په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ یو شمېر ادارو نن سې شنبه یو نوی منشور جوړ او لاسلیک کړ.
د دې منشور هدف د کار په ځای کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د کاري او جنسي تبعیض او د هغوی د ځورونې مخنیوی دی.
د ښځینه ژورنالېستانو د یوې ادارې مشرې فریدې نېکزاد نن خبریالانو ته وویل چې دا به په رسنیو کې ښځو ته د مصون کاري چاپېریال په برابرولو کې مرسته وکړي.
د صوابۍ ځايي ولس د انوارلحق په نامه د يوه کس د وژنې پرضد احتجاج پیل کړی دی، راپارېدلي ولس وايي چې پوليسو بېګا شپه په صوابۍ خاص کې پر يوه کور د چاپې دوران دغه کس د ښځو او ماشومانو مخې ته په ډزو وژلی دی. احتجاجیان د پوليس اهلکارانو پرضد د اېف ای ار او د پېښې پلټنې لپاره د عدالتي کميشن غوښتنه کوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ایټالیا په شمال کې یو پل نړېدلی دی.
د ایټالیا د ټرانسپورت وزیر ویلي چې ښايي ستره تراژيدي يې پېښه کړې وي.
راپورونه وايي چې پل نن د شدید طوفان له امله پر یوه صنعتي سیمه رانړېدلی دی.
د سیمې د امبولانس ادارې رسنیو ته ویلي چې لسګونه کسان ښايي مړه شوي وي.
د راپورونو په حواله، د پله د نړېدو پر مهال، لږ تر لږه لس موټر پر پله د تېرېدو په حال کې وو.
ملګرو ملتو د غزني په ښار کې بشري وضعیت ته اندیښنه ښکاره کړه، امریکا د سلګونو میلیارډو ډالرو په ارزښت پوځي بودیجه اعلان کړه، د دې ترڅنګ مو په دې خبرې ټولګه کې د هغه زمانې له عبادتځي خبروو چې لا انسانان له کرهڼې سره نه و اشنا.
دا خبرونه د شپې ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ:
په ارمنستان کې مظاهرهچیانو نن د ارمنستان پخوانی ولسمشر رابرت کوچاریان اړ کړ چې خپل خبري کنفرانس لغوه کړي.
رابرت کوچاریان د ارمنستان د اساسي قانون حاکمیت ته د خنډ پېښولو په تور نیول شوی او پرون له توقیفه خوشې شو.
هغه محاکمې ته انتظار دی.
کوچاریان غوښتل چې نن د ارمنستان په پلازمېنه یروان کې له خبریالانو سره خبرې وکړي، خو سلګونه مظاهرهچیانو د کوچاریان د خبري غونډې لپاره ځانګړې شوې خونه ونیوله او د ودانۍ شااوخوا یې کلابنده کړه.
له دې امله کوچاریان مجبور شو چې له پلان شوي کنفرانسه تېر شي.
د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیال او له ترورېزم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د برخې مشر، ولادیمیر ورونکوف په افغانستان کې د ترورېزم د قربانیانو د درناوي لپاره په کابل کې دی.
د ملګرو ملتونو د سازمان د ترورېزم پر ضد د مبارزې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولادیمیر ورونکوف به په دې مناسبت په کابل کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون له لوري په جوړېدونکي کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د اګسټ میاشتې ۱۷مه هر کال د ترورېزم د قربانیانو د یاد او د هغوی د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې ده. Читать дальше...
د غزني ښار د جګړې پر پنځمه ورځ خبریالان وتوانیدل چې دې ښار ته ورشي. په دې ښار کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په جګړه کې لږ تر لږه سل ملکیان وژل شوې دي. په نیویارک کې د ملګرو ملتو دفتر په غزني ښار کې بشري وضعیت ته اندیښنه څرګنده کړه:
ارګ وایي په ایران باندې د امریکا بندیزونه د افغانستان په صادراتو او وارداتو کوم لوی تأثیر ځکه نهشي کولای چې دغه هېواد اوس بهر ته ...
د کندز خلک وايي چې په دغه ولایت کې کابو له یو کال راهیسې پر مخابراتي شبکو د شپې له خوا بندېز...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه پر غزني ښار بشپړ کنټرول لري او دښمن پر شا تمبول شوی دی.
ولسمشر ممنون حسین دستورې ته په وینا کې وویل تېر حکومت او اپوزيشن ګوندونو په ګډه د ټاکنو کميشن ته زيات اختيارات ورکړل خو کميشن هم باید د انتخاباتو په اړه د ګوندونو اندېښنې لیرې کړي.
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او د ولسواليو سلګونه خلک وايي، د شکایاتو کمېسيون له لېسته د لیرې کړل شویو نوماندانو سره د ...
د ازادي راډيو د ځوان فکر دا خپرونه مو له ځوان افغان انجنیر زرغونشاه اقبال سره ده. ښاغلي اقبال په دې وروستیو کې ...
په څېرې پروګرام کې ملالۍ بشير له سندرغاړې رمشا شفا سره خبرې کړې- بشپړه مرکه دلته وګورئ.
د خوست د پوهنې ریاست چارواکي له قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او روڼ اندو غواړي چې د ښوونځیو د نظم په ښه کولو، د لوستونو د کیفیت په لوړولو او د نجونو تعلیم ته د کورنیو په هڅولو کې خپله ونډه ډېره کړي.
د افغانستان د امریکايي پوهنتون مشر یو ځل بیا د دغه پوهنتون د دوو برمته شویو بهرنيو استادانو د خوشې کېدو غوښتنه ...
د ریال مادرید یو لوبغاړی د اروپا د فوټبال سوپر جام کې له ګډون پاتې شو.
اس خبري ویب پاڼې خبر ورکړی چې د ریال مادرید مدافع د ټپ له امله نه شي کولای چې د اروپا سوپرجام په سیالیو کې ولوبېږي.
سبا شپه ریال مادرید له اتلتیکو ټیم سره سیالۍ لري او مادرید ټیم نه شي کولای چې د ښي لاس له مدافع الوارواودریزولا نه ګټه واخلي.
دغه اسپانیايي لوبغاړي په دې وروستیو کې امریکا ته په سفر کې ټپ خوړلی او اسپانیايي کلب اعلان وکړ چې د دغه لوبغاړي په پښه کې ژور ټپ خوړلی او تر دوو اونیو نه شي کولای لوبه وکړي.
د پاکستان خلک نن د خپلواکۍ ۷۱ کالیزه لمانځي.
پاکستان په ۱۹۴۷ مېلادي کال کې، د یوه خپلواک هېواد په توګه تشکیل شو.
د هغه هېواد ولسمشر، ممنون حسین نن په رسمي مراسموکې د پاکستان بیرغ پورته کړ.
په پاکستان کې د جولاي په ۲۵ نېټه پارلماني انتخابات وشول او دا هېواد د سیاسي بدلونونو په اوج کې د استقلال جشن لمانځي.
د پاکستان د کرکټ پخوانی ستوری او د تحریک انصاف پاکستان مشر، عمران خان د صدراعظم څوکۍ ته له مخکښو کاندیدانو دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې پوځي اډه چې په سیمه کې "کمپ چینایا " ورته ویل کېدل، نیولي ده.
د دفاع وزارت ویاند، غفور احمد جاوېد اسوشېټډ پرېس ته ویلي په غورماچ کې د "کمپ چینايا " په نوم پوځي اډه له دریو ورځو راهیسې محاصره وه.
غفور احمد ویلي چې ۱۷ پوځیان وژل شوي او ۱۷ تنه زخمیان شوي دي.
په شمال کې د اردو یوه ویاند، محمد حنیف رضايي رسنیو ته ویلي چې د حملې پرمهال په دې پوځي اډه کې ۱۰۰ عسکر موجود و.
رضايي ویلي، یوشمېر عسکر وژل شوي، ځیني وسله والو... Читать дальше...
د هسپانیې د فوټبال لیګ «La Liga» نن سې شنبه اعلان وکړ چې له فېسبوک سره یې قرارداد کړی چې له مخې یې په افغانستان، پاکستان او د هند د لويې وچې په نورو هېوادونو کې خلک کولائ شي چې وړیا د دوی مسابقې وګوري.
لومړۍ مسابقه به د سې شنبې په ورځ پر فېسبوک خپرېږي.
د هسپانیې د فوټبال د سیالیو په دریو فصلونو کې ۳۸۰ مسابقې کېږي.
د هسپانیې د فوټبال لیګ د دیجیتل ستراتيژي مشر، الفرېدوبرمیښو ویلي چې د هند د لویې وچې په هېوادونو کې ۳۵۰ میلیونه وګړي له فېسبوکه کار اخلي او دوی غواړي چې له دې لارې د امکان تر حده، له ډېرو خلکو سره ارتباط ټینګ کړي.
د اسپانیا د فوټبال لیګ «La Liga» نن سې شنبه اعلان وکړ چې له فېسبوک سرهیې قرارداد کړی چې له مخې یې په افغانستان، پاکستان او د هند د لويې وچې په نورو هېوادونو کې خلک کولائ شي چې وړیا د دوی مسابقې وګوري.
لومړۍ مسابقه به د سې شنبې په ورځ پر فېسبوک خپرېږي.
د اسپانیا د فوټبال د سیالیو په درېیو فصلونو کې ۳۸۰ مسابقې کېږي.
د اسپانیا د فوټبال لیګ د دیجیتل ستراتېژي مشر، الفرېدوبرمیښو ویلي چې د هند د لویې وچې په هېوادونو کې ۳۵۰ میلیونه وګړي له فېسبوکه کار اخلي او دوی غواړي چې له دې لارې د امکان تر حده، له ډېرو خلکو سره ارتباط ټینګ کړي.
د ازادي راډیو اوونیزه «ژوند په شېبو کې» پروګرام کوترو ته ځانګړی شوی، په پیل کې به واورئ چې په افغانستان او نړۍ کې د ...
د شبرغان ښار د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ کلیزې د لمانځې لپاره چمتووالی نیسي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه ورځې د لمانځې لپاره بېلابېل پروګرامونه برابر کړي دي.
په دې اړه تفصیل د عالم رحمانیار په راپور کې.
د شبرغان ښار د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ کلیزې د نمانځې لپاره چمتوالی نیسي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه ورځې د نمانځې لپاره بېلابېل پروګرامونه برابر کړي دي.
په دې اړه تفصیل د عالم رحمانیار په راپور کې:
ټاکل شوې چې د غور ولایت د وشوو فدراسیون د اتو ټیمونو ترمنځ سیالي ترسره شي.
د دغه ولایت د وشوو فدراسیون مشر امیرمحمد غوري نن ازادي راډیو ته وویل دغه سیالۍ به د راتلونکې شنبې په ورځ د افغانستان وشوو ټیم ته د غور لوبغاړي د معرفي کېدو په هدف د غور په مرکز فیروزکو کې ترسره شي.
ښاغلی غوري زیاتوي چې په دغو سیالیو کې به شااو خوا اتیا ورزشکاران په دوو ټیمونو کې چې یو یې ځوانان او بل یې لویان ټیمونه دي تقسیم او د هر ګروپ غور لوبغاړی به د افغانستان ملي ټیم ته معرفي شي.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России