هوتک: خوست کې د ایمرجنګ کمپ خپلمنځي سیالیو دوهمه لوبه ترسره شوه
![هوتک: خوست کې د ایمرجنګ کمپ خپلمنځي سیالیو دوهمه لوبه ترسره شوه](https://gdb.rferl.org/80F8DEB6-3C88-4C62-8F09-627D1EFE22C8_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، په خوست کې د ایمرجنګ کمپ خپلمنځي سیالیو دوهمه لوبه نن د«A» او «B» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، د «A» لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو، ۲۸۳ منډې ترلاسه کړې چې له ډلې یې بهیر محبوب ۸۰، اکرام علي خېل ۶۹ او رحمان الله ګربز ۵۷ ډېرې منډې جوړې کړې.
همدارنګه د «B» لوبډلې توپ اچوونکو له ډلې سمیع الله پنځه، نجات مسعود، یوسف ځاځي دوه- دوه او ضیاالرحمان اکبر یو لوبغاړی وسوځاوه.
د «B» لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې ابراهیم ځدراڼ ۷۴، درویش رسولي ۶۳ او منیر احمد ۶۱ منډې ترسره کړې.
د «A» لوبډلو د توپ اچوونکو له ډلې ضیا الرحمان څلور، ناصر توتاخېل او عبدالباقي دوه- دوه او فضل حق یو لوبغاړی وسوځاوه.
د یادولو وړ ده چې په دغو سیالیو کې هغه لوبغاړي لوبه ترسره کوي چې د فټنس د یویوو «yoyo» ازموينه کې يې د ۱۷،۱ نمرو معيار پوره کړی دی.