د خوست خلک وايي، په لوی اختر کې دې ډز بند وشي
د اګست پر پنځمه، د خوست قومي مخورو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې له افغان دولت او وسلوالو طالبانو وغوښتل، چې په لوی اختر کې دې دایمي اوربند وکړي او ستونزو ته دې د مخامخ خبرو اترو له لارې حل لارې پیدا کړي.