د نیوزیلاند کرکټ لوبډلې پاکستان ته له ورتګه انکار وکړ
![د نیوزیلاند کرکټ لوبډلې پاکستان ته له ورتګه انکار وکړ](https://gdb.rferl.org/EE395B77-9579-4859-BC9F-46AC6A7A40AE_w800_h450.jpg)
د نیوزیلاند کرکټ لوبډلې پاکستان ته له ورتګه انکار وکړ.
د پاکستان او نیوزیلاند کرکټ لوبډلې د راروانې اکټوبر په میاشت کې د ټېسټ، یو ورځنۍ او ۲۰ اوریزه سیالیو په ترسره کولو هوکړې ته رسېدلي و، خو د نیوزیلاند کرکټ بورډ د پاکستان هغه وړاندیز رد کړی چې ۲۰ اوریزې سیالۍ دې په پاکستان کې ترسره شي.
د نیوزیلاند د کرکټ بورډ رئیس ګرېګ بارکلي ویلي، امنیتي بنسټونو ورته ویلي چې د امنیتي ستونزو له کبله دا وخت د پاکستان دوره مناسبه نهده.
له دې انکار وروسته ټاکل شوې چې د نیوزیلاند او پاکستان ترمنځ درې ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې سیالۍ د پاکستان په کوربهتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې چې په پاکستان کې په سریلانکايي کرکټ لوبډلې ترورېستي برید وشو، نړیوالې لوبډلو په پرلهپسې توګه دې هېواد ته له تلو نه انکار کړی دی.