امریکا له سوریې د ایراني پوځیانو پر وتلو ټينګار کوي
امریکايي چارواکي له سوریې د ایراني پوځیانو پر وتلو ټينګار کوي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي له خپل روسي سیال به په خبرو کې له سوریې د ایراني پوځيانو د وتلو مسله یاده کړي.
تمه ده جان بولټن سبا د اګست ۲۳ په جینیوا کې د روسیې د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پتروشیف سره وګوري.
دوی دواړه د امریکا او روسې د ولسمشرانو تر لیدنې وروسته لومړی وار سره ګوري هغه لیدنه چې پکې امریکا او اسرائیل له سوریې د ایراني پوځیانو د وتلو مسله مطرح کړه.
له رویټرز خبري اژانس سره نن په یوه مرکه کې بولټن ویلي په سوریه کې څو زره امریکایي سرتېري ځکه ساتي چې د نورو مسایلو تر څنګ د هغه په خبره په دغه هېواد کې مېشت ایراني ځواکونه امریکا متحده ایالات او اسراییل ته ګواښ پېښوي.
هغه وویل چې په سوریه کې موږ د اسلامي دولت ډلې او د دې ډلې له خوا د پېښ تروریستي ګواښ د له منځه وړلو په لټه کې یو او هم د ایراني ځواکونو حضور اندېښمن کړي یو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال سره ولادمیر پوتین سره په فلنډ کې کتلي و او له سوریې د ایراني ځواکونو د وتلو مسله یې یاده کړې وه.
بولټن وايي په دې لیدنه کې پوتین ولسمشر ټرمپ ته وویل چې روسیه ایراني پوځیان له سوریې وتلو ته نه شي اړ ایستلی.
ایران چې د سوریې په جګړه کې د بشار اسد تر شا ولاړ دی ټینګار کړی چې د اسد د رژیم په خوښه په سوریه کې پاتې دي.