د افغانستان په ۲۰ ولايتونو کې د شري واکسين پیلېږي
![د افغانستان په ۲۰ ولايتونو کې د شري واکسين پیلېږي](https://gdb.rferl.org/42105C19-D8E8-4443-95E4-4AB490212AF7_cx35_cy26_cw42_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې ده سبا شنبه د افغانستان په شلو ولايتونو کې د شري واکسين پیل شي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د کلتوي معافیت رئیس ډاکټر دستګير نظري نن د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې دا کمپاين لس ورځې دوام کوي.
ده زیاته کړه:
"د واکسین کمپاين چې د افغانستان د روغتیا وزارت یې عملي کوي، معمولاً کور په کور وي خو ځکه چې د شري واکسن د پیچکارۍ له لارې کېږي، روغتیايي ټيمونه به په کلیو کې کورو ته نېږدې ځای پرځای شي او له ميندو او پلرونو غواړو که کوچنيان يې له نهو مياشتو تر لسو کلونو عمر لري، بايد واکسن ته بوځي."
د ښاغلي نظري په وينا، د شري د واکسين د تطبیق لومړی پړاو به په بدخشان، بادغيس، غور، باميان، خوست، غزني، کابل، کاپيسا، لوګر، نورستان، پکتيکا، پکتيا، پنجشېر، پروان، سرپل، وردک او دایکنډي کې پيل شي.