د چین دفاع وزارت وايي د افغانستان د ترورېستي ضد هلو ځلو ملاتړ کوي
د چین دفاع وزارت نن پنجشنبه وویل چې د افغانستان د دفاع او ترورېستي ضد هلو ځلو ملاتړ کوي.
د چین دفاع وزارت دا خبره یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې دغه هېواد د افغانستان په واخان کې د پوځي اډې د جوړولو راپورونه رد کړل.
مخکې د هانګ کانګ یوې ورځپاڼې لیکلي و چې چین غواړي خپلې پولې ته نږدې د افغانستان د واخان په دهلېز کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې کمپ جوړ کړي.
خو پرون د چین د بهرنیو چارو وزارت دا راپور رد کړ.