روسيې د مرکزي افریقا له جمهوریت سره پوځي موافقه لاسلیک کړه
روسيې پرون د مرکزي افریقا له جمهوریت سره پوځي موافقه لاسلیک کړه.
روسي رسنیو ویلي دي چې دا موافقه مسکو ته نېږدې د دولتونو د وسلو د نندارتون پر مهال د روسيې د دفاع د وزیر سرګې شویګو او د مرکزي افریقا د جمهوریت د دفاع د وزیر ترمنځ وشوه.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې درې روسي خبریالان د مرکزي افریقا په جمهوریت کې مړه موندل شوي دي.
د روسيې د دفاع وزیر ویلي دي چې دا موافقه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوځي برخه کې همکارۍ ټینګې او زیاتې کړي.
د مرکزي افریقا د جمهوریت زیاترې برخې د حکومت ضد وسله والو په کنټرول کې دي.