د امریکا د بندیزونو په عکس العمل کې د روسیې نوې هڅه!
![د امریکا د بندیزونو په عکس العمل کې د روسیې نوې هڅه!](https://gdb.rferl.org/A978C651-4B7B-48C3-8146-768DD59689AB_w800_h450.jpg)
روسيې د امریکا د بندیزونو په عکس العمل کې ویلي دي چې له چین او ایران سره به ګډې هڅې وکړي چې په نړیوال تجارت په ځانګړي ډول د تېلو د پلورولو په برخه کې په ډالرو معامله بنده کړي.
د روسيي د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګې ریابکوف له انترنشنل افیرز مجلې سره په مرکه ویلي چې خبرې باید عملې بڼه غوره کړي او ډالر نور د دوه اړخیزو معاملو یوازینی وسیله نه وي.
ایران چې د روسيي په شان پرې امریکا بندیزونه لګولي دي پر همدې اساس غواړي چې په مالي تبادلو کې له ډالرو کار اخیستل بند کړي.
چین چې دا مهال له امریکا سره په سوداګریځ جنجال کې ښکېل دی له کلونو راپدیخوا هڅه کوي چې ډالر په سیمه کې د تجارتي تبادلې یوازینی وسیله نه وي.