د ممبي اقتصادي غونډه د افغانستان، هند او امریکا په همکاري جوړېږي
ټاکل شوې ده شااوخوا دوه اوونۍ وروسته په هندوستان کې د افغانستان د سوداګرۍ او تجارت او په دغه هېواد کې د پانګونې په اړه د سلګونو سوداګرو يوه اقتصادي غونډه جوړه شي.
په هندوستان کې د افغانستان سفير شیدا محمد ابدالي پهدې اړه ازادي راډيو ته داسې وويل:
"دا ناسته په ممبي کې چې د هندوستان د تجارت مرکز دی، جوړېږي چې تقريباً تر ۲۰۰ افغان سوداګر به پهکې ګډون کوي او د هند، امريکا او نورو هېوادونو څخه به هم سلګونو پانګهوال اشتراک کوي."
ښاغلی ابدالي وايي، د دې غونډې هدف دا دی چې د هندوستان او نورو هېوادونو پانګهوال په افغانستان کې له سوداګريزو فرصتونو خبر شي.
ټاکل شوې ده د افغانستان اجرائيه رئيس او یو شمېر وزيران هم پهدې غونډه کې ګډون وکړي.
دا غونډه د افغانستان، هندوستان او امریکا په ګډه همکاري جوړېږي.