په هرات کې یوې چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان وژلي
پرون پنجشنبه په هرات ښار کې یوې چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان وژلي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې چادونه مازیګر شپږ بجې په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو په وسیله شوې ده. د نوموړي په وینا په ټپیانو کې هم یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي. ښاغلي فرهاد د چاودنې د هدف په اړه وویل: ” ددې چاودنې هدف په شینډنډ ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو پخوانی قومندان ملا امیر و، چې هغه په چاودنه کې برسیرن ټپي شوی دی. له... Читать дальше...