صربیا له روسي بېلتون غوښتونکو سره د همکارۍ په تور د ملېشو یو مشر نیولی
په صربیا کې د چیت نیک په نوم د ملېشو د یوې ډلې قوماندان براتیڅلاف ژیف کوویچ د صربیانو د یوې داسې ډلې د جوړولو په تور نیول شوی چې د اوکراین د حکومت له روس پلوو بېلتون غوښتونکو سره یې همکاري کوله.
دا خبره د صربیا د کورنیو چارو وزارت کړې ده.
دې وزارت ازادي راډیو ته ویلي چې تورن به د ۴۸ ساعتونو لپاره په توقیف کې وي او وروسته به له جنايي تورونو سره څارنوالۍ ته وپیژندل شي.
ژیف کوویچ د اوکراین له خوا هم تر تعقیب لاندې دی ځکه داسې تورونه شته چې نوموړي د شپږ نور صربي اتباعو سره د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتون غوښتونکو په پلوۍ جګړه کې برخه اخیستې ده.
راپورونه وايي، ژیف کوویچ په ۲۰۱۴ م کال کې د هغو روسي ځواکونو سره هم ملتیا کړې چې د کریمیا ټاپوزمه یې ونیوله او له روسیې سره یې یوځای کړه.