خامنه یي: په ایران کې اقتصادي ستونزې تر ډېره د ناسم مدیرت نتیجه ده
![خامنه یي: په ایران کې اقتصادي ستونزې تر ډېره د ناسم مدیرت نتیجه ده](https://gdb.rferl.org/F3C79A62-2F08-45B2-9E65-36C7423C6AD6_cx2_cy6_cw52_w800_h450.jpg)
د ایران سترمذهبي مشر ایات الله خامنه یي وایي، په هېواد کې اقتصادي ستونزې د امریکا د فشارونو نه، بلکې تر ډېره د داخلي ناسم مدیرت نتیجه ده.
د ایران دولتي ټلویزیون د خامنه یي له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، د امریکا د بندیزونو په نسبت د اقتصادي وضعیت ناسم مدیریت د ایران پر عادي وګړو فشارونه زیات کړي دي.
خامنه یي دغه راز ویلي چې د ښه مدیریت کولو او پلانولو له لارې کولای شو چې د بندیزونو په وړاندې ودرېږو او پر هغو برلاسي شو.
له کله چې د امریکا متحده ایالات د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه وتلی او پر تهران یې بندیزونه بېرته لګولي، د ایران پیسې ریال خپل ارزښت ډېر له لاسه ورکړی دی.
په ایران کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په وړاندې په وروستیو کې د تهران په ګډون د دې هېواد په څو ښارونو کې خلکو اعتراضیه مظاهرې وکړې.