بنګله دېش د مبايلونو د انټرنټي خدماتو د ځنډولو امر کړى
په بنګله دېش کې چارواکو د ٢٤ ساعتونو لپاره د مبایلونو د انټرنټ د بندولو امر کړى دى.
دا د هغو اقداماتو برخه ده چې له يوې اوونۍ د محصلانو د پيل شويو اعتراضونو د ختمېدو لپاره شوي دي.
د بنګله دېش د مخابراتو د تنظيم کمېسيون يوه چارواکي پرون وويل، د قانون نافذوونکو په داسې حال کې چې مظاهرې شديدې کېدې، د مبايلونو د انټرنټي خدماتو د ځنډولو امر کړى دى.
عيني شاهدان او روغتيايي چارواکي وايي، پرون په پلازمېنه ډاکه کې وروسته له هغې تر ١٠٠ زيات کسان ټپيان شول چې پوليسو پر مظاهره چيانو رابړي مرمۍ وويشتلې.
پوليسو ويلي چې پر مظاهره چيانو يې رابړي مرمۍ يا هم اوښکي بهوونکي ګاز نه دي کارولي.
په وروستيو مياشتو کې د ملکي کارکوونکو د ګمارنې په چارو کې د تبعيضي چلند له کبله پراخې مظاهرې شوي دي.