د کونړ او ننګرهار پولیسو نېږدې ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي
![د کونړ او ننګرهار پولیسو نېږدې ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي](https://gdb.rferl.org/D46E2461-910A-4676-804C-38FF8F38254C_cx49_cy40_cw30_w800_h450.jpg)
د کونړ او ننګرهار پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې نېږدې ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.
د هېواد په ختیځ کې د شمشاد ۲۰۲ زون قومندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې پوليسو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ۳۹ کیلو ګرامه چرس ونیول چې ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.
په دوهمه پېښه کې د کونړ ولايت پولیسو ۵ کیلو ګرامه چرس ونيول چې د کرولا موټر په وسيله ننګرهار ولایت ته قاچاق کېدل.
د یادونې وړ ده چې په دې پېښو کې درې تنه د قاچاقو په تور نیول شوي هم دي.