پوهنې وزارت وايي پرونی برید د پوهنې پر وړاندې برید و
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د کابل په دشت برچي سیمه کې پرونی برید د پوهنې پر وړاندې برید و.
د دغه وزارت ویاندې نوريې نزهت نن په کابل د افغان زده کوونکو لپاره د ایګل لایف په نامه د یوه روزنیز پروګرام د پرانیستې په غونډه کې وویل چې هېڅڅوک نهشي کولای افغانان د زدهکړې له بهیره راوګرځوي.
تېره ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه روزنیز مرکز کې د ځانمرګي برید له کبله لسګونه هغه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې د کانکور ازموینې لپارهیې چمتووالی نیوه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خبره په دغه برید کې ۳۴ تنه وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي.