د ټرمپ خبرداری: امریکا به د سوداګرۍ له نړيوال سازمانه وباسم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې امریکا به د سوداګرۍ له نړيوال سازمانه وباسي. ده له دې ادارې سره موافقه په تاريخ کې تر ټولو یوازينۍ ناسمه موافقه بللې ده.
د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په ۳۰مه نېټه له بلومبرګ خپرونې سره د خبرو پر مهال ټرمپ د سوداګرۍ پر نړيواله اداره تور پورې کړ چې له امریکا سره ښه چلند نه کوي.
په مسکو کې د روسیې د اقتصاد وزیر نن د جمعې په ورځ وويل چې امريکا به په اقتصادي توګه وځورېږي که په سوداګریزو مخالفتونو کې له اصولو واوړي په داسې حال کې چې د سوداګرۍ نړیوالې ادارې ۶۴ غړي هېوادونو تر منځ سوداګريز مخالفتونه رامنځته شوي دي.
ټرمپ په جولای مياشت کې هم ورته خبرداری ورکړی و چې د سوداګرۍ نړيوالې ادارې له چارواکو يې غوښتي وو چې خپل چلند تغير کړي.
د سوداګرۍ نړيواله اداره د ۱۶۴ غړیو هېوادونو تر منځ سوداګریز مخالفتونه حل کوي.