راپورونه: وسله والو طالبانو د بګرام پر هوايي ډګر راکټي بریدونه کړي
![راپورونه: وسله والو طالبانو د بګرام پر هوايي ډګر راکټي بریدونه کړي](https://gdb.rferl.org/435E1C75-E69D-46BC-B6C2-5F17A621EACE_w800_h450.png)
راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د بګرام پر هوايي ډګر راکټي بریدونه کړي دي.
د باګرام ولسوال سیف الله بیدار نن سهار ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د باګرام ولسوالۍ بالتو خېلو له سیمې پر باګرام هوايي اډې څو توغندي توغولي دي چې د نړیوالو ځواکونو له خوا په هوا کې له منځه وړل شوي او چاته یې زیان نه دی رسولی.
ښاغلی بیدار وايي، دا په وروستۍ یوې اوونۍ کې درېیم ځل دی چې پر باګرام هوايي ډګر د وسله والو له خوا د توغندیو برید کېږي.
وسله والو طالبانو بیا پر باګرام هوايي ډګر د تېرې شپې د راکټي برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې بهرنیو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.