پاکستان وايي له کابل او واشنګټن سره یو ځای امنیتي ستونزې هواروي
پاکستان او افغانستان دواړه سره کښېناستل، پر خپلو چیلېنجونو یې غور وکړ او د هغو د حل یوه لار او مېکانېزم یې موندلی چې پینځه اړخونه او برخې لري. موږ به هڅه کوو
پاکستان او افغانستان دواړه سره کښېناستل، پر خپلو چیلېنجونو یې غور وکړ او د هغو د حل یوه لار او مېکانېزم یې موندلی چې پینځه اړخونه او برخې لري. موږ به هڅه کوو
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان ویلي چې د پېښور د چټک بس سروېس په ګډون به هغه پروژې بشپړوي چې له تېر حکومته ورپاتې دي. نوموړي د اګست پر ۲۳مه په سوات کې مشال راډیو ته وویل، هڅه به کوي چې د انرژۍ یا توانایۍ بحران ختم کړي. دا تر وزیراعلا منتخبېدو وروسته د محمود خان خپل کلي مټې ته لومړی سفر دی چې د اختر مبارکۍ لپاره ورته د سیمې ګڼ خلک ورغلي ول. د پېښور د چټک بس سروېس یا بي ار ټي د پروژې نه بشپړېدو له کبله د تحریک انصاف پخوانی صوبايي حکومت تر انتقاد لاندې راغلی وو او ان پېښور هایکورټ هم د دې پروژې د ځنډ او د دې ټېکې ورکولو نوټس اخیستی وو. Читать дальше...
د فرانسې پولیس وايي، یوه کس له پلازمېنې پاریس سره نېږدې دوه ښځې په چړو وژلي او یو کس یې سخت ژوبل کړی دی.
د دې اوونۍ خپرونې ته مو د نوميالي سندرغاړي، استاد شاه ولي تر څنګ د پښتونخوا يو شمېر ځوان سندرغاړي مېلمانه کړي ول.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ څخه د ۲۰ اووره سیالیو لړۍ وګټله. افغانستان د دې مسابقو لومړۍ په ۱۶ او پرون دوهمه په ۸۱ منډو وګټله. په بیټنګ کې حضرت الله ځاځی او په باولینګ کې راشد خان او مجیب الرحمن ښه وځلېدل. ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلنډ لوبډلې سبا په درېمه ۲۰ اووره سیالۍ کې سره مخامخ شي.
د بغلان د نهرین ولسوالۍ جنايي مدیر د دولت د وسله والو مخالفینو په یوه غلچکۍ حمله کې وژل شوی دی. د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار ازادي راډیو ته وویل چې د نهرین جنايي مدیر په خپل موټر کې له کندز څخه پلخمري ته روان وو چې د مرکزي بغلان په ساحه کې پرې برید وشو. د مظلومیار په وینا په دې پېښه کې د نهرین له جنايي مدیر سره په موټر کې دوه تنه نور سپاره کسان ژوبل شوي دي. د دې حملې مسؤلیت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی. سره له دې چې وسله والو طالبانو په اختر کې د افغانستان د حکومت د اوربند... Читать дальше...
د مولدووا ولسمشر وايي، د دغه هېواد لومړۍ ستونزه فساد یا بېوزلي نه ده، بلکې د نفوسو کمېدا ده. ولسمشر ایګور دودان ازادي راډیو ته وویل: "موږ د خپل نفوس په درو کې یوه برخه له لاسه ورکړې، نو د نفوس کمېدا لومړۍ درجه ستونزه ده چې موږ اوس ورسره مخامخ یوو." د مولدووا د وروستۍ سرشمېرنې له مخې، د پخواني شوروي اتحاد د دې جمهوریت نفوس په ۲۰۱۴ مېلادي کال ۳ میلیونه و، خو بېلابېل اټکلونه اوس ښيي چې له دې هېواد څخه له ۶ لکه تر ۱ میلیون تنه نورو هېوادونو ته تللي دي.
کرېملېن وايي، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د روسیې د تور سمندرګي په ساحلي ښار سوچي کې سره ولیدل. د روسیې د انترفکس خبري اژانس د راپور له مخې، لوکاشینکا په دې کتنه کې چې پرون چهارشنبه وشوه، له پوتین څخه ده ته د بلنې په خاطر مننه وکړه او ویې ویل چې د دوو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو کې بېلابېلې ستونزې کوټه شوي دي. لوکاشینکا وویل چې باید دا ستونزې حل شي.
امریکايي چارواکي وايي، هکرانو هڅه کړې چې د ډیموکراټ د ملي کمېټې د رای ورکوونکو ستر ډیټابېس یا د معلوماتو زېرمتون ته ننوزي خو مخه یې ونیول شوه. دا هڅه دوه کاله وروسته له دې وشوه چې پر روسي ایجنټانو د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لړ کې د دې کمېټې د ایمیلونو د هک کولو او افشا کولو تور پورې شو. د ډیموکراټ ګوند غړیو پرون چهارشنبه وویل، د ویبپاڼې امنیتي کمپنۍ چې له مصنوعي ذهانته کار اخلي، دا هڅه ناکامه او افشا کړه.
د امریکا متحدو ایالتونو او چین نن پنجشنبه پر یو بل نوره تعرفه زیاته کړه او د چین د ټکنالوژۍ د پالیسۍ پر سر سوداګري لانجه یې نوره هم پراخه کړه. د چین پر تجارتي مالونو د امریکا له لوري د تعرفې ۲۵ فیصده زیاتوالی چې پخوا اعلان شوې وه، په داسې حال کې عملي شوه چې د دوو هېوادونو استازي د سوداګري اختلافاتو په اړه په واشنګټن کې پر خبرو بوخت دي. تر اوسه پورې د دوی په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی. د یو بل پر خلاف نوې تعرفي ۱۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د اختر په لومړۍ ورځ د کابل ښار پر يو شمېر سیمو د راکټي بریدونو په اړه ...
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان پر اسلام اباد د زیات فشار راوړلو غوښتنه وکړه.
د هند وزیراعظم نريندرا مودي د هغه په مرګ خپګان ښودلی او پر ټوېټر پاڼه يې ليکلي چې کلديپ نير د خپل وخت يو لوی دانشور وو.
سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد د احتمالي ټاکنې په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې او په خپله خلیلزاد هم د خبریالانو استول شویو پیغامونو ته ځواب نه دی ویلی.
د روس ولسمشر وایي،د امریکا له ولسمشر سره یې د تیرې میاشتې لیدنه کتنه ګټوره وه.
ایا د پاکستان نوی صدراعظم، عمران خان کولائ شي چې خپل هېواد له هغه ساړه ډیپلوماټیک حالته چې په وروستیو ...
که یوې خواته په غزني کې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د ښار لومړی امنیتي کمربند مات او د ښار منځ ته...
خو د نړۍ د اسعارو په بازارونو کې د ترکۍ لیرې بیه نن، پنجشنبه د سنبلې لومړۍ نېټه، د ډالر په مقابل کې یو اعشاریه یو فیصد را ولوېده...
د اسلامي دولت سخت دریځي ډلې مشر ابوبکر البغدادي په یوه صوتي پیغام کې چې هغه ته منصوب او په یوه کال کې د هغه لومړنی پیغام بلل کېږي، خپل پلویان دې ته هڅوي چې په نړۍ کې د خپلو دښمنانو په وړاندې جګړې ته دوام ورکړي. دغه ۵۴ دقیقه یي پیغام د دغې سخت دریځې ډلې د الفاروق فونډیشن د رسنیو څانګې د چهارشنبې په ورځ خپور کړی دی. د البغدادي د اوسېدو او داچې ایا هغه ژوندی دی که مړ، په اړه په وروستیو کې ضد ونقیض راپورونه خپاره شوي دي. له کله چې بغدادي د ۲۰۱۴ کال په جون کې خلافت اعلان کړ، له هغه راهیسې دې ډلې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پام کې لري چې په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د یوه ځانګړي استازي ...
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسواليو اسېدونکي چې ترینکوټ ښار ته د مېلې لپاره راغلي د لوی اختر په درېیمه ورځ...
د روسیې ولسمشر وایي، د امریکا له ولسمشر سره یې د تیرې میاشتې لیدنه کتنه ګټوره وه. ولادیمیر پوتین پرون وویل چې دواړو لوریو دا هیله نه کوله چې په دوه ساعته غونډه کې به خپل ټول اختلافات له منځه وړي. تمه ده چې سبا د پوتین د ملي امنیت سلاکار له خپل امریکایي سیال سره وګوري. پوتین وویل چې د نظر تبادله او مخامخ خبرې تل ګټورې وي. د ماسکو او واشنګتن اړیکي د اوکراین او سوریې په جګړو کې د روسیې د مداخلې او د امریکا د جمهوري ریاست د تیرې دورې په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د تور له امله تر سړې جګړې راوروسته تر بل هر وخت ساړه شوې دي. Читать дальше...
په نیویارک کې د ملګرو ملتو په مرکزي دفتر کې پرون د ملګرو ملتو د پخواني سرمنشي کوفي عنان پر مړینه غمرازي وشوه. د ملګرو ملتو اوسني سرمنشي انتونیو ګوتیریس وویل: « په دې وختونو کې چې سیاسي اختلافات او سختې شخړې په زیاتیدو دي، موږ تر بل هر وخت د کوفي عنان سولې غوښتونکي روحیې ته ډیره اړتیا لرو» کوفي عنان د شنبې په ورځ د اتیا کلونو په عمر د سویس په بیرن ښار کې د ورپیښې ناروغي له امله ساه ورکړه. کوفي عنان لومړی افریقایی تورپوستی و چې په ۱۹۹۷ کې د ملګرو د سرمنشي په توګه غوره شو او تر ۲۰۰۶ کال پورې یې دوې دورې دا دنده مخته یووړه.
طالبان وایي چې دوی به د مسکو غونډې ته یو جګپوړی پلاوی واستوي. رویټرز اژانس پرون څو ساعته وروسته تر دې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا دا خبر ورکړ چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي ازادي راډيو ته وویل چې د مسکو په غونډه کې به د افغانستان د حکومت استازي برخه وانخلي. واشنګتن هم دې غونډې ته خپل استازی نه لېږي. تمه ده چې د سپتمبر په څلورمه د مسکو په غونډه کې د پاکستان، ایران، هند او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو استازي برخه واخلي.
طالبان وایي چې دوی به د ماسکو غونډې ته یو جګپوړی پلاوی واستوي. رویټرز اژانس پرون څو ساعته وروسته تر دې د طالبانو د ویاند ذبیح اله مجاهد په وینا دا خبر ورکړ چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت اله احمدي ازادي راډيو ته وویل چې د ماسکو په غونډه کې به د افغانستان د حکومت استازي برخه وانخلي. واشنګتن هم دې غونډې ته خپل استازی نه لیږي. تمه ده چې د سپتمبر په څلورمه د ماسکو په غونډه کې د پاکستان، ایران، هند او د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادو استازي برخه واخلي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости