فراه چارواکي: په بالابلوک ولسوالۍ کې ۱۹ طالبان وژل شوي
په فراه کې چارواکي وايي، په بالابلوک ولسوالۍ کې ۱۹ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۳۲ تنه زخمیان شوي دي.
د فراه د والي ویاند، محمد ناصر مهري نن «سې شنبه، د اګسټ اوومه» ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو پرون شپه په بالابلوک ولسوالۍ کې پر درېیو پوستو ډلهییزه حمله کړې وه چې تر نن سهار تقریباً څلورو بجو روانه وه.
د مهري په وینا، پهدې حملې کې څلور عسکر وژل شوي او شپږ تنه زخمیان شوي دي.
د حملې په ځای کې د افغانستان د پوځ الوتکو بمبار هم کړی دی.
وسلهوالو طالبانو پهدې اړه خبرې نهدي کړي.