د کونړ په مرکز اسعداباد کې ۵ میګاواټه لمریزه برښنا جوړېږي
![د کونړ په مرکز اسعداباد کې ۵ میګاواټه لمریزه برښنا جوړېږي](https://gdb.rferl.org/83310066-2070-4AB3-817D-0F31D0152352_w800_h450.png)
د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ۵ میګاواټه لمریزې برښنا دستګاه جوړېږي.
په یاده پروژه به ۱۱ ميلیونه امریکايي ډالر لګښت راشي او ۹۵۰۰۰ زرو کورنیو ته به برښنا ورکړل شي.
د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال د دوشنبې په ورځ ازادې راډیو ته وویل چې د لمریزې برښنا د تولید لپاره سروې پیل شوې چې ډېر زر به يې نورې عملې چارې هم پیل شي.
د کونړ والي همدا راز وايي چې هم يې د مناګي په برښنا کوټ کار چټک کړی او هم غواړي چې په اسعداباد کې د برښنا تولیدوونکې فابریکې بیا اساسي رغولو چارې ډېر ژر پیل کړې.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې کونړ ته د لکونو امریکايي ډالرو په لګښت ډیزلي برښنا د تولید لپاره دکلیو پراختیا وزارت له خوا کلیوالي شورا ګانو ته جنراتورونه ورکړل شول چې د څو ورځو لپاره یې د خلکو کورونه رڼا کړل، خو بیا خلکو سره د تېلو د اخيستلو وس نه و او جنراتورونه اوس له شوراګانو سره بېکاره پراته دي.