د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۷ وسله وال او یو سرتېری وژل شوي
![د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۷ وسله وال او یو سرتېری وژل شوي](https://gdb.rferl.org/19E255CE-82F4-45F2-8FF7-F80CCDE2DD40_w800_h450.jpg)
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې ۷ وسله وال او یو سرتېری وژل شوي دي.
په همدې حال کې راپورونه وايي چې د شنبې د ورځې تر دې نښتې وروسته د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې سلګونو کسانو د هند ضد اعتراضونه هم وکړل.
امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې او اوښکې بهوونکی ګاز يې استعمال کړ.
په دې شخړو کې ۱۵ مظاهره چیان ژوبل شوي دي.
هند او پاکستان له ۱۹۴۷میلادي کال راهیسې پرې سیمه د بريتانيا د واک تر پای ته رسېدو وروسته د کشمیر پر سر دوه ځله جګړه کړې ده.