د ډنالډ ټرامپ مدافع وکیل منلي چې د مالي سرغړاوي تورونه قبول کړي
امریکايي چارواکي وايي، د امریکا د ولسمشر ډنالډ ټرامپ د اوږدې مودې شخصي مدافع وکیل منلي چې د انتخاباتي کمپاین د مالي سرغړاوي او نور جرمي تورونه قبول کړي.
دا د ولسمشر ټرامپ لپاره یو بل لوی قانوني ګوزار ګڼل کیږي.
د میشل کوهین له خوا پر ده د لګیدلو تورونو د منلو خبر د سه شنبې په ورځ په داسې حال کې خپور شو چې د امریکا د ولسمشر لپاره ستونزې په زیاتیدو دی.
تر دې مخکې د ورځې په پیل کې د ویرجینیا ایالت په الکساندریه کې فیدرالي منصفه هییت د ټرامپ د انتخاباتي کمپاین پخوانی مشر پاول منافورټ د بانکي او مالي درغلیو په اتو قضیو کې مجرم وباله.
دا تورونه د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکټور یناکویچ په شمول د روس پلوو اوکرایني سیاستوالو سره د منافورټ د کار کولو سره تړلي دي.
د کوهین قضیه په منهاټن کې د څارنوالانو له خوا مخکې بیول کیږي خو د راپورونو له مخې له هغو څیړنو راپورته شوې چې ځانګړی امریکايي مفتش رابرټ مولیر یې د امریکا د ۲۰۱۶ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرامپ د همکارانو او روسي چارواکو تر منځ د ممکنو لیدنو په اړه کوي.
هغه تورونه چې کوهین منلي په کې له روسیې سره ارتباط لرونکي فعالیتونه نه شته، خو په کې د امریکا د انتخاباتو له قانون څخه سرغړاوی، او هغو ښځو ته پیسې ورکول شامل دي چې ادعا یې کوله له ټرمپ سره نامشروع اړیکې لرلې.