د مسکو د غونډۍ په اړه افغان چارواکو ته معلومات نه دي رسېدلي
افغان چارواکي وايي، د مسکو د راتلونکو خبرو اترو په اړه دوی ته تر اوسه رسماً معلومات نه دي رسېدلي او په اړه یې دریځ نه شي اعلانولی.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي دا خبرې د سې شنبې په ماښام وروسته له هغې ازادي راډیو ته وکړي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغان طالبانو په هغو خبرو کې د روسیې له خوا د ګډون بلنه منلې ده چې ټاکل شوې ده د سیپټمبر د میاشتې په څلورمه نیټه مسکو کې وشي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې خبرو کې به پر روسیې سربېره، د افغانستان، پاکستان، ایران، چین او هندوستان استازي هم برخه ولري.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي وویل، لا رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي او کله چې افغان حکومت د مسکو د خبرو په اړه رسمي معلومات تر لاسه کړل نو د افغان حکومت مشرتابه به یې په اړه دریځ په ډاګه کړي.
روسیې چارواکي وايي، د مسکو د غونډې هدف دا دی چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې پروسه کې پرمختګ وشي او دغلته هرڅومره زر چې ممکنه وي سوله وشي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا د امریکا په شمول نور هېوادونه هم دې خبرو اترو ته وربلل شوي.
خو انټر فاکس خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یو ویاند له قوله ویلي چې امریکا د مسکو خبرو کې برخه اخیستل نه غواړي.