د افریقا د لوېدیځ په اوبو کې د تېلو یوه بېړۍ نادرکه شوې
![د افریقا د لوېدیځ په اوبو کې د تېلو یوه بېړۍ نادرکه شوې](https://gdb.rferl.org/02B4CDC0-0BC9-4943-B8CD-9F63F650F74B_w800_h450.jpg)
د تېلو یوه لېږدونکي بېړۍ له ۱۹ سپرلیو سره چې ډېر یې د ګرجستان اتباع دي، د افریقا د لویدیځ په اوبو کې نادرکه شوې ده.
دا هغه سیمه ده چې سمندري غله په کې فعال دي.
د بېړۍ چلوونې هغه شرکت چې دا کښتۍ ورپورې اړوند ده وايي، له یوې اونۍ راهېسې ترې هېڅ خبر نه لري.
چارواکو د اګست په ۱۴ مه نیټه ویلي و چې یاده کښتۍ د ګابون د لیبر ویل په ساحلي سیمه کې نادرکه شوې ده.
کښتۍ په یو یوناني شرکت پورې اړوند وه او د لوم له سیمې لیبرویل ته روانه وه.
د ګورجستان حکومت او د ورکې کښتۍ اړوند اړوند شرکت ویلي چې په سپرلیو کې ۱۷ تنه ګورجستانیان دي، او دوه نور یې روسان دي.
که څه هم په ټوله نړۍ کې سمندري غلا کمه شوې ده خو روان میلادي کال له پیل راهېسې د ګینیا په خلیج د کښتیو د غصب، د کښتیو د عملي د تښتولو او سمندري غلا ۱۰۰ پېښې ثبت شوي دي.