د نیوزیلانډ کرکټ لوبډلې پاکستان ته له ورتګه انکار وکړ
د نیوزیلانډ کرکټ لوبډلې پاکستان ته له ورتګه انکار وکړ.
د پاکستان او نیوزیلانډ کرکټ لوبډلې د را روانې اکتوبر په میاشت کې د ټېسټ، یو ورځنۍ او ۲۰ اوورېزه سیالیو په ترسره کولو هوکړې ته رسیدلي و، خو د نیوزیلانډ کرکټ بورډ د پاکستان هغه وړاندیز رد کړی چې شل اورېزې سیالۍ دې په پاکستان کې ترسره شي.
د نیوزیلانډ د کرکټ بورډ رئیس ګرېګ بارکلي ویلي، امنیتي بنسټونو ورته ویلي چې د امنیتي ستونزو له کبله دا وخت د پاکستان دوره مناسبه نهده.
له دې انکار وروسته ټاکل شوې چې د نیوزیلانډ او پاکستان ترمنځ دری ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اورېزې سیالۍ د پاکستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي.
د ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې چې په پاکستان کې په سریلانکايي کرکټ لوبډلې تروریستي برید وشو، نړیوالې لوبډلو په پرله پسې توګه دې هېواد ته له تلو نه انکار کړی دی.