د جهان سپورټ لوبډلې د کابل د والیبال سیالیو اتلولي وګټله
د جهان سپورټ د والیبال لوبډلې د غلام حیدرجیلاني لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د کابل د والیبال سیالیو اتلولي وګټله.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن یکشنبه ازادي راډيوته وویل چې په پایلوبه کې د جهان سپورټ د والیبال لوبډلې ۳ د ۲ په وړاندې د غلام جیلاني حیدر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
پهدغو سیالیو کې د کابل ښار د والیبال ۷ کلبونو جهان سپورټ،غلام حیدر جیلاني، د کابل ښاروالۍ، سرې میاشتې، صوفي کلب، افغان ملي کلب او سروري الکتریک برخه اخېستې وه.
د ښاغلي پیمان د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ د زمري میاشتې په اتمه نېټه پېل او د همدې میاشتې په ۱۳مه نېټه پای ته ورسېدې.
د کابل د ښاروالۍ لوبډلې په دغو سیالیو کې د درېیم مقام ترڅنګ د اخلاقو د کپ ګټونکی هم شو.