افغانستان او ایرلنډ نن خپله دریمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه کوي
افغانستان او ایرلنډ نن خپله دریمه او وروستۍ شل اوریزه مسابقه کوي.
افغان ملي کرکټ ټیم ددې سیالیو چې په ایرلنډ کې روانې دي، لومړنۍ دوه ګټلي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي تیم به له شل اوریزو مسابقو وروسته له کوربه ټیم سره درې یو ورځنۍ لوبې هم وکړي.
د ایرلنډ له دورې وروسته به د افغانستان د کرکټ ملي تیم په راتلونکې سیپتمبر کې د اسیا جام په هېوادونو کې چې په متحده عربي اماراتو کې کېږي ګډون وکړي.