په ایران کې د اقتصادي ستنونزو پر وړاندې د خلکو مظاهرې دوام لري
په ایران کې د روانو اقتصادي ستنونزو پر وړاندې د خلکو مظاهرې دوام لري.
په ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاره کېږي چې په مرکز تهران او یو شمېر نورو ښارونو کې سلګونو کسانو تېره شپه هم اعتراضونه وکړل.
د ایران خلک په لوړه سطحه د انفلاسیون، د ایراني ریال د بيې د ټیټیدو او نورو اقتصادي ستونزو له امله په غوصه دي او له تېرو ۷ ورځو راپه دېخوا يې په مظاهرو لاس پورې کړی دی.
راپورونه وايي چې په تهران کې د مظاهرچیانو د مخنیوي لپاره زیات شمطر پولیس ځای پر ځای شوي دي.
په یوې ويډیو کې چې د ازادي راډیو فردا څانګې ته استول شوې ده، ښکاره کېږي چې د تهران په کرج ولسوالۍ کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ اخ او ډب کېږي.