د کابل پولیس به نن د انتخاباتو د کمېسیون ددفتر مخې ته د تحصن خېمې ټولې کړي
د کابل امنیه قومانداني به نن ، شنبه د سنبلې ۳مه ، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر مخې ته د تحصن خېمې ټولې کړي.
د کابل امنیه قوماندان، داود امین پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ولایتي دفترونو له مخې به هم د تحصن کونکو خېمې ټولې کړي.
امین وویل چې دانتخاباتو دخپلواک کمېسیون د مرکزي او ولایتي دفترونو مخې ته د تحصن خېمې له اجازې پرته او په غیرقانوني ډول درول شوې.
د کابل امنیه قوماندان وویل، هېڅ څوک حق نه لري چې په دې ډول د انتخاباتو بهیر ته خنډ پېښ کړي.
داود امین : "موږ ته امر شوی چې دا خېمې ټولې کړو. پولیس به له وسلو پرته خو له سپر او ډنډو سره د خېمو د ټولو لپاره ورشي. "
د کابل امنیه قوماندان له اعتراض کونکو وغوښتل چې د پولیسو په مقابل کې دي له زور او تشدده کار نه اخلي.
تحصن د یوشمېرکسانوچې نومونه یې د ولسي جرګې د کاندیدانو له وروستي لسته ایستل شوي، پلویانو پېل کړی دی.