دې هېواد پخوانی وزيراعظم نواز شريف،د ده لور مريم نواز او زوم رېټايرډ کېپټن صفدر به غټ اختر په جېل کې تېروي ځکه چې اسلام اباد هايي کورټ د ګل پر ورځ د دوی د خوشې کولو درخواستونه رد کړل.
د کابل ښار په بېلابېلو سیمې د لوی اختر په لومړۍ ورځ وسله والو راکټونه وتوغول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغه حملو کې د دوپولیس افسرانو د ټپي کېدل تائیدوي. تفصیل د ابراهیم صافی په راپور کې: ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
راکټي حملو او ډله ییز برید په کابل ښار کې د اختر په لومړۍ ورځ د خلکو ګڼه ګونه کمرنګه کړی وه...
د اسلام اباد د څارو منډیۍ کې خلک د قربانۍ د څارو د اخېستو لپاره راټول دي. ځینې یې وايي سږ کال د څارو بیې ډېرې لوړې دي. خو د څارویو پلورونکي بیا وايي، په مالونو یې ډېر لګښت شوی او څاروي نه خرڅيږي، خلک له دوی نه په تیټه بیه څاروي غواړي چې دوی یې په هغو بیو نه شي خرڅولی ځکه چې تاوان یې دی. له اسلام اباده د مشال راډیو خبریال راپور لري.
وسله والو طالبانو ۱۶۰ ملکي وګړي چې کندز ته نږدې یې، د کابل له لارې نیولي ول، خوشي کړل. یوه افغان چارواکي رویټرز خبري اژانس ته نن، سې شنبه د«زمري ۳۰» ویلې وسله والو طالبانو ۲۰ عسکر او پولیس ورسره بیولي دي. وسله والو طالبانو پرون۲۰۰ کسان چې له کندزه د کابل پر لور روان و، له موټرو کښته کړل. دا خبر د کندز د ولایتي شورا یوه غړي، غلام رباني رباني هم تائید کړی او ویلي یې دي چې وسله والو طالبانو ۲۰ پولیس او عسکر نامعلوم ځای ته بېولي دي. رويټرز وايي چې د وسله والو طالبانو دوو قوماندانانو د ملکي وګړو د خوشي کولو خبر تائید کړی دی.
امریکا د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د هغه بیان هرکلی کوي چې ویلي یې دي، د ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړول غواړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه ډلې چې لا هم په جګړه او وینې توېیدنې باور لري په زیان کې دي او په ...
د سې شنبې په ورځ د خوست چارواکو د یاد ولایت د مرکز اړوند د متون قوم په عیدګاه کې د لوی اختر د لمونځ د اداء کولو مخکې په خپلو ویناوو کې وویل، چې د افغان ولسمشر غني لخوا طالبانو سره په مشروط ډول د اوربند اعلان وښوده چې افغان حکومت په رښتیني توګه د جګړې د ختمولو او سولې د ټینګولو لپاره هڅې کوي.
د امریکا ولسمشر وایي، د ترکیې په وړاندې به خپل دریځ ترهغو نرم نه کړي چې انقرې امریکایي کشش خوشې کړی...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو وار بیا د جګړې د بندېدو پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه نن سې شنبه د «زمري ۳مه» ولس ته د اختر په وینا کې پر کابل ښار ننیو راکټي حملو ته په اشاره وویل، افغانان د راکټ ګواښ ته نه تسلیمېږي. د ښاغلي غني د وینا پرمهال، د هغه له ږغ سره د راکټ د لګېدو ږغ هم اروېدل کېده. د رپوټونو پر اساس، نن پر کابل ښار ۱۲ راکټونه لګېدلي دي. د کابل پولیسو وايي چې یو راکټ ارګ ته نږدې او دوهم په کابل کې د امریکا سفارت او د ناټو قرارګاه ته نږدې لګېدلی دی. د تلفاتو په اړه ضد و نقیض رپوټونه خپرېږي. Читать дальше...
ایران یوه جنګي جېټ الوتکه جوړه کړې چې ټول مواد یې د ایران کورنی محصول دی. د ایران دولتي ټلوېزیون نن سې شنبه د «زمري۳۰» د ایران ولسمشر، حسن روحاني ښکاره کړ چې د نوې جېټ الوتکې د پیلوټ په کابین کې ناست دی. دا د ایران د جنګي الوتکو د څلورم نسل برخه ده. د کوثر په نوم دا نوې جنګي جېټ الوتکه د ایران د ملي دفاعي صنعت په نندارتون کې ايښودل شوې ده. د ایران دولتي خبري اژانس، تسنیم ویلي چې دا الوتکه سل په سلو کې د هېواد دننه جوړه شوې او پرمختللې تکنالوژي او رادار سیسټم لري.
د ولسمشر د خبرو پر مهال د ارګ شااوخوا راکټونه ولګېدل. د اختر له لمانځه وروسته محمد اشرف غني خلکو ته د اختر مبارکي ویله چې د شااوخوا لسو راکټونو غږ ووارېدل شو. د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه پېښه کې دوه کسان سطحي ټپیان دي او وسله وال د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي چې په خبره یې یو تن وسله وال له منځه تللی د. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څو شېبې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې په لومړۍ حوزه کې د وسله والو ډله ییز برید د حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد... Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالاتو دوه ایراني وګړي تهران ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. د امریکا عدلیې وزارت پرون، دوشنبه د «زمري۲۹» وویل چې تورنو کسانو په امریکا کې د ایران د رژیم د مخالفو ډلو او د یهودانو د مرکزونو په اړه معلومات را غونډول. د عدلیې وزارت په وینا، یو نیول شوی وګړی احمد رضا محمدي دوستدار نومېږي چې ۳۸ کلن دی او د امریکا تابعیت لري. دوهم وګړی مجید قرباني نومېږي چې د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې اوسېږي او۵۹ کلن دی.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ پرون، دوشنبه له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې پر روسیې د امریکا د بندیزونو پر لېرې کولو فکر نه کوي. ټرمپ وویل، په هغه صورت کې پردې مسئله غور کولائ شي چې روسیه په اوکراین یا سوریه کې "هغه څه ورکړي چې امریکا یې غواړي." ټرمپ په سوریې او اوکراین کې د روسیې دخالت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکا او روسیه په خپلوکې د جوړ جاړي ډېره زمینه لري. ډونالد ټرمپ همدا راز څرګنده کړه چې د روسیې ولسمشر، ویلادیمیرپوتین تېره میاشت په هلسنکي کې د کتنې پرمهال،... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د وسله والو برید د درېیو ...
د کابل د لومړي امنیتي حوزې اړوند د رکاخانې په کوڅه کې وسله والو ډله ییزه حمله کړې...
اختر که د شتمنو خلکو لپاره د خوشحالۍ او لیدو کتو ورځې دي، خو بېوزلو کورنیو ته بیا له نورو عادي ورځو کوم توپير ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости