د یوې روسۍ هلیکوپټرې غورځېدو کې ۱۸تنه مړه شوي
![د یوې روسۍ هلیکوپټرې غورځېدو کې ۱۸تنه مړه شوي](https://gdb.rferl.org/41D73C3A-97ED-4F2D-BC22-54E033F62937_w800_h450.jpg)
د روسيې یوه هلیکوپټر د دې هېواد په سایبیریا سیمه کې غورځېدلې ده چې له امله يې ۱۸ کسان وژل شوي دي.
د روسيې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې دا پېښه نن سهار د اګارکا د ښار په ۱۸۰ کېلومتری کې شوې ده.
دې وزارت د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
روسي رسنیو ویلي دي چې د دې هلیکوپټر د غورځېدو په پېښه کې د عملې درې کسان او ۱۵ سپرلی وژل شوي دي.
په سمدستي توګه د دې پېښې علت معلوم شوی نه دی.