طالبان وایي د مسکو غونډې ته یو جګپوړی پلاوی استوي
طالبان وایي چې دوی به د مسکو غونډې ته یو جګپوړی پلاوی واستوي.
رویټرز اژانس پرون څو ساعته وروسته تر دې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا دا خبر ورکړ چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي ازادي راډيو ته وویل چې د مسکو په غونډه کې به د افغانستان د حکومت استازي برخه وانخلي.
واشنګتن هم دې غونډې ته خپل استازی نه لېږي.
تمه ده چې د سپتمبر په څلورمه د مسکو په غونډه کې د پاکستان، ایران، هند او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو استازي برخه واخلي.