هسپانیې ددی هیواد د پخواني دیکتاتور هډوکي بل ځاي ته لېږدوي
![هسپانیې ددی هیواد د پخواني دیکتاتور هډوکي بل ځاي ته لېږدوي](https://gdb.rferl.org/B36F6ADA-FFD8-4C23-80DD-E97D93070F1D_w800_h450.jpg)
د هسپانیې حکومت پرېکړه وکړه چې د پخواني دیکتاتور ، فرانسیسکو فرانکو هډوکي د هغه له قبره وباسي او بل ځاي ته یې ولېږدوي.
د پرېکړې پر اساس، د فرانکو پر قبر جوړه شوې یادګاري ودانۍ به د هسپانیې د کورنۍ جګړې او د فرانکو د ظالم رژیم د قربانیانو په نوم شي.
د هسپانیې د صدراعظم مرستیالې، کارمین کالوو پرون، جمعه د سنبلې ۲مه په مادرید کې دحکومت د دې پرېکړې داعلان پرمهال، خبریالانوته وویل: " زموږ په څېر پخې ډېموکراسۍ ته دا په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده چې د دواړو خواو قربانیان په یوه ځاي کې وي او فرانکو لا هم په داسې ودانۍ کې چې پردولتي ځمکه جوړه شوې، له دولتي لقب سره قبر لري. دا هغو قربانیانو ته سپکاوی دی چې په همدې سیمه کې ښخ شوي دي. "
په هسپانیه کې کورنۍ جګړه له ۱۹۳۶ تر ۱۹۳۹ میلادي کاله پورې وه.
د فرانکو واکمني په ۱۹۷۵ میلادي کال کې د هغه له مړینې سره پاي ته ورسېده.
د فرانسیسکو فرانکو مړی په مادرید کې ښخ شو او یوه ځانګړې ودانۍ ورباندې جوړه شوه.
وروسته، په سمبولیک ډول د یوشمېر عادي هسپانویانو مړي چې د فرانسیسکو د دیکتاتور رژیم له لوري وژل شوي ول، په دې ځانګړي ځاي کې، د فرانکو دقبر په شاوخوا کې خاوروته وسپارل شول.
د فرانسیسکو فرانکو رژیم په هسپانیه کې د خپلو سیاسي مخالفانو د ځپلو لپاره خونړۍ کمپاین وچلاوه چې زرګونه هسپانویان ووژل، شکنجه، زنداني او لا درکه شول.