د اګست پر ۱۲مه، الحاج شاجي ګل، په جمرود کې، د خپلو پلویانو یوې جلسې ته وویل، د قامي اسمبلۍ ۴۳مې حلقې په نتایجو کې درغلي شوېده چې دوی یې ثبوتونه هم لري. خو بل پلو الېکشن کمېشن دا تورونه رد کړي او له دغې حلقې یې د پاکستان تحریک انصاف پیر نورالحق قادري بریالی اعلان کړی دی. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
د تېرې قامي اسمبلۍ په مقابله کې دا ځل ځينې وتلي سياستوالان په قامي اسمبلۍ کې نه تر سترګو کېږي.په دوی کې نوازشريف، مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی، افتاب احمد خان شېرپاو، سعد رفيق او د چوهدري نثار
د کابل- کندهار د لوی لارې د بندېدو له امله په کندهار کې شا اوخوا دوه زره مسافر بند پاتې دي.
هغوی چې پيسې او نور ټول امکانات يې خلاص شوي له ښکېلو غاړو څخه غواړي چې د خپلو سیاسي موخو لپاره خلکو ته ستونزي پېښې نه کړي.
وسله والو پر غزني ولایت د ډله یيز بريد پرمهال د کابل-کندهار لويه لار د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.
د غزني د ولایتي شورا مسؤلین او مدني فعالان وايي، په دغه ولایت کې د تېرو ورځو په پرتله جګړه څو برابر سخته...
د پاکستان انتخاباتو کميشن له خوا په خپور شوي حتمي فهرست کې ويل شوي چې په قامي اسمبلۍ کې ترټولو زياتې څوکۍ د تحريک انصاف دي چې شمېر يې ۱۵۸ دی او ورپسې پاکستان مسلم ليګ نواز دی چې ۸۲ څوکۍ لري.
د صوابۍ بازار په میدان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پیل شوه چې پکې سلګونو کسانو برخه اخېستې ده. غونډې ته د یاد غورځنګ مشران ویناوې کوي. د جلسې د پیل ویډیو دلته وګورئ چې د مشال راډیو خبریال استولی دی.
د افغانستان دفاع وزارت هیله ښيي چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به په غزني ښار کې وضعیت په بشپړ ډول بدل او په دغه ښار کې امنیت ټينګ شي...
ګودر د کالام بازار سره په لس کیلومیټره واټن کې موقعیت لري، خو دا چې ورغلې لارې خرابې دي نو ورتګ لوی زړه او لوړه حوصله غواړي. د سوات ځیني سیلانیان د قدرتي حسن نه مالامال دغه ډنډ ته ورغلي وو. دوی وايي که حکومت ګودر ډنډ ته لارې ګودرې برابرې کړي، زیات شمېر سیلانیان به یې لیدو ته زړه ښه کړي. د مشال خبریال نیاز احمد خان درته دغه نظارې په یو راپور کې وړاندې کوي.
د بشري حقونو د څار اداره وايي، ايراني چارواکي د اقتصادي بحران د دفع کولو لپاره د بشري حقونو د سرغړونو د پاليسو د خبرداري هڅه کوي.
په دغو خبرداريو کې د اقتصادي جرمونو لپاره د مرګ سزا هم شامله ده.
په نيويارک کې دېره د بشري حقونو د څار ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي چې اعدامونه حل لار نه ده او په دې مورد کې هدف يوازې د روان اقتصادي بحران له بېلابېلو علتونو د خلکو منحرف کول دي.
وروسته له هغې چې امريکا تېره مې مياشت د ٢٠١٥م کال له اټمي تړون څخه ووتله، ايران له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ شوى دى.
د ايراني ريالو ارزښت په بېساري ډول ټيټ شوى دى.
د افغانستان ځوان لوبغاړي قیس احمد د ویسټ انډیز په کرابین پریمر لیګ سیالیو کې درې مهمې وکټې واخېستې.
۱۸ کلن قیس په دغو سیالیو کې يواځینی افغان لوبغاړی دی چې د سنټ لوشیا سټارز لوبډله کې لوبېږي.
قیس احمد که څه هم د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې په وکټ اخېستلو بریالی نشو خو پخپله دوهمه لوبه کې یې په څلورو اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې اوټ کړل.
ده په دغه لوبه کې پاکستانی تکړه الراونډر شعیب ملک،او دوه ویسټ انډیزي لوبغاړي والټن او هټ مایر وسوځول.
قیس د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې ښې لوبې وکړې... Читать дальше...
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکېرټري ميا افتخار حسين وايي چې د پاکستان ترهګرۍ مخنيوي ادارې (نېکټا) ورته د خبرداري ليک لېږلی چې پکې ويل شوي، تحريک طالبان پاکستان د هغه د وژلو پلان جوړ کړی دی.
د انتخاباتو د وروستي لېست څخه لېرې کړای شوي ځېنې کاندیدان اعتراض کوي وايي چې دوی د سیاسي دسیسو قرباني شوي دي...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې د کمېسیون په چارو کې...
د اګست پر۱۲مه د شمالي وزیرستان یو شمېر اوسېدونکیو د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې خلکو ته دې د ړنګ شویو کورونو معاوضه ورکړل شي.
په غزني ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه نن درېيمې ورځې ته ورسېدله.
د ولايتي شورا مرستيال نصير احمد فقيري ويلي، نن سهار امنيه قوماندانۍ، د ملي امنيت رياست او د ولايت ودانۍ ته نږدې تازه جګړه پيل شوې ده.
که څه هم ښاغلى فقيري وايي، امنيه قوماندني، د ولايت وداني او څو رياستونه د افغان ځواکونو په کنټرول کې دي، خو د کورنيو چارو وزارت بيا وايي د غزني ښار ډېرې برخې تصفيه شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ازادي راډيو ته وويل:
"په ښار کې اوس وضعيت فوق... Читать дальше...
د ګلګت ـ بلتستان د حکومت ویاند فیض االه فراق وايي، په یاده سیمه کې کومه منظمه وسله واله ډله نه ده موجوده خو د سیمې ځینې سختدریځه خلک د امنیت په خرابولو کې لاس لري چې د حکومت ورته پام دی.
د اګست پر ۱۴مه د پاکستان جوړېدو ورځ لمانځل کېږي. په دې لړ کې د اسلام اباد پر سړکونو یو شمېر کسانو د بیرغونو او د جشن د نورو شیانو خرڅولو سټالونه جوړ کړي دي. دا پلورونکي وايي، شپې د سړک پر غاړه ویده کېږي او د ورځې شیان خرڅوي. پاکستان په ۱۹۴۷ز کال کې له متحد هندوستانه د برتانیوي واکمانانو د تګ او د هند د وېش په نتیجه کې جوړ شوی وو. ویډیو وګورئ.
د ارزګان ولايت امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د بریدونو پرمهال ۶ طالبان وژل شوي او د دوى د یوه سرګروپ په ګډون ۷تنه نور ټپیان شوي دي.
د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان لومړي څارن ملک زین الله نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا۱۲بجې کړي وو.
د ده په خبره په ځوابي حمله کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د کندز د امام صاحب ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکو له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې دوی د غیرمسؤلو وسله ...
د سولې ولسي حرکت غړي چې له کابل څخه د بلخ ولايت پر لوري روان دي، نن د کابل ميربچه کوټ ولسوالۍ ته ورسېدل.
د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست نن غرمه ازادي راډيو ته وويل:
"موږ نن سهار شا او خوا ٦ بجې د شکردرې ولسوالۍ د مراد قلعه بېګ له سيمې حرکت کړى او اوس د کابل د ميربچه کوټ ولسوالۍ صوفيانو سيمې ته رسېدلي يو، دلته دمه کوو، مازيګر له دې ځايه حرکت کوو."
د سولې د ولسي حرکت غړي د جمعې په ورځ له کابله د بلخ پر لوري روان شوي دي.
د دغه حرکت ٢٥ غړي دغه مزل په لوڅو پښو کوي.
هغوی به بلخ ته په لاره... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري رياست وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون او د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون خپلواکۍ ته بشپړ درناوى لري.
جمهوري رياست نن يکشنبه د ولسي جرګې انتخاباتو له نهايي لېست څخه د ځينو احتمالي کانديدانو د نومونو تر ليرې کېدو وروسته په يوه اعلاميه کې دا خبره کړې ده.
د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون٣۵ کسان له نهايي لېست څخه لېرې کړي او ۴۵ کسانو ته يې خبردارى ورکړى دى.
په دغو ليرې کړل شويو کسانو کې ١٢ کسان د ولسي جرګې برحاله وکيلان دي.
ويل شوي دغه کسان له وسله والو ډلو سره د اړيکو د ادعاوو له کبله له نهايي لېست څخه لیرې کړاى شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ازبکستان د افغان حکومت په اجازه طالبان دغه هېواد ته وربللي وو...
د وزیر محمد اکبر خان روغتون ډاکټران وايي، که دغه روغتون خصوصي سکټورته وسپارل شي، د کابل ښار ډېر شمېر اوسېدونکي به له وړیا روغتیايي خدمتونو بې برخې شي...
د کسپین د سمندرګي د غاړې د پنځو هېوادونو مشران نن په قزاقستان کې جرګه کېږي چې د دغه سمندرګي د حقوقي...
د کسپین د سمندرګي د غاړې د پنځو هېوادونو مشرانو نن په قزاقستان کې په غونډه کې د دغه سمندرګي د حقوقي موقف
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России